یو لاس تړلی ځوان یې راوست، پر ځمکه یې وغورځاوه او بیا یو بل ځوان پلاستیک ته اور واچاوه د ملاست ځوان د مخ لپاسه یې ونیوه، د ویلي شوي پلاستیک ګرم څاڅکي د ځوان په سترګو کې لویدل، هغه چیغې وهلې او همداسې یې سترګې له منځه لاړې.

دا له شمشاد ټلویزیون څخه د نشریدونکي ترکي سریال یوه صحنه ده چې د پنجشنبې په ماسخوتن خپره شوه. د درې مورچل په نوم دغه سریال چې اونۍ کې شپږ ځلې د شپې او بیا هره ورځ یې تکرار خپریږي، ډیر مینه وال لري. دومره مینوال چې حتی ځینې ماشومان یې بیګانۍ لیدلې صحنې په کوڅو کې تمثیلوي، د کرکټرانو نومونه یې په ځانونه ایښي او…

په دې سریال کې شمشاد کمال کړی، ډير ښکلی ډبنګ او بیا د هر چا څیرې سره سم غږ یې انتخاب کړی او دا انتخاب یې دومره دقیق دی چې حتی له اصلي غږونو هم ښه لګیږي.

ډبنګ (Dubbing) یا دوبله، زموږ په ټلویزیونو کې نوې دود شوې او په کم وخت کې یې ښه مزل وهلی دی. پخوا به له ملي راډیو تلویزیونه عبدالحی عابر او څو نورو کسانو دا کار کاوه، خو هغه ډبنګ نه و، یوازې ژباړه وه.

درې مورچل سریال ترکي دی او د یوه لوی هدف لپاره جوړ شوی. هدف دا دی چې حکومت غواړي ترکي کردان چې کله نا کله د خپلواکۍ غږ پورته کوي، د خپلو خلکو په ذهنونو کې ظالم، منفور او وحشي معرفي کړي او داسې وښيي چې دا خلک د نورو په اشارو ګډوډي جوړوي او ترکیه تباه کوي.

دا په حقیقت کې د یوې ډلې پر ضد تبلیغاتي جنګ دی او هغه هم په هنري انداز او دا انداز واقعاً ډير اغیزناک وي. متل دی چې په جنګ کې حلوا نه ویشل کیږي، ترکیه هم په دې سریال کې د کردانو د منفورولو لپاره حلوا نه ویشي، له هر هغه تهمته کار اخلي چې په لاس یې ورځي، خو شمشاد څه اړتیا لري؟

هرې رسنۍ ته په کار ده چې د خپلو نشراتو په جانبي عوارضو فکر وکړي، خو زموږ د ځینو رسنیو سترګې دومره د بیان د ازادۍ په رنجو تورې شوي چې خپل مکلفیتونه ورته نه ښکاري.

د رسنیو قانون (۴۵) مادې د هغو اثارو او مطالبو خپرول منع ګرځولي چې د خلکو په ځانګړې توګه د ماشومانو او تنکیو ځوانانو رواني امنیت او اخلاقي سلامت زیانمنوي.

د یاد شوی سریال ځینې صحنې یوازې رواني امنیت نه زیانمنوي، پورته چې د کومې صحنې یادونه، وشوه که هغه رواني امنیت زیانمنوي، نو ډیرې داسې نورې صحني لري چې اخلاقي سلامت هم روغ نه پریږدي.

د دې سریال یوه کرکتره ( لیلا) نومیږي. زرتشت کردان چې د دولت مخالف دي، غواړي د هغې فکر بدل کړي او هغه په خپلې مذهبې مشرې، چې دوی یې اسواراتا بولي، بدله کړي.

د همدې کش و ګیر په یوه صحنه کې چې لیلا د هغې د رقیبې (نازا) ،چې د کردي مخالفانو قوماندانه ده، لخوا نیول کیږي، نو هغه خپلو کسانو ته امر کوي: دا بوځئ، میخانې ته یې بوځئ، ښه یې وکاروئ!

ماشومان د هغه څه په اړه پوښتنه کوي چې پرې پوه نشي، اوس که ماشومان د دې وضاحت وغواړي چې ( ښه یې وکاروئ) څه مانا؟ نو که ځواب ورنکړل شي، هغوی شاید نورو پوښتنو ته وهڅول شي او که ځواب ورکړل شي ایا د هغوی اخلاقي سلامت به سالم پاتې شي؟

دغه شان، یو اصل دا هم دی چې حتی راپور کې باید د یوه جرم په اړه دومره توضیحات ورنکړل شي چې نور مجرمان ترې تقلید وکړي.

زموږ په وطن کې د جګړې وحشت راوان دی. دلته د انسان ځورونې لپاره نوې نوې طریقې کارول کیږي، ویره ده چې د سریالونو د وحشتناکو شکنجو د صحنو له ښودلو څخه تقلید ونشي، دا ویره باید جدي وګڼل شي.

یا لکه مخکې چې مې وویل، ماشومان د دې سریال صحني تمثیلوي، هغوی د ټوپک په ځای شاید لرګی لاس کې ونیسي او د خولې ډزې وکړي، ځکه چې اصلي ټوپک ته لاسرسی نلري. خو پلاستیک او اورلګیت ته لاسرسی لري، هغوی کولای شي پلاستیک ته اور واچوي او خپل همزولی خدای مکړه ړوند کړي.

اندیښنه یوازې د شمشاد ټلویزیون او درې مورچل د سریال په اړه نه ده. دا یو مثال و، د مثال لپاره ځکه غوره شو چې اوس یې ډیر لیدونکي پیدا کړي.

شاید سریال خپروونکي ووايي چې دا خو د شپې نهه بجې خپریږي، دا داسې وخت دی چې ماشومان ویده وي. خو له هغوی دا هیره ده چې ټول ماشومان تر نهو بجو نه ویده کیږي او بل دا چې د دې سریال تکرار د ورځې لس بجې هم خپریږي او ټول ماشومان خو په دې وخت ښوونځي کې نه وي.

پخوا چې یوازې ملي ټلویزیون نشرات درلودل، هغه هم خارجي سریالونه خپرول. خو هغوی د سریال په انتخاب کې دقیق و او هغه صحنې یې ترې لرې کولې چې اخلاقي سلامت ته ترې زیان محسوسیده.

دلته ډیری غږیزې او تصویري غږیزې رسنۍ، له (۱۵) ساعتونو ډیرې او حتی (۲۴) خپرونې لري. دوی ته مشکله ده چې د دومره لوی وخت لپاره هره ورځ تولیدات وکړي. مجبور دي فلمونه او سریالونه نشر کړي او دا مجبورت یې ځانونو ته خپله پیدا کړی دی.

خو چې دا مجبوریت دی نو باید د ټولنې مجبوریتونه هم په پام کې ونیول شي. اوس تخنیک مخکې تللی، له سریالونو او فلمونو د هغو صحنو او مکالمو لرې کول چې رواني امنیت او اخلاقي سلامت ته زیان رسوي، یوه عادي خبره ده.

هیله ده رسنۍ دې ټکي ته پام وکړي او یا په ټول دولت کې داسې قانوني مرجع پیدا شي چې دې ټکي ته یې ور پام کړي.

د مرغومي ۱۳مه

(سرخط ورځپاڼه)

4 thoughts on “شمشاد د درې په مورچل کې/ محمد نعمان دوست”
  1. افغانان په دبنګ کی تکړه دي پاکستانیان په درامو کی او هندیان په فلمونوکی

  2. زمونوږ نننۍ رسنۍ دتریاکو سره برابری دی چی زمونږ ټولنه یی دخوب اوغفلت کندی ته روانه کړې ده!

  3. وروره نن صبا تول خارجی سریالونه دی په افغانستان کی بالخصوص ترکی مگر له دی انتقاد نیولو هیڅ هم نه جوریژی خیر خپله یو سریال جور کره چی ستا استعداد هم وګورو . هر یو د اشرف غنی غوندی لافی ولی او چی وخت یی راشی بیا لار در څخه ورکه وی

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *