تاند- نشنل ریفقیو انلاین په یوه شننه کې، چې د چهارشنبې په ورځ /اګست۲۶/ یې خپره کړې، ویلي چې په افغانستان کې د ایران حضور، چې د سوریې او عراق د اسلامي دولت یا داعش له حضور سره یوځای مخ پر زیاتېدا دی، په افغانستان کې ګډوډي او سختدریځي لا زیاتوي او منځلارې (معتدل) قوتونه کمزوري کوي.
د نشنل ریفیو شناند کېل اورتن (Kyle Orton) وايي، ایران ادعا کوي چې له طالبانو سره یې مالي مرستې د دې لپاره زیاتې کړي چې دا ډله د داعش پر ضد وجنګېږي خو د ایران دا ادعا د شک وړ ده ځکه چې دغه هیواد له ۲۰۰۱ څخه چې لوېدیځوال افغانستان ته تللي دي د دغو ځواکونو پر ضد پر له پسې د طالبانو ملاتړ کړی دی.
دی وايي:«له طالبانو سره د ایرانیانو مالي ملاتړ له ۲۰۰۱ څخه روان دی، د ایران پوځي ملاتړ افغانستان ته د ناټو ځواکونو له راتګه وروسته دوام وکړ، دوی طالبانو ته هوا ضد توغندي ورکړل چې د ناټو او امریکايي ځواکونو پرضد یې استعمال کړي. له طالبانو سره د ایران مرستې لږترلږه د ۲۰۰۷ م کال له لومړیو څخه زیاتې شوې. کانګریس ته د ۲۰۱۴ م کال د اکتوبر میاشتې په راپور کې یادونه شوې چې طالبانو ته د ایران په پوځي مرستو کې سپکې وسلې هم شاملېږي.»
د وال ستریټ ژورنال د یوه راپور پر اساس، ایران دغه راز د ۲۰۱۴ کال په لومړیو کې طالبانو ته اجازه ورکړه چې په مشهد کې دفتر پرانیزي. دې هیواد په خپله خاوره کې څلور تروریستي کمپونه پرانستي دي.
تر دې پخوا د ویکي لیکس په خپرو شویو اسنادو کې څرګنده شوې وه چې ایران د ایتلافي ځواکونو او د امریکا تر ملاتړ لاندې افغان حکومت پر ځواکونو د حملو لپاره طالبانو ته پیسې لېږلي دي.