توده ورځ په خلاصېدو وه۰ ماښام نږدې و ، لمر له اسمانه خپله لمن راټولوله شمال خوږ لګېده. له انا سره مې په برنډه ناسته وم. انا ویل: څه ښه شمال دی، لمر دې ورک شي.
ونې ته مې وکتل څانگو يې شمال ته نڅا کوله۰ مرغان ارام ول . د شمال له موسیقي یې خوند اخیست۰ دا موسیقي ورو ورو تېزېدله۰ ټیکری مې له سره لرې کړ ۰شمال مې ویښتان خواره واره کړل.
انا مې ټوله ورځ د لمر له لاسه خوب نه و کړی ،سترګې یې پټې کړې۰ زه باغچې ته لاړم. د گلاب يو گل مړاوى شوى و. لمر تږى کړى و. مځکې ته مې پام شو. چاک چاک وه، اوبه يې غوښتې. په ابپاش کې مې اوبه راوړې. په وچې خاورې مې وپاشلې . خوندور بوى يې پورته شو. لمر سر کېښود.ليرې په اسمان کې په ورېځو د شفق سرخي لوېدلې وه، لکه نوې تابلو پېچلې او مرموزه ښکارېده. ما سترگې پټې کړې، هوا مې کش کړه. انا په خپلو زنگنو لاسونه کېښودل، ورو ورو پورته شوه. د خونې څراغ روښانه شو. يوه بله ورځ يوه بله شېبه لکه باد تېره شوه.
هیلې جانې؛ ښایسته کیسه دي کښلې، پر نورو ښیګڼو برسیره، ښکلی تصوېر هم لري. دا لاندي کرښي مې ډېري پر زړه کیناستي: «لمر سر کېښود.ليرې په
اسمان کې په ورېځو د شفق سرخي لوېدلې وه … د خونې څراغ روښانه شو. يوه بله ورځ يوه بله شېبه لکه باد تېره شوه.»
!شاباس پرمخ ځه، تر دې دمه یې یوازي ته داسي لیکلای سي
// حقانیار