شنبه، د اسد ۲۸مه
 
د ننګرهار د شينوارو لسګونو قومي مشرانو، مخورو او علمأ کرامو د شنبه په ورځ د حزب اسلامي له امير سره وکتل او په بېلا بېلو موضوعاتو يې خبرې وکړې.
په دې کتنه کې چې د حزب اسلامي د مشر په هستوګنځي کې تر سره شوه، لومړی څو تنو قومي مشرانو د نورو په استازيتوب خبرې وکړې او د حکومت او حزب اسلامي ترمنځ د سولې له معاهدې څخه يې ملاتړ څرګند کړ.
دوی وويل، د خوښۍ ځای دادی، چې تاسو د سولې له بهير سره یو ځای شوۍ او هيله مو داده چې ستاسو په راتګ سره په هېواد کې دايمي سوله راشي.
دوی زياته کړه د وخت غوښتنه دا وه چې تاسو په هېواد کې فعال حضور ولرئ، ځکه چې ستاسو راتګ يو ضرورت و او خلک تاسو ته ډيرې هيلې لري.
د دوی په وينا د شينوارو خلک د سولې له پروسې نه ملاتړ کوي او له تاسو هيله لري، چې د سرتاسري سولې ملي يووالي د تأمين لپاره خپلې هڅې جاري وساتئ .
د شينورارو مشرانو وويل، موږ په افغانستان کې اسلامي حکومت غواړو او ملاتړ يې کوو او د اسلامي نظام پرته حکومت خلکو ته د منلو وړ نه دی.
د شينورارو قومي مشرانو څرګنده کړه، خلک اوسنی حکومت نه غواړي، ځکه هېواد په ډير بد حالت کې دی او چارواکي خلکو ته د خدمت او امنيت په ټينګښت کې پاتې راغلي.
دوی زياته کړه چې دا هېواد سولې ته ضرورت لري او بايد سوله راشي او ددې معاهدې مثبتو پايلو ته هيله من يو .
ورپسې د حزب اسلامي امير انجينر ګلبدين حکمتيار خبرې وکړې، د شينوارو قومي مشرانو ته يې هرکلی ووايه او د هغوی له ورتګ څخه يې مننه وکړه.
ورور حکمتيار وويل، د شينوارو قوم ډير ستر قوم دی، په جهاد کې يې هم ځلانده ونډه درلوده او بايد چې د سولې په تأمين کې هم خپله ونډه ادا کړي.
ښاغلي حکمتيار زياته کړه، ولس همت لري او هرې قربانۍ ته چمتو دی، خو دلته نظام داسې نه دی چې ولس د هغه لپاره قربانۍ ته چمتو شي.
د ښاغلي حکمتيار په وينا د خلکو او حکومت ترمنځ ژور واټن موجود دی، ولس په حکومت باور نه کوي او د حمايت وړ يې نه ګڼي.
د حزب اسلامي مشر وويل، ولس اسلامي نظام غواړي او پخوا يې هم د اسلامي نظام لپاره قرباني ورکړې ده، خو دا چې اسلامي نظام رامنځته نشو د نړیوالو توطیو او مداخلو نتیجه وه.
د حزب اسلامي امير زياته کړه موږ له چا سره دښمني نه لرو، جنګ نه کوو او د جنګ غووښتونکو مخه نيسو. نوموړي د شینوارو له ستر قوم څخه وغوښتل چې په خپلو سيمو کې سوله راولي او جنګ غوښتونکي دې له خپلو سيمو څخه وباسي.
ملي قايد د شينوارو قومي مشرانو ته په خطاب کې وويل، راشئ جنګ پای ته ورسوو، سوله تأمین کړو، د اسلامي نظام د ټينګښت لپاره زمينه مساعده کړو.
ښاغلي حکمتيار ټینګار وکړ، چې حزب اسلامي به د خپل مظلوم ولس په څنګ کې وي او د ظالمانو په وړاندې مقابلې ته به هر وخت چمتو ولاړ وي.
هغه دا هم وويل چې حزب اسلامي په افغانستان شفاف او عادلانه انتخابات غواړي او په ټاکنو کې د داسې چا ملاتړ کوي چې اسلامي نظام راوستلی شي. پای
 
د حزب اسلامي افغانستان د فرهنګي چارو رياست
مطبوعاتي څانګه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *