ژباړن: حیات الله ژوند
مرګ چې هر کله راورسېږي، نېکمرغه او بختور دی؛ خو هغه چا ته يې تقدس چې د خپل ارمان – حقیقت – لپاره مرګ ته غاړه ږدي، دوه چنده دی. مرګ بلا مه ګڼئ، مرګ د انسان رښتينی ملګری دی. مرګ مو له درد او رنځ نه ژغوري، هغه مو لاسنیونه کوي او زموږ د خپل ځان پر وړاندې له موږ سره مرسته کوي. تل نوې هيلې رابښي. مرګ د خوب په څېر خوږ او زړه راښکونکی رغنوال دی. دا یو دود دی، چې کله مو یو ملګری ومري، په چيغو چيغو ژاړو؛ خو هغه مهال چې مرګ د شهادت په جامه کې راشي، دا دود بیا نه څرګندېږي.
د شهادت خوب مه وينئ
د هر زړور انسان چې مرګ راورسېږي، په پرانيسته غېږه يې مني او د ملګري په شان ورته ښه راغلاست وايي. خو هېڅوک دې له داسې مرګ سره د مخامخ کېدلو خوب نه ويني؛ موږ باید په زړه کې دا تېره نه کړو، چې یو بل انسان دې ناسمه لاره غوره کړي او د خدای او د هغه د مخلوق پر ضد دې راپورته شي، چې موږ ته د شهادت لار پرانيزي. د یو بل انسان د ورکلارۍ هيله لرل، د انسان تېروتنه ده. راځئ! موږ ټول د شهادت د هرکلي زړور توب په ځان کې وروزو؛ خو هېڅکله يې خوب ونه وينو.