جلالزی

شمالي کوریا خپلو ټولو د یپلوماتانو او له ملک څخه بهر د سوداګریزو کمپنیو خاوندانو ته امر کړی چې خپل هغه ماشومان چي بهر زدکړي کوي ژر بیرته هیواد ته را ولیږي.

دا ګام د دي لپاره تر سره شوی چې د شمالي کوریا کمونیست رژیم ویره ښولي چي ښايي دغه راتلونکی لوستی نسل د شمالي کوریا د رژیم پر ضد په یوه ګواښ بدل شي.

دا څرګندوني د شمالي کوریا د رژیم یو لوړ پوړي چارواکي د یکشنبي په ورځ کړي دي.

د کانسی پوهنتون پروفیسور لی یونګ هوا Lee Young Hwa ویلي دا واک ته د کیم جونګ اون له رسیدو وروسته د خپل ډول بی ساری خبرداری  دی چې ورکړ کیږي.

ویل  کیږي ښاغلي هوا دا معلومات په چین کي د شمالي کوریا له سوداګریزو چارواکو او په آزادي سوداګرۍ او صنعت کي له بوختو کوریایانو تر لاسه کړي دي.

په دغه خبرداري کي چي د سپټمبر میاشتي وروستي نیټي پوري یي ضرب الاجل ټاکل شوی هر دیپلومات ته یوازي په بهر کي ورسره د یوه ماشوم د ساتلو اجازه ورکړل شوي ده.

شمالي کوریا  اوس ویره لري چي که یي وګړي بهر وروزل شي نو ښايي هغوي د بهر نړۍ د تجربو او خپلواکیو په اړه د ملک دننه معلومات له نورو سره شریک کړي او دا کار به کمونیسیت پلوه رژیم ته ګواښ وزیږوي.

ویل کیږي چي دا کار ښایي وروسته تر هغه شوی وي چي د شمالي کوریا د یوه لوړ پوړي دولتي چارواکي لور په جنوبي کوریا کي د پناه اخیستلو غوښتنه کړي وه.

دغه ډول خو نسبتا نرم خبرداری په ۲۰۰۷ کال کې هم د Kim Jong Il د واکمني پر مهال په نږدي ۵۰ ملکونو کي د شمالي کوریا د دیپلوماتانو ۳۰۰۰ ماشومانوته زیان ورساوه او له لوړو او پرمختللو زدکړو یي محروم کړي ول.

ویل کیږي چي پر هغه مهال یو شمیر دیپلوماتانو له دي سره مخالفت وکړ چي خپل ماشومان هیواد ته واستوي او پروفیسور لي وايي ښايي دا ځل هم شمالي کوریا دیپلوماتانو او دولتي سوداګر په ورته غبرګون لاس پوري کړي.

د دي اونۍ په سر کي د جنوبي کوریا مطبوعاتو خبر ورکړی وو چي د شمالي کوریا د لوړ پوړي استخباراتي  چارواکي لور د یوه دریم هیواد له لاري سویلي کوریا ته تښتیدلي او هلته یي د کډوالۍ غوښتنه  کړي ده.

ویل کیږي دغه نجلۍ چي تخلص یي هان ښودل شوي د بیجینګ د پوهنتون زدکړیاله وه او اوس د سویلي کوریا  د استخباراتي مامورینو تر تحقیقاتو لاندي ده.

رپوټونه کاږي  چي له شمالي کوریا څخه ګڼ کسان هر کال د فقر، تنګلاسي، شکنجي او حکومتي سختو قوانینو له امله تښتي.

ویل شوي چي د کوریاګانو د جګړي له پای ته رسیدو وروسته نږدي ۲۵۰۰۰ د شمالي کوریا خلک جنوبي کوریا او د نړۍ نورو ملکونو ته تښتیدلي دي.

دغه جګړه په ۱۹۵۳ کال کي پای ته رسیدلي وه.

 د پارک جوړول:

په همدې حال کې د شمالي کوریا مشر Kim Jong-eun دستور ورکړی چې د چین سره په خوا کې دي د اوبو یو تفریحي پارک ورغول شي.

دغه پارک کي به بیلا بیل ډول د اوبو ژوي ا و نور تفریحي توکي ځای پرځای کیږي.

ویل شوي چي دغه پارک به د Sinuiju r په سیمه کی د Yalu سیند تر څنګ او د چین د ډنډونګ ښارګوتي په خوا کي جوړیږي.

د چین د سینیوجو ښارګوټي یوه اوسیدونکي د د کوریا ار اف ای سرویس ته ویلي چي د شمالي کوریا دا کار یو پارونکی عمل دی ځکه د چین دغي سمندري غاړي ته ډير بهرني توریستان راځي او اوس شمالي کوریا غواړي دغو توریستانو ته له لری څخه د یوه پارک په جوړولو ځان ښونه وکړي.

ویل کیږي دغه پارک د Sino-Korean د دوستي له پله څخه ۵۰۰ متره لري جوړیږي.

 راپورونه کاږي چي دغه پارک به یوازي د Kim Il Sung’s چي د شمالي کوریا بنسټ ایښودونکی بلل کیږي د مړیني د کلیزي، او د اوسني ولسمشر د پلار د مړیني اوهمدا راز د داوسني ولسمشر د زوکړي د کلیزو پر مهال پرانیستی وي او  د عامو خلکو د تفریح لپاره نه جوړیږي.

شمالي کوریا د اروپا له یو شمیر کمپنیو غوښتي ول چي دغه پارک ته د اوه نیم ملیونه ډالرو په ارزښت د کیبل کار او نورو وسایلو تابیا وکړي خو د سویس هیواد اروپایي شرکتونه له شمالي کوریا سره کاروبار ته پرینښودل او د دغه کار مخه یي ونیوله.

 د فرانسي خبري آژانس راپور ورکړی چي روانه میاشت په سرکې سیلابونو د شمالي کوریا ځيني سیمي سختي وځپلي او ګڼ خلک یي ووژل خو حکومت سرتیري او د ستونزو  د لری کولو امله د دې پر ځای چي زیانمنو خلکو ته واستوي په دغه سیمه کې د اوسني ولسمشر د واوري پر سر د سکې د تاسیساتو د رغولو په دنده وګمارل.

شمالي کوریا دمګړۍ د نړۍ د ډيرو ملکونو له بندیزونو سره مخ ده.

ویل کیږي حکومت دغلته په سیستماتیک ډول شکنجه جاري ساتلي  او هره ورځ بي شمیره انسانان د سیاسي فعالیتونو او آزادي وینا د تر سره کولو په تور وژل کیږي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *