د معجزې وخت هم نه دی، چې یو څوک ووایي، ولا شهزاد خو پرون د هانګ کانګ په وړاندې بیخي معجزه وکړه. یا د ځینو افغان کمینټري ورکوونکو لخوا چې ویل کیدل: شهزاد خو نن د تمې خلاف لوبه وکړه او یا دې ته ورته نورې ناسنجولې خبرې….
زه وایم چې کله هم انسان لږ تر لږه یو ځل خپل استعداد او توان د ابتکار په توګه ښکاره کړي او په حیرانوونکي انداز د خلکو پام ځانته ور واړوي، نو دا د دې معنا نه لري چې ګواکې هغه کومه معجزه وښودله یا یې هم په غیر شعوري ډول کوم کمال وښود. په هغه کې له پیله د دغه ابتکار تومنه موجوده وي، د هغه په فطرت کې دغه استعداد او توان وي، چې یو حیرانوونکی او ویاړمن عمل تر سره کوي.
نو شهزاده! که ته په خپل دغه استعداد نه یې خبر، زه به یې درته ووایم، چې پرون دې نه کوم کمال کړی او نه دې هم کومه معجزه موږ ته ښوولې ده، تا هغه څه وکړل چې په تا کې شته او له دې وروسته به هم له دغه پیاوړي استعداد څخه د خپل ګران هیواد لپاره ترې ګټه پورته کوې. پر تا باندې ویاړم!!
ته اوس یوازې شهزاد نه یې! بلکې هغه افغان اتل یې، چې ستا او د نورو اتلانو له هر ګام سره د افغانستان برخلیک بدلیدلی شي، هم یې د بریا پر لوري بوولی شئ او هم یې خدای مکړه د ماتې پر لوري.
سره له دې چې دا ځل مو د توپ اچونې په برخه کې، ډګر ساتنه کافي کمزورې وه او سیال هیواد هانګ کانګ ته مو دا چانس ورکړ، چې یو غټ هدف درته وټاکي، خو ماشاالله په توپ وهنه کې مو دا ثابته کړه چې لوړو هدفونو ته هم رسیدلی شئ. دنیا والو پرون بیا دا ومنله چې افغانان پیاوړي دي.
خو دوستان باید دا راسره ومني، چې زه د خپلې لوبډلې د بریا لپاره دومره خوشحاله نه یم، لکه د دوی دقت او جرات ته، چې پرون یې د توپ وهنې په برخه کې وښود. بې ساري لوبه یې وکړه او که خدای مکړه بایللې یې هم وای، نو دومره به راته دردوونکې نه وه، لکه د بنګلادیش په وړاندې تېره لوبه، چې په ډېر لوی توپیر یې ماتې وخوړله او یا هم له هغې نه مخکې په اسیايي جام لوبو کې.
یو ځل بیا د خپلې تېرې مقالې په تاييد دا وایم، چې بې غوري ناکامي ده، خو پر عکس یې دقت او پر ځان باور له کامیابۍ پرته بل څه نه در په برخه کوي. سیال له خپل ځانه ټیټ ګڼل، ستاسو روحیه پیاوړې کوي، تاسو ډاډه ساتي او د لوبې لوری ستاسو په واک کې پریږدي.
بیا هم ستاسو بریاوو ته لپې لپې دعاګانې!
چې افغانستان مو په دغه نړیوال بهیر کې ورګډ کړی او یو ویاړمن نوم مو ور په برخه کړی، بلا مو هغو ټولو ته ور واوړه، چې په هومره واک او ځواک سره سره یې بیا هم خپل هیواد ته له زیان ور اړولو پرته نور هیڅ نه دي ورکړي. درباندې ویاړوو، تل بریالي اوسئ!!
د ټول افغان ویاړ —- زموږ ګران ورور شهزاد. الله مو هر کله بریالی لره سره د هر هغه افغان چې د افغانستان د ویاړ لپاره کار کوي.
زه خو یی هیڅ لیاقت نه بولم ، هغه د هانکانګ واله ، خوارانو خو کیچ نیول هم نه وه زده دهغه نه خو ماشومانو هم ګټلی شوه ، ددوی نرتوب به هلته معلوم وای چی دبنګله دیش نه یی په هغه ورځ ګټلی وای ، دعه نورو ټیمونو ته خو یی ملا ماته وی په دغه کمزورو ، خوارانو باندی زده کوی
اوس هغه وخت رارسیدلی چی شهزاد له ټیمه وویستل شی، ځکه دا هغه څوک دی چی په افغان لوبډله کی ماتی راګډوی. که اوپننګ سم ونه شی نو ټول ټیم تر فشار لاندی رازی. مونږ د جاوید احمدي په نامه پیاوړی اوپننګ بیټسمین لرو او د افسر ځاځي په نامه پیاوړی ویکټ کیپر. زما په شخصی اند چی دا ټیم د چا شخصی میراث ندی، هغه زاړه لوبغاړی چی لوبه نشی کولای باید له ټیمه وویستل شی لکه :- شهزاد، کریم صادق، نوروز منګل، نجیب ځدراڼ او ځینی نور