ژباړن: ساحل منګل- د شهزادګۍ ډيانا د مړينې ۱۶ کاله تيريږي هغه د شهزاده چارلس ميرمن چې په ۱۹۹۷ کال کې په فرانسه کې په يوه ترافيکې پيښه کې یې خپل ژوند له لاسه ورکړ.
دهغې د شخصي ژوند په اړه رسنيو ډير څه خپاره کړي چې د دې هيواد د خلکو لپاره د پام وړ او په زړه پورې و.
خو په دې وروستيو کې د(ونتی فاير) په نامه يوې مجلې په خپل لومړي مخ د هغې او د يوه پاکستاني جراح ډاکتر،چې حسنات خان نوميږي، د دوی عکسونه چاپ کړي دي.
د دې مجلې د راپور له مخې د(جیمینا خان) په نامه يوې ميرمن، چې د ډيانا له نږدې دوستانو څخه وه، او د حسنات خان په نږدې دوستانو کې یې واده کړی، ويلي چې ډيانا په ياد پاکستاني ډاکتر زړه بايللی وو او دې ته یې تياري نيوله چې په هر قيمت له هغه سره واده وکړي او پاکستان ته ورسره لاړه شي.
د دې ميرمنې د مالوماتو له مخې اغلې ډينا په دې هڅه کې وه چې د ډاکتر حسنات خان له کورنۍ او په ځانګړې توګه د هغې له مور سره اړيکې ټينګې کړي څو د دوی ترمنځ د واده زمينه برابره کړي خو مور یې نه غوښتل چې دا ډول نږور ولري.
د جيميناخان په خبره د دې لپاره چې ډيانا حسنات ته د خپلې مينې زور ورښکاره کړې ځان یې د مصر د مشهور ملياردر زوی محمد الفايد ته نږدې کړی و.
د رپوټ له مخې پاکستانې ډاکتر نه غوښتل چې له ډيانا سره واده وکړي او بل دا چې له دې اړيکو څخه نور خلک خبر نشي. پاکستاني ډاکتر د هغې له خاوند شهزاده ویلیم سره خپلې اړيکې ټينګې او لاپراخې کړې.
په داسې حال کې چې ډيانا ويلي و چې هغه داسي شخص نه دی چې د هغې له شهرت څخه څوک غلته ګټه پورته کړي.
These are all rumors and in case its true, she is no more in this world then why all this appears.
پاکستانیان هر چیرې خپل حرامیتوب ښيي. یو څو روپۍ یې چې دغه رذیل پاکستاني ته ورکړې وای پخپله یې هم واده ورسره کاوه او خور یې هم د هغې ورور ته ورکوله ځکه چې پاکستانیان د پیسو له پاه هر هر هر هر هر څه کوي.
هی هی دی پاکستانیانو د پیسو لپاره امریکایانو ته اجازه ورکړه چی فبایلی پښتانه وژنی ایا دوی نه شی کولای د امریکا بی پیلوته الوتکی راوغورزوی خو نه یی کوی او د پیسو لپاره افغان ملت د امریکا په خوله کی ورکړی دی