سپينې پاڼې ته حيران ناست ؤ. څو ځلې یې مويک راواخيست، په ګوتو کې یې تاو راتاو کړ خو هيڅ یې
هم ذهن ته رانغلل. مويک یې بيرته کيښود . د کوټی
ديوالونو ته یې نظر واچاوه .د لمرختل او لويدل، شپه او
ستورې، پسرلی او خزان، د سمندر غاړه، ګلان او ازغې
شمع او پتنګ…….. ټول یې انڅور کړی ؤؤ.
په انګړ کې یې څه ټپهار تر غوږونو شو، له ځايه پاڅيد
د کوټی د کړکۍ خواته لاړ ، د ونی لاندی يوه مرغۍ په
مات وزر ها خوا دی خوا ټپيده ، مرغی کوښښ کولو په
ونه کې خپلی ځالی ته والوزی خو له هر ځل الوتلو نه به
بيرته را ولويده. په ونه کې له ځالۍ نه د دری، څلورو چونچوڼو شور او چغهار اوريدل کيدو .
فکر یې وکړ چی د خپل ورک انځور ،،سوژه،، یې پيدا
کړه، په بيړه خپل ځای ته راستون شو ، مويک یې راواخيست ، په پاڼه یې د رنګونو ځغلول پيل کړل.
داسی په خپل انځور کې ډوب ؤ چی د وخت په تيريدو
هيڅ خبر نه شو. مويک یې ورو کيښود، په ډيری خوشحالی
یې انځور ته وکتل ، د خپلو ګوتو په هنر یې وياړ وکړ.
يوه مور مرغی چی خپل بچيان یې د خپل مات وزر لاندی
راپټ کړی ؤ.
وی غوښتل يو ځل بيا د خپل انځور سوژه وګوری، د کړ کې
خوا ته لاړ په ډير شوق یې انګړ ته یې وکتل، سوژه ورته
بدله ښکاره شوه، وزر ماتی مرغی نوره نه ټپيده، د ونی
لاندی يوی غڼی توری پيشو خپله ژبه په خوند څټله، په
ځاله کۍ چونچونچوڼو لا هم شور کاوه.
د ملامتی يو سخت درد یې په خپل ټول بدن کې احساس کړ، انځور ته یې وکتل اوس هغه ورته د خود غرضی يو ،،شهکار،، ښکاره شو. بيرته یې مويک راواخيست په سره
رنګ کې یې ښه وسولاوه او يوه غټه چليپا یې په انځور
را کش کړه .