جمیل وقار –

له نن څخه پوره کال مخکې شهید غني خان غالب له یوه پنډه ارمانونو سره له ملګرو څخه د کاروان لار بېله او د تل لپاره یې یوازې پرېښوده.

د ۱۳۹۳ کال د وږي میاشتي په ۱۳مه نېټه د غزني د خونړۍ پېښه کې د کلیوال ملګري ټولنې بنسټګر او د ځوانانو د سر تاج عبدالغني غالب شهید شو.

کلیوال ملګري ټولنې نن ۱۳۹۴ د وږي د میاشتي په ۱۳مه نېټه د نوموړي د لومړي تلین مراسیم ترسره کړل.

غونډه د غزني ښار د مسلم پوهنتون د غونډو په تالار کې جوړه شوې وه، چې په کې لسګونه تنو قومي مشرانو، ځوانانو، فرهنګیانو، ادبپالو، د پوهنتون استادانو، د مدني ټولنو غړو او د قلم او پوهې مینه والو په کې ګډون کړی و.

د غونډې د نظامت چارې د جمیل وقار په غاړه وې او د پیل خبرو لپاره یې د دې ټولنې رئیس ښاغلي مجید ژړاند ته بلنه ورکړه چې د غونډې ګډونوالو ته ښه راغلاست ووایي او په اړه یې مالومات ورکړي.

مجید ژړاند د خبرو په پيل کې له هغو ټولو ملګرو څخه مننه وکړه چې د غونډې د تنظیم په برخه کې مالي او مادي مرسته کړي.

هغه وویل چې د غږ میاشتنۍ مجلې ۹مه ګڼه یې د شهید غالب فعالیتونو، شخصیت، ژوند، شاعري او لیکوالي ته ځانګړې کړي چې په کې د ګڼو لیکوالانو، د غالب د لارې پلویانو او همفکرانو او د کاروان د ملګرو لیکنې په کې راغلې.

ژړاند د خبرو په دوام کې ژمنه وکړه چې د غالب فکر به ژوندی ساتي، په پلونو به یې پل ږدي، ارمانونه به یې ور پوره کوي او د کلیوال ملګري ټولنې فعالیتونو چې غالب یې بنسټګر دی، لا چټک کوي.

نوموړي د غونډې له ټولو ګډونوالو څخه مننه وکړه چې ورسره یې ګډون کړی او په دې ویر کې ځان ورسره شریک ګڼلی.

وروسته د قرآن کریم د ختم لپاره په غزني کې د وکیل محمد جان کوچي د لېسې ښوونکي قاري شفیع الله ته بلنه ورکړل شوه.

د قرآن کریم له ختم وروسته په غزني کې د سرې میاشتي رئیس او د کلیوال ملګري ټولنې د رهبري شورا غړی سمیع الله صدیق دریز ته وبلل شو.

نوموړي د شهید غني خان غالب په فعالیتونو، شخصیت او دلته د ځوانانو ترمنځ د همغږي په رامنځ ته کولو کې د نوموړي په مهارتونو خبرې وکړې.

ښاغلي صدیق شهید غني خان غالب په ایرو کې له ارزښتناک لعل سره تشبیه کړ. هغه وویل چې غالب په دربدره او له علمي لحاظه په لرې پاته ټولنه کې خورا زیاتې منډې وکړې، ترڅو وکولای شي ځوانان په یوه ټغر را ټول او د روښانه وړاندې تګ ذهنیت ورکړي.

د هغه په خبره غالب تر حد زیاتې اقتصادي او ګڼې نورې شخصي ستونزې درلودې، خو د دې ټولو سربېره یې د علم، پوهې، فرهنګ او ادب لار پرېنښوده، شپه او ورځ یې په ځان یوه کړه، ستړیا ته یې نه وویل او شته ستونزو یې هیڅ مخه ډب نه کړای شوای.

