د افغانستان په يو شمېر شمالي ولايتونو کې د ناقانونه وسله والو ډلو په اړه ژوره اندېښنې شته او دا هغه وخت دی، چې د دې هېواد ټاکنو ته ورځې را لنډيږي. اوس اوس د دغو ډلو ټپلو راج او باج زور نيسي، دوی ددې ترڅنګ چې هر وخت د حکومت لپاره ګواښ وي، خو اوس يې تر پخوا موجوديت زياتې اندېښنې را ولاړې کړې دي.

کله چې د يو شمېر شمالي ولايتونو لرې پرتو ولسواليو او سيمو ته سر ورښکاره کړې، نو رسا به دې اويايمو کلونو ته ستون کړي، هغه وختونو ته چې چلتار وهلي او بډوهلي به په کلي را خوشي شول، عزت مال او هېڅ به يې نه پرېښودل، هر څه به يې لوټل، په اوسني او هغه وخت کې کوم جوت توپير نشته، همغه وحشتي څېرې او همغه د انسانانو قاتلان د واک خوبونه ويني.

دغه ناقانونه وسله والې ډلې پخواني ټوپکوال دي، چې اوس يې بيا ډلگۍ جوړې کړې او را ژوندي شوي دي، خو دا ځل يې توپير په دې کې دی، چې د سترو اړخونو له خوا يې پراخه ملاتړ کېږي او لوی لاسونه يې تر شاه دي، ځکه چې د دوی ګڼ شمېر يې په پخوانيو قوماندانانو پورې تړلي هغه دي او په ناقانونه توګه له ځان سره وسلې او لښکرې ګرځوي.
داسې به کم وخت پېښيږي، چې دوی دې پخپلو کې سره وانه وړي او يو بل ته دې درانه د سر زيانونه وانه ړوي، دوی لکه د ګور چينجي پخپلو کې سره خوري، د يوبل په وينو او هډوکو غوريږي.

په يوشمېر شمالي ولايتونو کې خو د دوی ډېريو د سیمه ییزو پوليسو ليکو ته لاره پيدا کړې او خپلې ناقانونه کړنې له يوه بسيج شوي تربيون پرمخ بيايي، چې د مخنوي لپاره يې هم څوک نشته.

دا هغه بې بندو باره، نا مسووله ملېشې  او ډلې دي، چې د قانون په نوم څه نه پېژني. که څه هم ددې ډلو ټپلو د بې وسلې کولو په اړه له وړاندې د حکومت هوډ دا وو، چې تر ۲۰۱۴ کال د مخه به يې بې وسلې کوي او مخ به يې نيسي، خو اوس چې ورته فکر کېږي، تر پخوا هم پکې خطرناکه ډلې راټوکېدلې دي او ان له يو شمېر سره خو نوې وسلې ليدل کېږي، چې د تازه مهال د وېش ډېر امکان يې شته.

د بې وسلې کولو پروګرام په ټول افغانستان کې په ۱۳۸۵ لمريز کال کې پيل شو، چې دا يوه ناکاره پروژه وه، ميليونونه ډالر لګښت پرې وشو، خو له نامسووله کسانو وسلې راټولې نشوې. يوازې په شمال کې چې د وسلو اصلي زېرمتون وو، په ياده موده کې څه باندې ۱۱۵۰۰ميله بېلا بېل ډول وسلې ټولې شوي دي، چې شايد دا به يې دريمه برخه هم پوره نه کړي.

د پروګرام له پيل سره په شمال زون کې د ۵۰۰ غېر مسوولو وسله والو ګروپونه اټکل شوی وو، چې له دې ډلې ۱۸۵ ګروپونه د ډاياګ يا بې وسلې کولو پروګرام  په ترڅ کې منحل شوي دي. نه يوازې دا چې په دغه موده کې وسلې راټولې نشوې، بلکې وسله والو ډلو د وسلو په نوم زړې او سولېدلې اوسپنې دې پروګرام ته وسپارلې، چې په بدل کې يې امتيازات تر لاسه کړل ، ځانونه يې د حکومت له سترګو پنا کړل او د هغوی سترګوته يې خاورې ور وشيندلې، د نورو وسلو د ساتلو لپاره يې له چل او فرېب کار واخيست.

په ټوله کې د هېواد په شمال کې د نامسووله وسله والو ډلو ټپلو معمولي کارونه د خلکو ترور، وژنې، جنسي تيري، غلاوې، د تنکيو نجونو تښتول، د هلکانو ساتل، په خلکو خپل روبداب اچول، د ځمکو غصب، له خلکو سره د پخوانيو بديو راژوندي کول يې هغه دي. د دوی د عوايد سترې سرچينې د کانونو ناقانونه سپړنې، د وسلو سوداګرۍ، د نشه يي توکو قاچاق، د لرغونو توکو قاچاق، غلاوې، تښتونې او داسې نور د شرم کارونه دي، چې فعاليتونو يې د حکومت واکمني له گواښ سره مخ کوي.

که څه هم په افغانستان کې د وسله والو په نوم ټول پام طالبانو ته دی او دا ډول ډلې چې تر طالبانو څو برابره خطرناکې دي، کړنې يې د حکومت له سترګو الونيا دي او ان پوښتنه ګروېږنه پسې نشته.

اوس چې افغانستان د ټاکنو په درشل کې دی، په شمالي ولايتونو کې د خلکو تر څنګ حکومت هم نا امنيو ته اندېښمن دی، خو که له وړاندې يې مخه نيولې والی، وسلې يې ترې ټولې کړې وای، نو نن به يې له دې اړخه اندېښنه نه وه.

اوس چې دې کړيو زور اخستی، داسې انګيرل کېږي، چې ګويا ولسمشرۍ او ولايتي شوراګانو ته ولاړ يو شمېر نوماندان په دغه ډول خپلو پخوانيو وسله والو ملګرو تکيه کوي او هغوی سره بسيج کوي، ځکه چې خپله بريا د دوی په زور کې ويني.

د کانديدانو هغه شمېر چې ځانونه په دې ډول کسانو پسې تړي، هرو مرو به دا ډول کړۍ نورې هم وهڅوي، چې د ټاکنو پر مهال د خپلو حريفانو پر وړاندې خنډونه راپورته کړي، زور وکاروي، تر څو د رايو صندقونه د دوی په ګټه ډک شي او دوی د بريا چانس زيات شي.

دا کړۍ خو د پيسو په خاطر او په راتلونکي کې د سر او مال د تضمين په خاطر هم د دې ډول کانديدانو لپاره لابېنګ کوي، درغلۍ ورته کوي، خلک وېروي او پر سر يې ودريږي، څو رایه د دوی د خوښې هغه ته وکړي.

خو لا وخت دی، پکار ده، چې ددې ستر ناورين مخه ونيول شي او په شمال کې ولسونه له دې سترعذابه وژغورل شي.

One thought on “شمال د نامسووله وسله والو په عذاب کې/ خالد نجيم”
  1. هغه نامسووله وسله وال ښه دي که طالبان؟ طالبان خو په فخر سره وایي چې دومره قتلونه مو وکړل، خو نامسول وسله وال حد اقل په خپل جنایت شرمېږي. ډېر فرق پکې دی..

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *