ما خپل ماشومتوب د ښار له شور ماشور او مصنوعي رڼاګانو ډېر لرې د کلي او غرونو په طبيعي غېږ کې تېر کړى، د سپوږمې رڼا ته مې تر لرې پرتو درو سترګې غړولې او خپله څېره مې د لومړي ځل لپاره د غرني فطرت په هنداره کې ليدلې ده.

 هلته مې روح د لومړي ځل لپاره د سيند، کروندو، ويالو، چونګښو او بادونو له شور او زوږ سره پيوند واخيست، زما غوږونه تر هر څه وړاندې د کليوالي سوچه سندرو، د شپنو له شپېلۍ، د کوچيانو د رمو له ګونګرو او د زاڼو له کاغ او کوغ سره اشنا شول چې له هرې غږيزې څپې يې سپېڅلتيا څڅېده او زه يې د يوې خاموشه سېمفوني روږدى او مين کړى وم.

خو په ځوانۍ کې له دغه جنتي نړۍ محروم شوم، د يوه تبعيد شوي په څېر مې سترګې پټې کړې او چې غړولې مې د غږونو د يوه داسې ناپايه سمندر په غاړه ولاړ وم چې مصنوعي شور يې ټوله فضا په سر اخيستې وه.

په هوا کې د زرګونو راګونو او سندرو زمزمې خورې وې چې مخاطب يې نه معلومېده، لورى او ټاټوبى يې نه و، دلته مصنوعي سازونه او بېګانه غږونه زما پر غوږونو بد لګېدل، د هرې منظرې او انځور تر شا تور سيوري بهېدل .

په فضا کې ټول غځېدلي مزي په لوګيو ککړ وو، د غږونو زرين سمندر په کې هره خوا لارې کولې ، د ښکلو او رنګينو غږونو دا لطافت هغسې راز او نياز ته نه پاتې کېده او په يوه زرينه ښيښه هر څه را څرګندېدل او خاص او عامو يې ننداره کوله.

    د غږونو دغه بهير د شپې د چوپتيا پر تقدس هم داغ اېښى و، د سپوږمۍ جلوې په کې ورکې وې، ازانګې يې د ښايښت او سپېڅلتيا تر اسمان پورې نه رسېدې، هر څه د يوه ستړي هوس په لور ښکلې بلنې ته ورته وو؛ نوځکه خو زه ورته له شيطاني جالونو پرته بل نوم نه شم ورکولى.

٢٠١٤ د نومبر ٤مه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *