دوهمه برخه/  انجينر خالقدا د جلال –

په ساده شنوخونوکې مشکلات:

1- په هغه صورت کې چي دلمرمخ تردریویازیاتوورځوپوري دوریځې په واسطه پټ شي هغه انرژي چي دلمرپه واسطه په شنه خونه کې جذب شوي وي، دوخت په تیریدوسره له منځه ځي اونبات متضرره کیږي.

2- تیزتغیراوتفاوت دشپې او ورځې نبات له ودې څخه غورځوي اوباعث دکم حاصل اوپه تولیداتوکي دکیفیت دخرابیدوسبب گرځي.

3- په هغه صورت کې چي لمرموجود وي زیاتواوبو ته اوکه لمرنه وي کمواوبو ته ضرورت لري چي نامنظمه ابیاري باعث دکم حاصل اوپه تشکیل دمیوه کي تغیرات منځ ته راوړي.

4- په هغه منطقوکې چي هوایخه وي مونږنشوکولای چه هغه نباتات چه دیخ په مقابل کي مقاومت دهغه کم دی وکرو مثلاٌ بادرنگ,بادنجان رومي ومرچ

فعاله شنې خونې

په دا ډول شنو خونو کي دحرارت درجه ثا بته ده اوترکنترول لاندې ده.

کله چي دلمرانرژي په داډول شنو خونو باندي ولګیژي دلمرانرژي دنباتاتو دنمو لپاره برابریژي اودهغوڅخه استفاده کوي اوپه هغه صورت کی چي دلمرانرژي ضعفه شي یاپورته شي داسي سستمونه په هغه کي وجود لري چه دحرارت د درجي دلوړولو اوټیټولولپاره دهغه څخه استفاده کیږي.

هغه سستمونه چه په فعا له شنوخونوکې په کاروړل کیږي:

۱-دګرمولوسستم یا Heating

۲-دسړولوسستم Cooling

۳-   دتهویی سستم یاventilation system

۴-داوبولګولوسستم یاIrrigation

۵- دنبات لپاره په اوبوکي دکود رسولوسستم یا fustigation

6-ددوا د رسیدلویا دواپاشی سستم Hwsitation

7-د نور د تامینولو لپاره د برق سستم

د شنوخونوڅخه دلاندې اهدافولپاره استفاده کیږي:

۱-په مارکیت کې دخرڅلاو لپاره دسبزیجاتوتولید.

دژمي په موسم کي چي محیطي شرایط دنباتاتو دنمو لپاره مساعد نه وِي اوله بل طرفه سبزیجات دویټامین شه منبع ده او د انسان د روزمره فعالیتو لپاره ضروري دي نشوتولیدولای نوبناً مونږ له شنوخونوڅخه استفاده کوو.

2- دتخم دتولید لپاره یا seed production

بعضې سبزیجات چي هغه ته زیاته اړتیا پیدا کیږي کولی شو چي په شنوخونوکې دهغه تخم تولید کړو په کم وخت کې اوپه عالی کیفیت سره اودزراعتي تحقیقاتولپاره دشنوخونو څخه استفاده کولی شو.

3- دسبزیجاتودنهالی دتولید لپاره یا seedling production

لکه څرنګه چه ازاد محیط دنهالي دتولید لپاره مساعدنه وي نومونږکولای شوچي په ښه وخت کې اوپه شه کیفیت سره په شنوخونوکې نهالي تولیدکړو.

4- دزینتي بوټواوګل دتولید لپاره

دشنې خونې په دننه کې دساحې ویش:

1- دشنې خونې په داخل کې پلاستیک ته نیږدې د۱۵۰cm په اندازه ساحه جدا کوو چي په هغه کې لوړقدواله نباتات باید ونه کرل شي.

2-د60سانتی متره په اندازه پشته باید اماده شي چي تعداد د پشتو4 ته رسیږي چه د۸قطاروگنجایش لري.

3- دري پیاده روه چي عرض د هری وه120cm دی دزراعتي فعالیتو لپاره باید پریشودل شي.

4- دشنې خونې په دننه کې دروازي سره نیږدي د۸۰cm په اندازه دابیارۍ دشبکې لپاره ځای پریشودل کیږي.

دشنې خونې ګټې:

۱-به اب کم تولیدزیات محصولات زراعتي,تجربې ښیي چي د شنې خونې څخه بیرون په ازاده ساحه کی د1m3 اوبو په واسطه د3-4کیلوگرامه رومي بانجان تولیدیږي, خو د شنې خونې په داخل کي 75 کیلوگرامه رومی بانجان تولیدولای شو.

2- په کمه ځمکه کې زیات تولید,په شنه خونه کی حاصل 7 مرتبې لوړدی له ازادې ساحې څخه.

3- د با کیفیته زراعتي محصولاتوتولید چي زیات غذایي مواد لري.

4- د زراعتي محصولاتوتولید له امراضو اوحشراتو څخه پاک.

5- د خپل هیواد دخلکو لپاره دکار زمینه پیداکوي.

د جوړښت له مخې دشنو کوټوطبقه بندي

آلف – يوطرفه شنه خونه :-دغه ډول شنې خونې معمولا دديواله څنګ ته جوړيږي پداسې شکل چي شمالي ديوال يې دساختمانې موادو څخه جوړشوي وي اونورټول ديوالونه يې دپوزي اويا له خښتوڅخه جوړيږي ددغه ډول شنې خونې جنوبي ديوال نسبت شمالي ديوال ته ټيټ وي نو په دي لحاظ دشني خونې شيشه ئي چت مايل وي دچت زاويه دځمکي دسطحي سره د٣٠-٥٥ درجې زاويه لري په ټوليزډول دي چت مايلتوب دځاى په جغرافيايي محل

يوطرفه شنه خونه.

پوري تړلي دي شنه خونه دلمردوړانګو څخه هغه وخت په زياته اندازه استفاده کوي چې لمر په عمودي ډول دشني کوټي په سطحي باندي ولګيږي نوپه دي اساس سپارښتنه کيږي چي دشني کوټي په جوړولو کي لا زم مايلتوب په نظرکي ونيسو دشني کوټي دروازه لوديځ او يا ختيځ طرف ته قرار لري.

ب:نيمه دوه طرفه شنه خونه :-په دغه ډول شنه کوټه کي چت دواړو طرفونوته ميلان لري شمالي ديوال يي نسبت جنوبي ديوال ته لوړ وي نو په همدي اساس دچت دوه مايل طرفونه داندازه له مخي غيري مساوي وي دغه ډول شنه کوټه نسبت يو طرفه شني کو ټي ته زيا ت لمر لري.

پ:.دوه طرفه شنه خونه :- ددغه ډول شني کوټي اوږدوالي شمالي او جنوبي طرف ته پروت وي ددغه ډول شني کوټي

نوربيا..

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *