تاند- د افغانستان تکړه بټسمن احمد شهزاد په روان نړیوال شل اووریز جام کې د منډو د شمېر له پلوه دوهم مقام لري.
تر احمد شهزاد د بنګله دېش تمیم اقبال وړاندې دی خو که شهزاد له ویست انډیز سره د یکشنبې په لوبه کې ښه وځلېد، د زیاتو منډو له پلوه به په روان تورنمنټ کې لومړي مقام ته نور ورنژدې شي.
اقبال په ۶ مسابقو کې ۱۹۸ منډې کړي دي.
په لومړیو درو مسابقو کې شهزاد لومړی مقام درلود. ده په لومړیو درو سیالیو کې ۱۴۲ منډې کړې وې.
شهزاد په یوه سیالۍ کې پنځوس پوره کړي، ۱۶ څلوریزې او ۶ شپږیزې یې په درو مسابقو کې وهلي دي.
له شهزاده وروسته د منډو د شمېر له پلوه درېم مقام د ویست انډیز د کریس ګېل دی.