نوموړي د خبرو په پای کې ژمنه وکړه چې د غالب فکر په پالي، لار به یې تعقیبوي، ارمانونو ته به یې عملي بڼه ورکوي او کلیوال ملګري ټولنې فعالیتونه به پراخوي.

په ښاغلي سمیع الله صدیق پسې په غزني ښار کې د شمس العارفین د لېسې آمر مولوي ظهور احمد اسف ته بلنه ورکړل شوه چې دریز ته راشي.

نوموړي په سر کې د کلیوال ملګري ټولنې له غړو او د دې ټولنې له رهبري شورا څخه مننه وکړه چې د غالب فکر یې پاللی او له شهید څخه په میراث کې د ور پاته شوې ټولنې کارونه یې روان ساتلي.

هغه وویل چې غالب جسماً نشته، خو فکراً یې د ځوانانو فکرونو ته بدلون ورکړ، دوی یې د پوهې او پرمختګ لارې ته وهڅول او د ښې راتلونکي لپاره یې ګڼ شمېر کسان وروزل.

نوموړي وویل: ((په اطمینان سره وایم چې کلیوال ملګري ټولنه په یوه اکاډمیک مرکز د بدلېدو په حال کې دي، همدا ځای د ځوانانو د ښې روزنې لپاره بیخې وړ ځای دی او دا هغه څه دي چې شهید غالب یې بنسټ ایښی.))

د مولوي ظهور احمد په خبره شهید غالب داسې مرګ یوړ چې ټول په افتخار کوي او عام او خاص یې دعاګوی دي.

د مولوي ظهور احمد له خبرو وروسته د کلیوال ملګري تولنې له لورې د غالب په ژوند، شخصیت، زده کړو او فعالیتونو جوړه شوې ډایکومینټري لیدلو ته کېښودل شوه.

یاده ډایکومینټري چې دیارلس دقیقې وه په لنډو ټکو کې شهید غالب معرفي شوی و، د نوموړي په اړه د ځینو ملګرو خبرې په کې را اخیستل شوې وې، په شاعري او اثارو یې بحث شوی و.

له ډایکومینټري وروسته د غزني د سرحداتو او قبایلو چارو پخوانی رئیس جنرال وټی خان دریز ته وبلل شو.

نوموړي د غالب مرګ ستره ضایعه وبلله، وې ویل چې تشه به یې هیڅ وخت ډکه نشي، خو تر شا یې داسې څه پرې ايښې چې د ځای د تشې د ټکولو په هڅه کې به یې وي.

نوموړي ځوانانو ته په خطاب کې وویل چې هر یو له ځانه غالب جوړ کړی، د هغه لاره وپالئ، په زده کړو سمبال شئ ترڅو وکولای شئ د غالب په څېر د ټولنې خدمت وکړئ، خلک مو د نن په شان چې غالب په ښو یادوې او مرګ یې نه هېرېدونکي ضایعه بولي یاد کړي او دې دربدره ټولنې ته د ملحم په ډول واوسئ.

ورپسې په غزني کې د ژورنالیستانو د اتحادیې مشر اسدالله جلالزی دریز ته وبلل شو. هغه د غزني غوندې محیط کې د غالب فعالیتونه معجزه وبلله.

نوموړي وویل چې غالب د یوه کال په اوږدو کې دومره څه وکړل چې ده په شل کاله کې لس سلنه هم نه دې کړي.

جلالزي وویل چې غالب د کلیوال ملګري ټولنې په رامنځ ته کولو سره هغه خواره واره پښتانه په یوه ټغر سره را ټول کړل چې پخوا یې هیڅ تصور نه کېده.

نوموړي د غالب په شاعري هم خبرې وکړې. وې ویل چې د غالب په شعر کې د دربدره ټولنې تصویر پروت دی.

نوموړي د کلیوال ملګري ټولنې له رهبري څخه هیله وکړه چې د غالب د شعرونو او نورو اثارو په را ټولولو کې تر وسه کار وکړي.

د اسدالله جلالزي له خبرو وروسته د ګیرو د پوهنې مدیر حیات الله خبرې وکړې. نوموړي وویل چې غالب د بندو مکتبونو د خلاصون په برخه کې زیاته منډه کوله، هغه وویل چې غالب په وطن او پوهې مئین سړی و. د ده په خبره غالب یې په ژوند کې دوه ځلې لیدلی، خو تر اندازې زیات ترې متاثره شوی. نوموړي ژمنه وکړه چې د ګیرو په ولسوالۍ کې به د یو ښوونځی د غالب په نوم نوموي او د شهید د دوو زامنو د زده کړو ټول مصارف ورکوي.

د غونډې بل ویناوال د کلیوال ملګري ټولنې غړی سیف الله لکڼخېل وو، نوموړي هم د غالب په شخصیت او دلته په کړي خدمت خبرې وکړې.

هغه وویل غالب ټولنې او دې وطن ته خدمت کول، خو ځینو نامردو د نوموړي د دې مدني حق او ستر کار مخه نیوله. هغه غالب ستر قهرمان یاد کړ او وې ویل چې له بې شماره شخصي مشکلاتو با وجود د قلم، کتاب، پوهې، فرنګ، ادب او خدمت لار پرې نښوده.

لکڼخېل وویل چې د سر او مال په بیه به د شهید ارمانونه ور پوره کوي.

په لکڼخېل پسې د سولې او ارزښت د شورا په استازولي همایون امیري دریز ته وبلل شو. هغه وویل کاش مې غالب په ژوند پېژندلی وای چې له پوهې څخه مې ګټه اخیستې وای.

د امیري په خبره ځوانان باید په خپلو کې سر همغږي وواسي او په ژوندویني د یوه او بل د خدمتونو قدر وکړي، تشویق یې کړي او لاسنیوی یې وکړي.

نوموړي وویل چې غالب ستر شخصیت و، یاد پالل یې په ټولو ځوانانو او فرهنګیانو حق دی. د هغه په وینا د غالب له پوهې څخه باید ګټه واخلو.

د غونډې په وروستۍ برخه کې قومي مشر بسم الله اندړ دریز ته وبلل شو. هغه د غالب روح ته دعا وکړه او غونډه یې د دعایې په لوستلو سره پای ته ورسوله.

له غونډې وروسته د خیرات مراسیم و چې سلګونه تنو ته په کې ډوډۍ ورکړل شوه.

د دې غونډې لپاره د غږ مجلې نهمه ګڼه هم ځانګړې شوې وه.

د غونډې د نظامت چارې جمیل وقار په مخ وړې او د تخنیکي چارو مسوولیت یې د بهیر احمد مومند په غاړه و.

غونډه چې سهار په لس بجې پیل شوې وه ماسپښين په دوه بجې پای ته ورسېده.

One thought on “شهید غالب د شهادت لومړی تلین غونډه ترسره شوه”
  1. لومړی سلامونه
    بعده سلامه به ووایم دمرحوم غالب صاب په اړه چی غالب صاب دلته په کوټه کښی کله چی دوبی اماراته دمزدوری دپاره نه وه تللی زموږسره په خپلواک ادبی ټولنه کښی برخه
    درلودا
    یاده دی وی چی هغه وخت موږ دټولنی دملګرو یوه تذکره په کتابي بڼه چاپ کړه درڼي چیني په
    نامه سره په هغه کتاب کی دغالب صاب دشعر بیلګی موجد لری پکار ده چی دامواد هم دده دراتلونکی برخه وګرزوی او په هغه زمانه کښی یی خپل تخلص غزنوی انتخاب کړی وه بل داچی دنوموړی یو ناول هم ناچاپه پاته وه که چیری هغه چاپ یی غالب به ترډیره ژوندی وساتی بل دا چی زموږ سره په یاده سوی ټولنه کښی دملګری سره سره یو کال دټولني مرستیال
    هم پاته سوی وه الله ج دي روح ښاده لري امین ثمه امین

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *