انجنیر محمد عیسی مومند –
د ولسمشر لومړي مرستیال عبدالرشید دوستم په فاریاب کې وروستۍ جګړه برخلیک ټاکونکې بللې ده. نوموړي له بي بي سي سره په خبرو کې ویلي، چې د فاریاب په قیصار ولسوالۍ کې وسله والو مخالفینو ته درنه مرګ ژوبله اوښتې ده. په دغې ولسوالۍ کې د دوستم تر ټولو ستره بریا د شاخ سیمې تصیفه کول دي. د خپرو شویو رپوټونو پر اساس د تېرو لسو کلونو په اوږدو کې شاخ سیمه د وسلو او مخدره توکو د قاچاق لوی مرکز په توګه کارېده او د دولت له کنټرول څخه وتلې وه. خو د جنرال دوستم په مشرۍ عملیاتو په پایله کې دغه سیمه د افغان ځواکونو تر کنټرول لاندې ده.
د طالبانو او داعش طرحه
د ۲۰۱۴ کال د جون په ۱۵مه پاکستان په شمالي وزیرستان کې عملیات پیل کړل. ظاهرا دغه عملیات د پاکستاني طالبانو تحریک، حقاني شبکې، د ازبکستان اسلامي غورځنګ، د ختیځ ترکستان اسلامي غورځنګ (ایغور جنګیالي)، لشکر جهنګوي، القاعده او جندالله ډلو ځپلو په موخه پیل شوي ول. د ضرب عضب په نامه دغو عملیاتو کې ۳۰ زره پاکستاني پوځیانو برخه درلوده.
ظاهرا دغه عملیات داسې طراحي شوي ول، چې یادې ډلې له منځه یوړل شي؛ خو پاکستان نه یوازې دا چې دغه ډلې و نه ځپلې؛ بلکې هڅه یې دا وه، څو له شمالي وزیرستان څخه دغه کسان د ډيورنډ کرښې دې غاړې ته ولېږدوي. د دغه کار موخه د افغان دولت پر وړاندې د یادو ډلو کارول په ګوته شوي دي. له همدې امله د ضرب عضب عملیاتو له پیل سره جوخت زیات شمېر جنګیالي د ډيورنډ له کرښې دې غاړې واوښتل او د افغانستان په بېلابېلو ولایتونو کې مېشت شول. یو هدف فاریاب ولایت و. دغه ولایت ته د پاکستاني جنګیاليو سربېره ازبک جنګیالي هم راغلل او مشخصې سیمې لاندې کړې، څو له دې ځایه په آسانۍ سره وشي کولای نورو سیمو ته لار وموندي.
د فاریاب جغرافيايي موقعیت ته په کتو سره دا باور مطرح دی، چې دغو ډلو له یوې خوا غوښتل ترکمنستان ته لار وموندي او له بلې خوا د بادغیس، سرپل، غور او جوزجان ولایت ته ناامنۍ وغځوي او خپلو موخو ته ورسېږي. د ترکمنستان په تړاو د داعش ډلې لوی اهداف، چې منځنۍ آسیا بلل کېږي هم مطرح دي. د دوستم په مشرۍ د عملیاتو پیل او ځینې مشخصې لاسته راوړنې د پاکستان نخشه په اوبو لاهو کړې ده. د وسلهوالو مخالفینو په ځپلو سره له یوې خوا د سیمې امنیت په ټینګېدو دی او له بلې خوا هغه آوازې او ګونګوسې په مستقیمه توګه د ردېدو په حال کې دي، چې افغان حکومت له داعش ډلې ملاتړ کوي؛ ځکه د وروستیو رپوټونو له مخې په قیصار ولسوالۍ کې د وسله والو طالبانو او ازبک جنګیالیو ټول مرکزونه له منځه وړل شوي او یو شمېر ازبک جنګیالي د کنتي درې په تایمني سیمې کلابند دي، چې د دوستم په وینا، تسلیمۍ ته حاضر نهدي. په نږدې راتلونکې کې دغه ډله له منځه تلوونکې برېښي.
