انجينر خالقدا د جلال/ دريمه برخه

بدلون اوونيزه\لومړی کال\(۴۱) ګڼه\ چارشنبه\سرطان\ ۱۰\ ۱۳۹۴

نيمه دوه طرفه اودوه طرفه شني خوني

دواړه جا نبي ديوالونه يو له بل سره مساوي وي د شني کوټي دچت دواړه طرفونه مايل او يو شان اندازه لري په عمومي توګه په لوړه نقطه کي دچت لوړوالي د   2/5-3/5 m او عرض يي د3-6m مترو پوري وي

دحرارت يا تودوخې له مخې د شنو خونو طبقه بندي

الف : توده شنه خونه :- دغه ډول شنه خونه دګرمسيرو نباتاتو دساتلو او روزلو لپاره استعماليږي د تودوخې درجه يې د18 – 25   سانتيګيراد او درطوبت اندازه يي دنباتاتو دخړوبولوسره تړاو لري.

ب :د ډيرونې لپاره توده او مرطوبه شنه خونه:- دغه ډول شنه خونه دګرمسيرو نبا تاتو دډيرولو دونو دنوعو اودرخچو دپيوند او په ژمي کې کله هم دقلمو دريښودتشکيلولولپاره ځينې ګټه اخيستل کيږي.

پ : نيمه توده يا متعدله شنه

خونه:-دغه ډول شنه خونه دهغه ډول نباتاتو د روزلو لپاره لکه بګونيا BEGONIA او ګلوکسينا GLOXINI چې تر يوه حده پورې د ژمي دسړو سره حساس وي يا هغه بوټي چې اوړي يي په ازاده هوا کي تير کړي وي لکه philodendron ترې استفاده کيږي د حرارت درجه يي ċ 15   12 پوري وى.

ج- سړه شنه خونه :-دغه ډول شنه خونه دهغه ډول نباتاتو دروزلو لپاره په کاريږي لکه ستروس, زينتي بوټي, کاغذي ګل, کاکتوس اوغوښين نباتات چي په ژمي کي دازادي هوا څخه لري په ګرمه هواکي ساتل کيږي په دغه ډول شنه خونه کي دحرارت درجه ċ6 -10   سانتي ګراد پوري وي دژمي په يخو شپو کي بايد دضرورت په صورت کي دتودوخي توليدونکو وسايلو څخه بايد ګټه واخستل شي ترڅو دحرارت   درجه (ċ 6)څخه ټيټه نه شي .

په شنه خونه کې د مهمو محيطي عواملوکنترول

د شنې خونې په داخل کي مهم محطي شرايط عبارت دي له :

الف: نور:- د نورشدت .د لګيدلو وخت اودنورکفيت دنباتاتو لپاره اهميت لري دنورلازم شدت په شنه خونه کې دنباتاتو دنوعې سره تړاولري په ژمي کې چي طبعي نورکم وي کولي شو دمصنوعي نورڅخه ګټه واخلو پدي منظور مخصوص لامپونه په کار وړل کيږي په اوړي کي بايد په شنه کوټه کي دنوردشدت څخه مخنيوي وشي ترڅو شني خوني دحرارت درجه ټيټه شي ددغه کارلپاره پوزي اويا دشيشې سطحه ديوشي په واسطه پوښو دنورلګيدلووخت دپه هغه نباتاتوپوري تړلې دي چي په شنه کوټه کي روزل کيږي لکه بنت قونسل ،کيفي گل ،اوږدورځي اوميخک دنورکفيت د نورد امواجوپه ترکيب پوري مربوط دي خصوصا کله چې دمصنوغي نور څخه استفاده کيږي بايددنباتاتو لپاره (Photosynthesis) او(photoperiodism) مناسب وي .

ب : حرارت :- په شنه خونه کې دحرارت د درجې کنټرول زيات مهم دي اودنباتاتو دودي سره مستقيمي اړيکي لري په شنه خونه کي دشپي تودوخي ته زيات اهميت ورکول کيږي دحرارت اندازه دنبات په نوعي پوري تړلي ده دبيلګي په توګه دميمون ميخک لپاره دشپي (ċ ١٠) اوبنت قونسل لپاره (ċ ١٥) وي دشيني کوټي حرارت پهداسي ورځو کي چې وريځ وي بايد (ċ٣) او کله چې

لمروي (ċ٦-٩) دشپې دحرارت څخه زيات وي حرارت Photosynthesis ) د تنفس ،امينواسيدونو اوپروتينو په تشکيل تبخير د نبات په وده د ګلانو په تشکيل اودپاڼوپه رنګ باندي تاثيرلري .

پ : رطوبت :- له هغه ځاي چه دنباتاتوپه ژوندکې اوبه دډيرو مهموعواملودجملې څخه شميرل کيږي دشنې خوني خړوبول دلاس په واسطه دابپاش اويا دهغه وسايلو پواسط چه ترخاورولاندي قرارنيسي امکان لري.

ت : – نسبتي رطوبت :- نسبتي رطوبت بايدپه شنه خونه کې دورځې په اوږدوکې لوړوساتل شي اوپه شپه کې برعکس يعني ټيټ وي دنسبتي رطوبت دزياتوالي لپاره داوبود کولرونواويا(Mist systems ) دبخارشيندونکي څخه استفاده کيږي اودنسبتي رطوبت دکموالي لپاره دبرقي پکواوسوريو خلاص پرښودل اودشني خوني ګرمول اوداسې نورولاروڅخه استفاده کوو.

ث :- تهويه :- دشني خونه تهويه شنو خونو ته اهميت لري دبيلګي په توګه پدي وسيلي سره دتنفس لپاره لازم اکسجن برابريږي اوهم دمضروګازونودتجمع څخه مخنيوي کيږي.

ج :-خاوره :- خاوره دشنې خونې دمهموعواملو څخه ده خاوره دنباتاتوپه ساتلوکې داوبوپه ساتلوکې دغذايي موادوپه درلودولو سره اهميت لري دخاورې پاکوالي دشنې خونې لپاره ضروري شميرل کيږي چې دحرارت ،داوبوبخار دګرمو اوبوکيمياوي موادولکه (،Formaldehyde، Chloropicrin)، Methyl bromide))،په واسطه ترسره کيږي.

نوربيا…

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *