خبرپاڼه
نېټه: ١٣٩٣-١۲-۴
کندهار، افغانستان- د ولايت مقام مرستيال عبدالعلي شمسي له صنعتکارانو سره د ليدو پر مهال ډاډ څرګند کړ چي د ستونزو په حل کي به يې جدي کار وکړي.
نوموړي د يکشنبې په ورځ په ولايت مقام کي د صنعتکارانو د اتحاديې او مدني ټولنو له غړو سره وکتل. په غونډه کي د صنعتکارانو پر یو شمېر ستونزو بحث وسو او هغوی وويل د برېښنا نشتوالی، د ځينو اشخاصو له لوري د مځکو غصب او فابريکو ته د مځکو په ورکړي کي يو لړ ستونزي او ځنډ د دې لامل سوی چي سوداګر خپلي فابريکې سقوط کړي.
ښځينه مدني فعالانو هم خپلي ستونزي بيان کړې او د حل غوښتنه يې وکړه. ډاکټر ليلا افاق وويل د ښځو لاسي صنايعو ته وده ورکول، د هغوی لپاره د مارکېټ جوړول او دغه راز په صنعتي پارک کي د مربا د توليد د يوې فابريکې جوړول د هغوی له مهمو اړتياوو څخه دي. د دوی په خبره په دې سره به هم بېوزلو مېرمنو ته د کار زمينه پيدا سي او هم به د لاسي صنايعو په برخه کي مبثت بدلون رامنځته سي.
مرستيال والي عبدالعلي شمسي وويل تجارت او صنعت د هيواد اقتصاد پياوړی کوي او په وده او پرمختګ کي يې بايد حکومت کوټلي ګامونه واخلي. ښاغلي شمسي د صنعتکارانو ستونزي جدي وبللې او زياته يې کړه په دې برخه کي به د والي په مرسته يوه مناسبه د حللار ولټوي.
هغه وويل د صنعتي پارک د مځکو په وېش کي به هم تر وسه هڅه وکړي چي ستونزي له منځه یوسي. د اقتصاد رئيس محمد رحيم رحيمي د PRT پخواني تاسيسات د ښځو د لاسي صنعت او نورو توليداتو لپاره مناسب ځای وباله او زياته يې کړه چي ولايت مقام د دې لپاره هڅه کوي، تر څو مرستي راجلب او هلته د مېرمنو لپاره لازم فرصتونه برابر کړي.
دغه راز د مېرمنو د لاسي صنايعو لپاره د مارکېټ په جوړولو کي د ښاروالۍ مرستيال محمد نسيم رضايي ډاډ څرګند کړ او زياته يې کړه چي دوی په دې برخه کي کار کوي، ترڅو د مېرمنو لپاره د ښار په مناسب ځای کي يو مارکېټ ځانګړی کړي.