د امنیتي ځواکونو روحیه
د تېرو کلونو په اوږدو کې ډېر کم داسې پېښ شوي، چې حکومتي چارواکي دې نېغ په نېغه د جګړې په ډګر کې حضور پیدا کړي او د مخالفینو پر وړاندې وجنګېږي. یوازې د امنیتي اورګانونو چارواکيو د جګړې له سیمو څخه لیدنه کړې ده؛ خو دا لومړی ځل دی، چې د ولسمشر لومړی مرستیال د جګړې په ډګر کې حضور لري. باور دا دی، چې دغه چاره د امنیتي ځواکونو د روحیې په پياوړي کولو کې تر ډېره بریده مثبت رول لري. دغې مثبتې ونډې ته په کتو سره دا اړتیا احساسېږي، چې د دوستم په ګډون نور چارواکي هم باید د جګړې له لیکو څخه لیدنه وکړي، څو له یوې خوا یې د افغان امنیتي ځواکونو روحیه او مورال پياوړی کړی وي او له بلې خوا وسلهوالو مخالفینو او جنګیالیو ته دا پيغام رسېدلی و اوسي، چې افغان دولت په خپل ټول توان او قوت سره له خپلو ځواکونو ملاتړ کوي.
شمال که ټول افغانستان؟
دوستم له درېیو اونیو راپدېخوا په فاریاب کې د جګړې مشري پر غاړه لري. د ده په وینا، د یاد ولایت ۸۰٪ کلي د داعش او طالبانو له موجودیت څخه پاک شوي. د دوستم لهخوا په داسې حال کې فاریاب د جګړې ډګر په توګه غوره کړی شوی، چې له تېرې یوې نیمې میاشتې په ننګرهار ولایت کې داعش ډله مېشته شوې او د رپوټونو له مخې څو ولسوالۍ یې لاندې کړي دي. په ننګرهار کې د داعش او طالبانو ترمنځ درنې نښتې هم شوي دي. له ننګرهار سربېره د هېواد په سوېل، سوېل ختیځ، لوېدیځ او زیات شمېر نورو سیمو کې هم جګړې دوام لري.
که څه هم جنرال دوستم ټینګار کړی، چې دا جګړه د قیصار، المار او فاریاب جګړه نه ده؛ بلکې د شمال او ټول افغانستان جګړه ده، چې ګټوونکي به افغان ځواکونه و اوسي؛ خو د خلکو ترمنځ دا باور مطرح دی، چې نوموړی د قومي او ژبنیو اړیکو پر بنسټ په دغه ولایت کې د عملیاتو مشري کوي.
ده همداراز هغه رپوټونه رد کړي، چې ګواکې دغه جګړه د پښتنو پر وړاندې ده. دوستم ویلي، په فاریاب کې د پښتنو له قومي مشرانو سره په اړیکه کې دی. اټکل دا دی، چې دوستم په خپلو دغو څرګندونو سره غوښتلي دي د هېوادوالو هغه اندېښنې لري، چې د پښتون وژنې په تړاو مطرح وې؛ خو دوستم هغه مهال له دغې آزموینې څخه بریالی وتلی شي، چې په دې تړاو کره شواهد وړاندې کړي.
د دوستم پر وړاندې دویمه آزموینه په نورو سیمو کې د جګړې رهبري ده. که څه هم ده ویلي، چې د امنیت شورا له اجازې وروسته چمتو دی په کندز کې د عملیاتو مشري وکړي؛ خو مهمه دا ده، چې د ولسمشری لومړی مرستیال د افغانستان له شمال سربېره نورو ناامنه سیمو ته هم سفر وکړي، د جګړې جبهې له نږدې وګوري او د مخالفینو ځپلو په موخه اقدام وکړي.