پخوا به په کليو کې دا خبره ډيره کيدله چې کله به يو هندو مسلمان شو (هندوانو ته په ټول درناوي) نو هغه به د ډيرو افراطي مسلمانانو نه هم ډير افراطي وو ۔ په هر څه به يې  دکفر ټاپه لگوله  ۔ که غوایي به ښه قولبه نه کوله   نو هغه هم کافر وو ۔ که خره به بار نه ووړ ۔ هغه به هم ملحد اوبې دينه وو۔ لنډه دا چې  دهغه ټول معيارونه او فرقونه په کفر اواسلام کې وو ۔

شيخ چې کله د جهاد له کلونو وروسته هيواد ته راغې ان هغه د جابر انصار د وخت جومات ديوال ته ودريد يوه سترگه يې ښکاره اوبله يې پټه کړه ویې ویل دا جومات  خراب جوړ شوى دى ، بايد ونړول شي اوله سره يې محراب دقبلي په لور جوړ شي ۔ يوازې دومره پاتي وو چې ووايي چې دا جومات ځکه بايد ويجاړ شي  چې دلته خروشچف اوگاگارين لمونځ کړى دى ۔  ابله ورځ شيخ قمر الدين صيب بيا لکه پغماني کولنگي چرگ دستيج له پاسه وغريد  اودډيرو شهيدانو ياد يې تازه کړ ۔ دايي هم وويل چې ددغو شهيدانو ياد به تل ساتو ۔ دغونډي گډونوالو ته مې دتلويزيون دپردې شاته کتل چې  دټولو سترگې بټې بټې را وتلي وي  ، اودتلويزيون نه بهر مې دا مجاهيد ملت تصور کړ چې دټولو خولي وازې اوسترگى يې بټې وې  له يوه مې وپوښتل  چې څه خبره ده ۔هغه وويل :

بس غلي شه چې شيخ په باټو راغلي دى  او اوس له خپلې امسا ، څادرو اوکولي خولۍ سره  زموږ په سترگو را ننوزي ۔ ما ويل نو څه ۔ ويل بس زموز سترگي کوچنۍ دي اودسړي تنه اوجوسه غټه ده ۔

ماته يې دڅرخي پله دلومړي بلاک کيسه را ياده کړه  چې پاس په دويم منزل کې يې کوټه وه ۔ ډير ياران له هماغه ځايه پوليگون ته ولاړل۔ قاضي هادې هدايت، کريم يورش ، عبدالله رستاخيز، کريم زرغون، اود گهيځ زوم حنيف ىرغل پوليگون ته ولاړل ۔  خو شيخ ته چا دومره هم ونه ويل چې ستا په مخ څو سىترگي دي دا ځکه چې دزندانونو  دټيکه دار سره يې کورنۍ رشته وه اوکله چې روسان راغلل ۔  نو شيخ قمر الدين افتاب پرست هم  په هسکه غاړه راووت او دوه يې خپلي دوه يې پردۍ  اوپه پيښور ورکوز  او د جهاد بيرغ يې په خپل لاس کې واخيست ۔ لومړى کار يې دا وکړ چې دا خپل بى سروبوله نوم يې  دپيښو سره عيار کړ په سر کې يې ورته د بنده گۍ او ډالر غلامۍ  مختاړى ورزيات کړ ۔

خو دا چې اوس  په دې ستيج راغي او  دننه د ناستو اوبهر د ټول ملت  سترگې وازې وې اوهر يو منتظر و چې شيخ به اوس کله را ننوزي ۔ هغه وايي : ((خدا باماست )) ايکاش چې خداى هم دبنده گانو په څير غږ کولي چې  ويلي يې واى :

 چې اى دروغجنو ولي پر ما تومت کوئ  ما چى څومره تاسو وشرمولۍ  اودکمونستانو مخ مې سپين کړ  په دونيا کې مې داسې بل چيرې نه دې کړې ۔ ورشۍ اوزما بنده گانو نه پوښتنه وکړۍ چې دجهاد نوم ورته واخلۍ  گرځون کوي ۔ خداې پاک به دا هم ورته ويلي واى ۔ چي زه دصادقو انسانانو مل يم ، نه دغلو قطاع الطريقو ،قاتلانو، داى اس اى دمزدورانو دنمک منډه کې دديره وطن پلورو ۔ زما مومنان خو وايي چې حب الوطن من الايمان ۔ دازما خبره هم ده ايا تاسو داسې ياست؟ چې نه ياست نو پر ما ولى تومت کوۍ ۔

رښتيا ملت اوخلک ړانده نه دى ۔  شيخ په خپله وينا کې وايي : (( کسى مجاهد را به حاشيه رانده نميتواند ۔ زيرا ملت مجاهد است ۔ ))  داسمه ده ملت مجاهد دى ،ملت غازي اوشهيد دى ۔ ملت قهرمان دى ،خو خيام شعر دى  :

شيخې به زنې فاحشه گفتا مستې    هر دم به پاى ديگران پا بستي

گفت شيخا من چنانکه گوي هستم   اما تو چنانکه گوى هستي ؟

ملت وايي زه  دغاصبانو اوقاتلانو سره په يوه لار نه ځم دکانال  دځمکو دغاصبانو سره  په يوه لار نه ځم ۔  اوبيا شيخ وايي : وپدرت ملت را به حاشيه رانده نميتواند ۔

سمه خبره يې کړې ۔ د۔ (۱) شيخ صيب په ياد خو به دي وي  چې کله په اول بلاک کې په دويم منزل کې بندي وې  هلته شاهپور خان احمد زې  دافغانستان دخلکو اوهيواد وياړ هم وو ۔ هغه دټولو زندانيانو ددرناوي وړ وو ، خو هغه ځان له هيواده جار کړ  اوشهيد شو ۔ داولسمشر پلار اوتره هم وو ۔ هغه يې هم کاکا وو ۔  ته ولې  ژوندى را خلاص شوې   اوهغه شهيد شو ۔  اوس نو څوک لوى شو اوچت شو وايه وايه اى ملا ۔

که ددونيا تاريخونه اوبيا دافغانستان دتاريخ پاڼې واړوي ۔ نو داسې درواغجن به په بازار مکاره کې هم پيدا نه شي ۔ نه به داسې څوک چې ددالرو اومتاع په خاطر ان  خپل نوم ديزاين اوديکور کړي او مخ تاړي يا روستاړى او يا په واقعي مانا منځ تاړې ورته پيدا کړي چې ترکي الفيصل خوشاله کړي ۔

شيخ صيب موږ پوهيږو چې خبره چيرى ده ۔ لکه چې دحکمتيار دې اوريدلي دي چې مولوې خالص به ورته داور پرتوگ ويلي ۔ راروان دى اوداحتساب ورځې را نږدي کيږي ۔

 بيا هم شيخ ته اوږود عمر غواړم ۔ چې ژوندې وې اودتاريخ کرشمې پهخپلو سترگو  وگوري ۔خو ياد ولره :  که دا ملت يو وار په تاسو پسې را پاڅيد ۔ جرنده اوجومات به دروښۍ ۔

وسلام ۔

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *