تاند، یکشنبه، د سنبلې ۱۰مه: د پاکستان د پارلمان د اپوزیسیون مشر او د پخواني لومړي وزیر نواز شریف ورور شهباز شریف یو وار بیا ویلي چې که کشمیر په اور کې سوځي نو کابل هم باید وسوځېږي.

شهباز شریف  ویلي، دا امکان نه لري چې کشمیر کې یې خلک، ماشومان او ښځې پور کې وسوځي مګر پاکستان په افغانستان کې د سولې ضمانت وکړي.

پاکستانۍ دنیا ورځپاڼې په دې تړاو د پارلمان له نننۍ غونډې څخه راپور کې د شهباز شریف له قوله را اخیستي چې دا به انصاف نه وي چې پاکستاني سرتېري او کشمیریان د کشمیر د خپلواکۍ لپاره وینه تویوي او افغانان د سولې د خوښۍ جشنونه وکړي.

شهباز شریف پوښتنه کړې ده چې د افغانستان سوله پاکستان ته څه ګټه لري: ((زموږ خلکو چې د افغانستان لپاره څلویښت کاله قربانۍ ورکړې دي، په داسې حالت کې پاکستان لپاره د افغانستان سوله څه ګټه او نتیجه لري؟))

نوموړي ویلي، که امریکا په افغانستان کې جګړه درول غواړي او له کشمیرڅخه د هند لاس نه لنډوي نو دا به امکان ونه لري.

 شهباز شریف دا لومړی ځل نه دی د افغان سولې په تړاو داسې توندې څرګندونې کوي، بلکې تر دې وړاندې یې هم عمران خان تورن کړی و چې پخوانیو حکومتونو د کشمیر مسئله له افغان سولې سره تړلې پرې ایښې وه مګر عمران خان اوس کشمیر هند ته سپارلی او افغانستان یې امریکا ته سپارلی دی.

نوموړي ویلي وو، پاکستان به اوس اړ وي چې په افغانستان کې د هند تر نفوذ لاندې خپل سیاستونه مخته یوسي.

دا په داسې حال کې ده چې په دې وروستیو کې د کشمیر پر سر د پاکستان او هند تر منځ اړیکې خورا ترینګلې شوې دي او نږدې هره ورځ هندي او پاکستاني پوځیان پر پولو یو تر بله نښتې کوي.

هند تر خپلې ولکې لاندې کشمیر څخه نیمه خودمختاري اخیستې او دا سیمه یې تر خپلې ولکې لاندې راوستې ده.

6 thoughts on “شهباز شریف یو وار بیا ټینګار کړی، چې کشمیر لپاره باید کابل په اور وسوځي”
  1. شهباز شریفه بچیه واي ژرنده که دپلار ده هم په وار ده ځان دي ټینګ کړو چه نن دي وار دی دا جګړه خو یوازي د افغان بچو هم په ټیکه نده اخستي خبیسه ستا بچي به يي هم خوند وګوري الحمد لله

  2. طللب ګل دلاله! مبارک دی شه دا بې شرمي. کابل یانو کې يو متل دی چې وايي ،،که سیال وی پو به شي،، که لږ څه افغاني غیرت تاسو دلالانو کې پاتې وي د شهباز د مور په کوس تو کړئ او سوله وکړئ.تر دې نور دا ولس مه وژنئ ، بس ده ډيره دلالی مو وکړه

  3. کومه دی یو نر مجاهد چه ورته ووایې دا ځل ستا وار دی یو ځل خو مو ستا په اشاره وران کړئ خو دا ځل ستا د نا اسلام اباد نوبت دی. زه خو دي په کابلیانو شرمینده شرمینده کړم نه مخ لرم نه عزت نه ابرو. دجنت دروازه مو د لاهور څخه وزي.

  4. ښاغلی شهباز خانه!
    راسه بله معامله وکو
    ته خپلی ټولی توری مُهری یعنی طالبان د پاکستانی کشمیر سیمی ته در وغواړه او درنه وسله پلاس ورکه څو د هند کشمیر آزاد کی
    هم به موږ او تاسی یو د بل د شرّ څخه خلاص سو او هم به موږ او طالب یو د بل د شرّ څخه خلاص سو
    هم به د کشمیر وولسونه د هنډواڼو د شرّه خلاص سی
    په ضمن کی به زموږ او ستاسی او همدارنګه زموږ او هند د مناسباتو انډول ته هم زیان نه رسیږی
    امّا که تاسی اوس د اور سکروټی د کشمیر د کشالی د حل په موخه او پلمه زموږ لمنی ته را وغورځوی نو به نه تاسی په آرامه یاست او نه به موږ او نه به د کشمیر ستونزه حل سی او څلور واړه( تاسی، هندیان، طالب او موږ ) به سخت زیانونه ووینو
    اشرف غنی او عبدالله او دوستم او عطا خان زما ټینګ انډیوالان!!! دی که تاسی زما وړاندی سوی نسخه عملی کی نو زه به د هغوی څخه وغواړم چی په ملی او بین المللی ډګر کی ستاسی او هند په کشاله کی مطلقه بیرفی ځانته اختیار کی که څنګه د ګُره زویه دا د غله په شکل

  5. شهباز شریف دی له سپی غوریږی خو پدی خاوره کی به یوه ورځ د احمد شاه باب په شان یو ځوی پیدا کیږی بیا به پنجاب د سنی په تار تړی یاد یی ساته د هندو بچیه څومره حرام نمکه یی چی همدی کشمیر په جنګ کی څومره افغانانو تاسو سره مرسته وکړه خو خیر ملامت نه یاست د انګریز زاده یاست کله چی تاسی اسلامی نظام جوړ کړ بیا پدی پوه شی چی بیا اصلاح شوی

  6. چاه کن در چاه است،د شهباز دا احمقانه څرګندونی ښیی چی د پنجاب حکام څومره اخبث الناس او له مرداریو ډک دی ؟
    دا د پنجاب ردیف اول حاکم او دایی نیت او مفکوره او نه تنها عادی مسلمان بلکی د میا امتیاز یی هم غصب کړی خو څومره سړی دی؟ راځی چی لږ یی وتلو،
    دا جناب د نواز ورور او د پنجاب لومړی کس او کورنی ده چی د افغان شهداوو په وینو مست او پړسیدلی ،دوی لکه زموږ کورنی لیوان له جنګ تغذیه او چاق شوی ، همدا یی بزنس دی چی نژدی ۵۰ کاله دوی تری ګټه وړی،تقریبا نیمه پیړی.
    آیا یو مسلمان حاکم ګاوڼډی د خپل ګاوڼډی مسلمان سره همدا ډول اخلاق او فیصله کوی که د هندو چلند ورباندی غالب او انسانیت یی قوی دی؟
    دشهباز کورنی چی د افغان اردو د ویجاړولو افتخار هم لری اوس غواړی چی د خپل عمل ، عواقب او ردالعمل مسؤلیت هم په منتهای دیده درآیی او ارذلیت سره په هغه چا واچوی چی ضیاء الحق د هغوی جهاد دفاع د پاکستان بللو خو دا نمک حرام شاګردان یی چی نن زموږ دجهاد لوی غله او خائنین بلل کیږی بیاهم خپل د فساد مسئولیت په کشمیر کی زموږ پر غاړه اچوی ،حال دا چی دا د پنجاب د حکامو د شر اچوونکو عملونو ،عکس العمل دی
    هغه امید او تصور چی پاکستان د اتمی کیدو سره به ،امت قوی شی ،کاملا خلاف یی راووت نو هغه متل صادق شو چی خدای(ج) دی بپنجابی خری ته ښکر نه ورکوی ورنه همداسی به شر صادروی او د ګاونډیو او حتی خپل ملت سره به هم خیانت کوی
    اللهم خرب بنیانهم و قرب آجالهم و خذهم باخذ عزیز مقتدر آمین یا عزیز ذوانتقام

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *