تاند- د پخواني شوروي اتحاد وروستنی دولتمشر میخاییل ګورباچوف وايي، د شوروي اتحاد له مشرۍ یې د دې لپاره په خپله خوښه لاس واخیست چې وینې ونه بهېږي او خلک ونه وژل شي خو له دې سره سره تر پایه د شوروي اتحاد د پاتې کېدو لپاره هلې ځلې وکړې.

شوروي اتحاد د ۱۹۹۱ م کال د دسمبر په ۲۸ نېټه دړې وړې شو او ۱۵ خپلواک هیوادونه ورڅخه جوړ شول.

ګورباچوف د شوروي اتحاد د ماتېدو د پنخه ویشتمې کالیزې په درشل کې نن /سې شنبه/ تاس خبری اژانس ته په مرکه کې وویل، د شوروي اتحاد د حکومت په جوړښت کې اصلاحاتو او سمون ته اړتیا وه.

ده د دې پوښتنې په ځواب کې چې کله د شوروي ماتېدل یقینی شول؟ وویل«د ۱۹۹۱ د اګست ناکامې کودتا د شوروي اتحاد د ماتېدو لاره هواره کړه او ورپسې د بیروکراتانو اعتراضونه سبب شول چې زه له دغو سپو (کودتاچیانو) سره اړیکې وشلوم، له دې پرته بل څه نه وینم.»

ده د شوروي اتحاد د وخت د روسیې د ولسمشر او د شوروي اتحاد له پاشل کېدو وروسته د خپلواکې روسیې د لومړني ولسمشر بوریس یلڅین د رول په اړه وویل«د نوموړي روحیه خرابه شوه، نه پوهېده چې کوم مهم رول لري له همدې کبله یې له مرکزي حکومت سره مبارزه پیل کړه.»

ګورباچوف همداراز وویل«یلڅین له حکومت کولو سره ډېره مینه لرله، په دې کې یې حد و اندازه نه پېژندله. په دې خوابدی و چې د شوروي اتحاد د کمونیست ګوند د مرکزي کمېټې یا پولیټ بیرو غړی نه و، له همدې کبله یې اعتراضونه پیل کړل.»

ګورباچوف د خپلو خبرو په دوام کې وویل«دی (یلڅین) د ۱۹۸۷ کال د اکتوبر په یوویشتمه د شوروي د کمونیست ګوند د مرکزي کمېټې په علني غونډه کې غوسه شو او د پروسترویکا (اصلاحاتو) پر ټکني توب یې نیوکه وکړه، ویې ویل زما په محور یو نوی نظام د جوړېدو په حال کې دی.»

ګورباچوف همداراز وویل«یلڅین مې د کمونیست ګوند د مرکزي کمېټې له منشي توبه لېري کړ خو د وزیر په سویه د ګوند د مرکزي کمېټې په رييسه پلاوي کې د ده له پاتې کېدو سره موافقه وکړه، حال دا چې باید دا کار مې نه وای کړی.»

ده د ۱۹۹۱ د دسمبر د اتمې نېټې د موافقې په اړه، چې د شوروي اتحاد د ماتېدو سبب شوه، وویل«په تاکید وایم چې د د هغو کمونستو استازو په شمول، چې اوس د دې موافقې د منفې پایلو په باب خبرې کوي او ما ملامتوي، د روسیې د عالي شورا د استازو اکثریت دې موافقې ته رایه ورکړه.»

په بلاوژسکا پوشچا کې د بیلاروس د د هماغه وخت د ولسمشر په کور کې د اکتوبر د اتمې له موافقې شل ورځې وروسته شوروي اتحاد مات شو او د روسیې او اکراین مشرانو د ګډو ګټو د خپلواکو هیوادونو د ټولنې په جوړولو سلا وکړه.

ګورباچوف وايي، په دې نه پوهېده چې هغوی به سره غونډه کوي او دا ډول پرېکړه به کوي.

ګورباچوف وویل چې (کې جي بي) ده ته د بلاوژسکا پوشچا د غونډې په اړه معلومات نه و ورکړي، یلڅین یوازې دومره ورته ویلي و چې د اوکراین د ولسمشر شوشکویچ په بلنه بلاروس ته ځي.

ګورباچوف په دې اړه چې ولي یې د شوروي اتحاد د پاشل کېدو د مخنیوي لپاره له پوځه کار وانخیست، وویل«که مو دا کار کړی وای کورنۍ جګړه پیلېده او دا ډېره خطرناکه وه.»

دا په داسي حال کې ده چې پوځ پر اعتراض کوونکو له ډزو انکار وکړ او د توپونو او توپکو خولې یې له هغوی په بله واړولې.

ګورباچوف وايي، ده غوښتل چې زورواکي پای ته ورسیېږي او ولسواکي رامنځته شي.

ګورباچوف د شوروي اتحاد بېرته جوړېدا ناممکنه وبلله، خو ویې ویل چې د پخواني شوروي اتحاد له غړیو هیوادونو سره د هغوی په خوښه اتحاد رامنځته کېدای شي.

د افغانستان جنګ او د شوروي اتحاد د نظام ورستېدا د دغه ستر سوسیالیستي هیواد له پاشل سره مرسته وکړه.

د شوروي اتحاد د ماتېدو په نتیجه کې د دغه هیواد اقمارو خپلواکي ترلاسه کړه او کمونیزم پای ته ورسېد.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *