هدف ته د رسېدو لپاره لومړی شرط دا دی چې سړی موخه ولري. شهرت ته هغوی رسېږي چې شهرت ته رسېدل یې موخه وي. که له شهرت سره مینه لرئ، همدا اوس شهرت خپله موخه وټاکئ. پرته له دې دا کار ناشونی بوله.
کله چې د شهرت په اړه غږېږو، موخه مو باید له هرې لارې دې موخې ته رسېدل نه وي. بلکې، یواځې په هغه لاره تګ پکار دی چې پښېماني نه لري. هغه د جومات د دغه کیسه تکرارول نه ښایي.
بله مهمه خبره دا ده، چې شهرت ته رسېدل سخت کار غواړي؛ نو که په ځان کې د سخت کار توانایي نه وینئ، بیا نو شهرت د تاسې لپاره ښه ټاکنه نه ده. دغه راز، سخت کار خامخا د شهرت ضمانت هم نه دی. که مو بخت درسره یاري نه کوله هم تر شهرته رسېدل ناشوني بوله.
دغه راز، فکر مو وي چې هر څوک نه مشهورېږي. ډېری هغه کسان چې مشهور دي، له نورو ځانګړي دي. هغوی هغه لاره ازمایلې چې نور پرې نه و تللي. نو که شهرت مو موخه وي، له نورو باید ځانګړي واوسئ. د کومو ستونزو سره چې مخ کېږئ، د خلکو په کیسه کې مه کېږئ چې ورته ستونزې په کوم ډول حلوي. د یوه بې ساري حل په لټه کې شئ. په ملي شورا کې څو سوه د اولس استازي لرو. د هغوی له مینځه رمضان بشردوست ځانګړی نوم لري؛ ځکه چې هغه له نورو ځانګړی فکر کوي.
شهرت ته د رسېدو لپاره بل مهم ټکی دا دی چې د ځان لپاره د شهرت برید وټاکۍ. تاسې څومره شهرت غواړئ؟ د بېلګې په توګه، په پوهنتون کې شهرت، په کلي کې شهرت، په ښار کې، په ولایت کې، په هېواد کې او که په ټوله نړۍ کې. دغه هر ډول شهرت ځانګړي څه کول غواړي.
شهرت ته د رسېدو لپاره د هغه ډلې ټاکل هم اړین دي چې تاسې یې تر مینځ شهرت غواړئ. که د هرې ډلې تر مینځ شهرت ناشونی نه دی، خورا سخت خامخا دی. مشهوري څېرې یواځې د ځانګړو ډلو تر مینځ شهرت لري.
دا هم مه هېروئ چې د شهرت هغه لوړ پوړ ته رسېدل په یوه ګام نه کېږي. په یاد ولرئ چې تاسې له هغه لومړۍ پوړۍ شروع کوئ او په تدریج سره مخ ته ځئ. دا هیله مه لرئ چې تاسې به په یوه ګام او په خورا لنډه موده کې د شهرت لوړو ته رسېږئ. که د مشهورو څېرو ژوند ولولئ، دا حقیقت به مو خامخا زړه ته ولوېږي.
د شهرت ته رسېدو لپاره یوه لاره دا ده چې د خلکو مرسته وکړئ. د خلکو سره مرستې ته هر څوک نه وردانګي. که څوک له چا سره مرسته کوي هم تر یوه بریده. که تاسې له اړمنو سره بې سارې مرسته وکړئ، دا کار به مو خامخا په خپله سیمه کې د شهرت سبب شي. د بېلګې په توګه، د خپلې سیمې د بې وسو لپاره وړیا د زده کړو زمینه برابره کړئ. خلکو ته کوچنی کاروبار جوړ کړئ. د مظلوم تر څنګ ودرېږئ او …
په نوره نړۍ کې ځینې خلک د شهرت لپاره نړیوال ریکارډونه ماتوي. دا هم یوه لاره کېدی شي. که په ځان کې د کوم ریکارډ د ماتولو توانایي ګورئ، بسم الله کړئ.
شهرت ته د رسېدو لپاره عامه لاره دا ده چې په یوه ځانګړې برخه کې مهارت پیدا کړئ. وګورئ چې په کومه برخه کې مخکې تلی شئ: ورزش، تمثیل، لیکوالي، سیاست او که …؟ په دې برخو کې په یواځې سر په مخکې تګ اتکا مه کوئ. مطالعه وکړئ، انلاین یې زده کړئ او یا هم له یوه بل ماهر سره کېنئ. که تاسې هره برخه ټاکئ، په دغه برخه کې تمرین اړین دی. پرلپسې سخت تمرین به مو موخې ته ورسوي. مشهوره ده چې په یوه برخه کې د تمرین لپاره (۱۰،۰۰۰) ساعته بېل کړئ. که تاسې په هر څومره وخت کې شهرت غواړئ، دغه اندازه وخت پرې ووېشئ. وګورئ چې یوه کال، یوې میاشتې، اونۍ او ورځې ته څو ساعته تمرین راوځي.
نن سبا ټولنیزې رسنۍ د خلکو په شهرت کې مهم رول لوبوي. شهرت ته د رسېدو لپاره له دې ګټه اخیستل له پامه مه غورځوئ. پرته له دې چې فکر وکړئ څوک به یې خوښ نه کړي، له خپلو لاسته راوړنو عکسونه واخلئ، ویډیو ترې وکړئ او له دې لارې یې له نورو سره شریکې کړئ. یوه ډله به مو خامخا هڅې وستایي او ملاتړ به مو وکړي.
که تاسې د شهرت لپاره هره لاره ټاکئ، په یاد مو وي چې ګام په ګام به له ننګونو سره مخ کېږئ. د تاسې وړتیا به مو لومړی د کورنۍ غړي او ملګري ننګوي، خو د چا په خبرو غوږ مه ګروئ، له ماتې وېره له خپل زړه وباسئ او مخې ته لاړ شئ. د شهسوار په نامه یو پښتو سندرغاړی دی. زما په دې نه خوښېږي چې مزخرف شعرونه وایي، خو هغه د شهرت نا-اشنا کیسه لري. هغه ووېل چې ما به د ملګرو په مینځ کې سندرې ویلې او هغوی به راپورې ملنډې وهلې. هغه وایي چې کله هغه خپله لومړۍ سندره ثبت کړې وه هم د کورنۍ غړو یې په خوله باور نه کوه.