تاند- زموږ د لمریز نظام غوندي یو بل لمریز نظام موندل شوی دی چې اته سيارې لري.

يو نوی ستوری چې ورباندي اته سیارې راڅرخي، د مصنوعي ذکاوت (Artificial intelligent) او کیپلر تليسکوپ په وسيله موندل شوی دی.

د امریکا فضايي ادارې ناسا ويلي چې دا لمریز نظام زموږ د لمريز نظام غوندي دی.

خو په هيڅ يوه سیاره کې يې د ژوند امکان نشته.

د دې نظام لمر، کیپلر۹۰ نومول شوی چې زموږ له لمريز نظام سره شا او خوا۲۵۰۰۰ نوري کلونه واټن لري.

له سيارو څخه يوه يې د مځکې غوندي ده خو يوازي ۱۴.۴ ورځې د خپل لمر پر شا او خوا څرخي، په دې مانا چې د هغه ځای بشپړ یو کال د دې ځای د دوو اوونیو معادل دی.

د امریکا فضايي ادارې ناسا ويلي، تمه نه کیږي چې له دغو سیارو څخه پر يوه دې هم د ژوند امکان وي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *