د افغان سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد، د هند له بهرنیو چارو وزیر جي شنکر سره ټیلفوني خبرې کړې دي.
دواړو لوریو د افغانستان پر روان وضعیت، سولې او په دې برخه کې په لاسته راوړنو خبرې کړې دي.
د هند د بهرنیو چارو وزیر ویلي، چې هېواد یې د افغانانو په مشرۍ او مالکیت د سولې له خبرو ملاتړ کوي او په دې برخه کې خپلو همکاریو ته دوام ورکوي.
شنکر په خپلو خبرو کې وویل، له افغانستان سره تاریخي اړیکې لري او دغه اړیکې په سوله او ثبات کې لا ښې پالل کېدلی او پراخېدلی شي.
خلیلزاد هم د خبرو په جریان کې له افغانستان سره په بېلابېلو برخو کې د هند همکاري او ملاتړ وستایه او مننه یې ترې کړې ده.