میوند د قبر پر سر دواړه لاسونه پر سترګو ایښي وو. پر شناخته تر بسم الله لاندې لیکل شوي وو « فدا محمد یو ویشت کلن سرتیری د ۱۳۹۲ کال د کب په ۱۳ د جمعې په مبارکه ورځ د هیواد په لار کې شهید شو»

د اوبو له غږ سره میوند وکتل چې د یوه هلک زرغونه بدنۍ په لاس کې ده، پر قبر اوبه شیندي.

دا هلک میوند ته رانژدې شو. ده سلګون ورته ونیو. له شا یوې ډلې کوچنیانو رامنډه کړه:

« پلار مې شهید شوی»

« یتیم یم »

میوند روان شو، یوه هلک ورنارې کړې:

« د هغه پلار طالب و تا پیسې ورکړې»

میوند سر ښکته واچواوه او دا هلک چې پیسې یې ورکړې وې څنګ په څنګ ورسره رهي شو. میوند ورته وویل:

  • ولې شاته شاته ګورې
  • پیسې رانه په زور اخلي

میوند پر دې نورو هلکانو  ناره کړه:

  • ځئ

هغوی ودریدل. دې هلک ته یې وویل:

  • پلار دې چیرته مړ شوی؟

هلک په خاور سپیرې بڼورې سترګې له وارخطایي یو خوا بل خوا واړولې:

  • طالب نه و
  • دا هلکان ولي وایي چې طالب و؟

هلک موټ پرانیست سلګون ته یې وکتل، بیرته یې ژر موټ بند کړ او مخامخ یې د هدیرې پورې غاړه د کورونو لور ته منډې کړې.

پای

2 thoughts on “شهید / اجمل پسرلی”
  1. کيسه خواشينوونکې وه، الله دې هيڅوک بې پلاره نه کړې، الله ج د ې د اور په سپر غيو سړې اوبه تويي کړي.
    کيسې ښه مکالمه لره، کيسې دې هر وخت لولم.

  2. ډیره له مطلبه ډکه دخپګان کیسه ده، لوی سبحان دې په پښتنو ورحمیږي، په هر نامه وهل کیږي۰

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *