تاند- جاپان اعلان وکړ چې د شمالي کوریا له لوري د دغه هیواد لور ته توغندی ویشتل شوی دی.
د جاپان حکومت خپلو خلکو ته د خبرداري اعلان وکړ خو په عین حال کې یې وویل چې داسې نخښه نه ده لیدل شوې چې د شمالي کوریا له لوري ویشتل شوي توغندي زیان پېښ کړی وي.
ویل شوي چې د شمالي کوریا توغندی د جاپان د شمال له فضا تېر شوی دی.
جاپاڼي چارواکو وویل چې توغندی نن /سې شنبه/ د سهار په ۶ بجې او ۶ دقیقې وویشتل شو.
د دغه هیواد صدراعظم شینزو ابې وویل، د حاپانیانو د ساتنې لپاره به له خپل ټول وسه به کار واخلي.
ابې خبریالانو ته په لنډو څرګندونو کې وویل«موږ به نهايي هلې ځلې وکړو چې د خپلو خلکو ژوند وساتو.»
ابې د توغندي له ویشتل کېدو سمدستي وروسته خپل دفتر ته لاړ چې د دې پېښې په اړه بیړنۍ غونډه وکړي.
په همدې حال کې جنوبي کوریا وویل چې شمالي کوریا د خپلې پلازمېنې پیونګ یانګ له یوې نژدې سیمې د ختځ خوا ته توغندی وویشت.
د شمالي کوریا د اتومي او توغندويي فعالیتونو پر سر د کوریا په ټاپووزمه کې له کلونو راهیسې کړکېچ روان دی.
امریکا، جنوبي کوریا، جاپان په ځانګړي ډول د شمالي کوریا اتومي فعالیتونه د سیمې او نړۍ لپاره خطرناک بولي.
شمالي کوریا په ځلونو د جاپان او کوریاوو ترمنځ د سمندر لور ته توغندي ویشتي خو دا لومړی ځل دی چې د جاپان د خاورې خوا توغندی ولي.