زما وړوکی ورور، هغه چې زما د ژوند هيلې پسې تړلې وې، زما کشری ورور، چې خپل ټول وخت يې يواځې او يواځې خپل درس ته ځانګړی کړی و، د کورنۍ سترګې  وراوښتي، يو کال وروسته به انجنير شي،ناروغې مورکۍ د درملو پیسې به پيدا کړي، د خپلې مېرمنې د سر سيوری به شي، د خپلې وړې ماشومې د راتلونکې هيله به شي.

د  سپين ږيري  پلار د لاس امسا به وګرځي د خپل کلي رڼا به شي، خلکو ته به يې ګته رسېږي، که نور څه نه و، خپل د کورنۍ غړي خو به يې د پوهنې له نعمت څخه برخمن کړي، کله چې د يوې کورنۍ په تياره کوټه کې څراغ روښانه کېږي، لسو کورنيو زړونه ډاډه کېږي، راتلونکې ته يې هيله پيدا کېږي او د روانو غميزو د مبارزې لپاره ځانونه چمتو کوي.

زما محصل ورروکي له نورو محصلينو سره خورا زیات توپير درلود، نوموړی د هغو محصلينو  هم نه خوښېده، چې په افراطیت يې عقيده درلوده، د حکومت په ډوډۍ چاغ شوي ډېری محصلين به د مخالفينو او ترهګرو په ليکو کې و.

محصل د سمستر له اوږدې مسافرۍ وروسته خپل کورته راغی، نوموړي به د خپلې ماشومې لورکۍ د ليدو تمه درلوده، نوموړي به دا هم دا ويلي وي، چې   په کلي کې  تر پوهنتون ښه مطالعه کولی شم، هسې هم حاضرۍ نشته، د ازموينې شپې او ورځې رانژدې دي، چې د کابل ښار په دوړن محيط کې مطالعه کوم، ولې خپل کور ته لاړ نه شم،  مور او پلار به راته د دعا لاسونه لپه کړي، په ازموينه کې به په  ښه نمره بريالی شم او د ژوند تیاره کږلېچونه به ورو، ورو روښانه کېږي،  له لورکۍ او مېرمنې سره به هم يوه شېبه د مينې بنډار وکړم، بیا خدای خبر  کله د ليدو  فرصت تر لاسه کړم.

محصل د همدې هيلو له پنډ سره خپل کور ته راغی، ماشومه لورکۍ په لړزانده قدمونو ورغله،  د مور سا  ورسره راسته شوه، د پلار جان هيلې يې لا تاندې شوې، چې نور مې خواري نشته، اوس  نو انجنير ثمر ته رسېدلی يواځې دولس میاشتې موده پاتې ده، دا هم  ژر تېرېږي.

د ټولو زړونه خوشاله و.

خو دا چې دلته د هيلو په لو پسې هر چا لور را اخيستی، تر تقدير وړاندې فیصلې د الله تعالی ناترسه بنده ګان کوي، دوی   سره د  ژوند او مرګ ټولې پرېکړې تړلې دي.

ماښام ناوخته د اسمان څکالو په څېر   انساني ځناورو محصل له ځان سره يووړ، د ناروغې مور بغارو، د مېرمنې سلګواو د  ماشومې  لورکۍ چيغو  د هيچا زړونه نرم  نه کړل، د انساني ځناورو زړونه خو  هسې هم  له کاڼو جوړ دي، خو د کليوالو په زړونو يې هم اغېز  ونه کړ.

انسانيت مرور و، انساني کرامت کډه وکړه، ترهګرو د محصل لاسونه په ځنځير وتړل او له ځان سره يې روان کړ، کليوال هم خپلو منځونو سره وبګنېدل او د پښتو دا متل يې د خپل قناعت وړ وباله، چې باد نه وي، بوټی نه ښوري، محصل کې به ارو، مرو ګنا موجوده وي، که نه خو دومره ځوانان نور هم په دې کلي کې استوګن دي، هغوی ولې  نه وړي.

څو ورځې وروسته په چک ولسوالي کې د يوه محصل پانسۍ کېدو انځورونه مې پر فيسبوک پاڼه وليدل، حواسو مې کار پرېښود، خو د محصل د اعدام نندارې ته په لسګونو ځوانان او سپین ږيري ورغلي و، په ټولو کې همدومره څوک نه و، چې محصل يې د  ترهګرو له منګولو يې ژغورلی وای، صحرايي محکمې په اسلام کې نشته، دلته  عدالت، مرګ، ژوند ټول په طالب ترهګرو پورې تړلی دی.

انجنير مې خپل ورور فرض کړ، د معصوميت څېره مې سترګو ته نېغه درېدله، دا مې انګېرله، چې زه وراره شوم، زه بدمرغه شوم، زما ورور يې پانسۍ کړ، زما ورېندار سرتوره شوه، زما ناروغه مور بوره شوه، زما د پلار د هيلو غر ونړېد، د انجنير د راتلونکې هيلې د سراب په څېردروغ شوې.

ستونی مې له ژړا ډک شو، خبرې مې سلګو ونيولې، لاس مې د موبایل په سکرين فلج شول، انسانيت نه مې ګيله وشوه، ډله خلکو د يوه غريب او بېوسه محصل  د اعدام صحنه وليده.

هغه چانه مې کرکه وشوه، چې د محصل غاړې ته يې رشمه وراچوله، دوی له خپلو څېرو کرکه کېده، همدغه وحشي جلاد  به هم  د يوې خور ورو راو يوې مور زوی وي، دا به هم پلار لري، کورنۍ او مېرمن به لري، د خپل وحشت کيسې به خپل کور کې کوي او خپل کوچنيان به د وحشت لارې ته دعوت کوي، هو دوی خو همدا اسلام بولي، چې د يوې مور د راتلونکې  هيله يې ورژوله، د يوې خور   هيله يې شنډه کړه، د وړې ماشومې د ژوند هيلې يې نيمګړې کړې، د بوډا پلار د هيلو امسا يې ماته کړه، دوی ته به جنت واجب شوی وي، د خپل وحشت په بدل کې به د لوی څښتن له بارګا څخه د حورو او جنتونو هيلې لري، خو دوی د خپلې ناپوهۍ له کبله خپلې پښې په خپل تبر وهي، که يې نن د يوه کور خونه تياره کړه، يوه ورېنداريې  سرتوره شوه، يوه مور وژړېده، خو سبا به د دوی  انجام د همدې غريب او بېوسه محصل په څېر وي.

لویه ربه! تر څو چې موږ د پوهې او علم په  وسله سمبال شوي نه يوو، تر هغو به د خپلو وروڼو د مرګ صحنې په چکچکو بدرګه کوو، د مکار او چټل ترهګر ټولې خبرې به راته اسلام او دين ښکاري، تر کومه چې موږ ددغه سترې  ګنا څخه ده توبه ويستلې نه وي زموږ وروڼه او خوېندې د علم او پوهې په وسلو سمبالې نه شي،  تر هغو به ددغه بدمرغیو او حشتونو قرباني يوو، محصله روح دې ښاده او ستا قاتلين دې په همدې نړۍ شرمنده او نامراده شي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *