ایشال،
اورې!؟
سترګې پرانیزه، مه ویریږه. دا (تهکال) نه دی. ته له هغه ځایه ډیره لرې تللې یې. دلته دې ټوپک په لاس تره نه شته. وګوره؛ (شغله) دې سر ته ولاړه ده. ستا همزولې. دا بلبله آن د خوست د علیشیرو له کلي را الوتې. ستا په څیر په وینو ککړ بدن او ماتو وزرونو راغلې.
ایشال!
نوره یواځې نه یې. نوره دې زړه تنګي ختمه شوه. دواړه یو بل ته غاړې وځئ. د کوثر په ډنډ کې ولامبئ. د طوبی پر شنه څانګه کینئ او د مینې سندرې ووایئ.
څومره چې مو زړه غواړي هومره شور وکړئ. کټ کټ وخاندئ. لوبې وکړئ. دا د جنتیانو ځای دی. دلته د دوزخي ځناورو تورې منګولې نه در رسیږي.
دلته مو هیڅوک له مرۍ نشي نیولی. هیڅوک مو اواز نه شي خاموشولی.
ایشال!
په هغه ورځ ستا شور، ستا غالمغال او ستا کټ کټ خنداګانو ته ملایکې راغلې وې. پر دیوالونو لکه شنې کوترې ناستې وې او ستا له هرې ادا او شوخۍ یې خوند اخیسته.
های،
یو دم ډز شو. پرښتې والوتې. ستا وینو یې سترګې وبریښولې. د اسمان په خوا روانې وې او ځان سره یې همدا ویل:
(( أَ تَجْعَلُ فيها مَنْ يُفْسِدُ فيها وَ يَسْفِکُ الدِّماءَ…)) *
ایشال!
د سترګو په رپ کې خاموشه شوې. خو ته پوهیږې؛ ستا خاموشۍ یو بل شور جوړ کړ. داسې شور چې دیوالونه یې جړقول. داسې شور چې له چته یې لپه لپه خاوره راتویوله او داسې…
ایشال!
ملګرې ته دې وګوره. شغلې ته وګوره. هغه هم کټ مټ لکه ته. د هغې په کوچني بدن کې هم سرې سکروټې سړې شوې او هغې هم په خپلو وینو شاوخوا ځمکه رنګ کړه.
شغلې!
ملګرې ته دې کیسه وکړه. په خپلې کیسې د هغې غم هېر کړه.
شغلې!
پوهیږې، په هغه ماښام چې په تا ډزې وشوې؛ ما ویل که هغه اسماني ډبره بیرته راوګرځیده او زموږ خاکي سیاره یې په منځ کې دوه ځایه کړه.
کاش،
همداسې شوي وای. موږ د دې سیارۍ په مخ تور داغ یوو. موږ د ژوند حق نه لرو. موږ هغه وحشیان یوو چې شاید ځنګلي ځناور به هم پناه رانکړي.
شغلې!
په هغه شپه:
(( د کلي ملنګانو تر سبا هو،الله هو کړ
د قدر شپه بللې وه ډيوې سره نجلۍ ))
هو، دا نجلۍ همدا ته وې.
شغلې،
(( یو روڼ ستوری را پریوت ، خلکو ولبده له ورایه
همدغلته لویدلې وه ډیوې سره نجلۍ )) **
شغلې!
خو همدا ته وې کنه، لکه روڼ ستوری را ولویدې او د ژوند ډیوه دې له لاسه وغورځیده.
ایشال او شغلې!
په خپلو وینو رنګ شویو کوترو!
خیر دی، د طوبی له څانګې والوځئ. په یوه الوت زما د کټ تر بازو راشئ. کټ کټ وخاندئ. ښه ډیره شوخي وکړئ. راته ووایئ چې تاسو خوشحاله یئ چې له دې وحشي ځنګله الوتي یې. ډاډه مې کړئ، کنه زما خوبونو به ګډوډ وي او له ډير سردرده به هره شپه خپل سر د کټ په بازو وهم.
نعمان دوست،
د ثور ۱۵مه، ۱۳۹۹
–
ایشال: د پیښور د تهکال اوسیدونکې اوه کلنه ماشومه ، چې د روژه ماتې په مهال یې شوخي کوله، شور یې کاوه چې خپل ځناور تره تېره اونۍ په ډزو د تل لپاره خاموشه کړه.
شغله: د خوست د علیشیرو اوسیدونکې او د ایشال همزولې،پرون هغه مهال د یوه وحشي کلیوال له خوا په ډزو شهیده شوه چې د هغه له ماشومانو سره یې جنګ کړی و.
—
* سورة بقره، قرانکریم
** عبدالغور لیوال