د افغانستان په فرهنكي کړیو کې د «مجروح» نوم او کورنۍ، یو اشنا نوم، د قدر وړ نوم او پېژندل شوې کورنۍ ده. سید شمس الدین مجروح د همدې کورنۍ په سر لارو قلموالو کې شمېرل کېـږي. استاد بېنوا په خپل ډېر غنیمت اثر «اوسني لیکوال» کې د ښاغلي شمس الدین مجروح بیوگرافي او د کلام نمونې ثبت کړي دي. (تفصیل)