د چین ولسمشر شي جنپینګ چې تېر ډیسمبر په بېجینګ کې یوې تقاعد خونې ته لاړ، له ګړۍ په لږ وخت کې په یوه پخوانۍ کمونیستي سندره کې د سندرغاړو ډلې سره له یو ځای کېدلو مخکې په کتابتون او خوړنځي کې تم شو، کله چې د هغه د دې لنډ دیدن خبر خپور شو، د تقاعدخونې ماموریت په یوه سیلګري جاذبه بدل شو.
یو کارمند ژنګ وینا وايي، ټوله اونۍ پرلپسې زنګ وهل کیږي، هرڅوک غواړي چې د شي جنپینګ لار ونیسي.
هغه وايي، د ولسمشرۍ شاو خوا ډېر کسان وینی، چې غواړي هغه خلک وویني او په هغو خونو کې وګرځي چې ولسمشر ور سره لیدلي یا پکې ګرځېدلی دی.
نږدې اووه زره کسان به په روان کال کې د تقاعد خونې تالارونو ته لاړ شي، د منتظرو نوملړ له پنځو زرو اوښتی دی
راځئ د هغه اغېز وګورو
د چین تر ټولو ځواکمن مشر چې کله یو ځای ته لاړ شي، د هغه ځای محبوبیت او مشورتیا ور سره زیاته شي. کله چې نوموړی له تقاعد خونې د ستنېدلو پرمهال د سړک غاړې یوه هوټل ته ودرېد چې غرمنۍ وکړي، نو له هغې ورځې راهیسې هغه خواړه ډېر مینوال لري چې نوموړي خوړلي و. د بېجینګ یوې کمپنۍ د ښار په سیلځي کې دغه هوټل حساب کړ او اوس د سیلګرانو لپاره زړه راښکونکی ځای دی.
له دې سره سره د بدلون هڅې څه ډول دي؟
د شي جنپینګ له واکمنېدلو مخکې داسې ښکارېدل، چې کمونېست ګوند د خپلمنځي لانجو له امله فلج کېږي، ځکه دا او نورې پوښتنې وې چې نوموړی به اغېزناک حکومت وکړي که یه؟
خو دا د شي جنپېنګ په مخ کې خنډ نه شول او هغه په خوند سره د چین واک چلوونکي کمونېست ګوند د سر مقام خپل کړ.
په یوه کال کې دې باور چې ښاغلي شي جنپینګ پاموړ ګامونه پورته کړي، هغه یې د چین د لسګونو کلونو د اقتصادي او ټولنیز سمون د هغه پلان د عملي کولو سرڅڼه کړی دی چې دغه هیواد یې یوه ستره هیله بولي.
د شي جنپینګ په واکمنۍ کې چین یو بل نوی خیال هم لري، هغه دا نظریه ده چې د دغه هیواد ښاریز که په ګډه کار وکړي، نو ملي غرور به تر لاسه کړي. دا د چین حکومت د کمزورتیا او بیروکراسي د کمولو لپاره هڅه ده چې ورځني خبري سرلیکونه جوړوي.
د ولسمشر ټول بدلونونه ګټور نه دي، د هغه په څارنه د رسنیو او نړیجال(انټرنېټ) سانسور سخت شوی دی. د بدلونو لپاره نورې هیلې هم مړې ښکاري، لکه د یوه ماشوم لرلو په ملي پالیسۍ او د اجباري کارګرو په پنډغالو کې بنسټیز بدلون راوستل.
د ښاغلي شي پرېکنده بهرنۍ پالیسي د چین په ګاونډیو په تېره بیا هغو هیوادونو کې بې باوري پیدا کړې چې د چین په ختیز او جنوبي سمندرګیو کې له دغه هیواد سره د سیمو پر سر لانجې لري.
درې اور لوبې
د واشنګټن په بروکېنګز اسنټیټیوټ کې چینګ لي وايي، په چین کې موږ تل وایو چې نوی مشر درې اورلوبې لري، معنا یې ده چې دوی باید له خپلو اسلافو(مخکېنو مشرانو) یو څه مخالف کار وکړي، په دې ډول په خپل لومړي کال کې عامه ملاتړ او باور وګټي.
هغه وایی، ښاغلی جنپینګ یو مهالوېش په پام کې لري، په دریو کلونو کې د کمونېست ګوند پروتوکول ښيي، چې د ښاغلي جنپینګ په اوو نږدې ملګرو کې درې هغه به متقاعد شي، دا د نوموړي د سمون له چټکولو سره ډېره مرسته وکړي.
په لوړ پوړ کې یواځې
د سوداګرۍ په هکله د ولسمشر شي جنپینګ لومړي حکم په رښتیا هم د نوموړي ځاني ځواک نور هم زیات کړ. په تېرو دوو لسیزو کې یوه ډله سړیو په ګډه چین اداره کاوه، چې د هیواد د وړ سیاسي دایمي جرګې غړي دي. اوس داسې اټکل کیږي چې نوموړي هم د مو زیدانګ او ډینګ شوپینګ په څېر له دغو کسانو ځان پورته کړی دی.
کله چې په تېر نومبر کې د چین حکومت له خپل نا اټکله سمون پرده لرې کړه، تمه وه چې د چین لومړي وزیر لي کي چیانګ پکې مهم رول ولري، نوموړی په دودیز ډول کورنۍ مسلې او په ځانګړي ډول اقتصادي پالیسي اداره کوي.
کارپوهان وايي، چې ولسمشر د لي کي چیانګ واک کم کړی دی. د هغه په ځای د ولسمشر نوم همېش د سمون په طرحو کې ښکاري. په تېره بیا هغه خپل ځان د سترو او نویو جرګه ګیو اداره کولو ته ګمارلی دی، چي د ملي امنیت او د چین د بیارغونې بهیر لار ښي. دوه اونۍ وړاندې دا اعلان هم وشو چې ولسمشر به د دریمې ډلې مشري هم کوي، دا ډله د چین د انټرنېټ سکتور څاري.
د سینګاپور ملي پوهنتون کې نامتو څېړونکی بو ژییو وايي، د نویو جرګه ګیو مشري د واک زیاتولو لپاره د شي جنپېنګ هوښیاره هڅه ده:(هغه دا دې لپاره وکړل چې واک پراخ کړي، ډېره برخه ولري، د ځان لپاره یې نوي دفترونه او نوي مقامونه را منځ ته کړل. د بل چا مقام یې له منځه یو نه وړ او اوس هغه نوره مهمه وړتیا لري.)
چینګ لي وايي، ولسمشر شي جنپېنګ د سیاسي دایمي جرګه ګۍ اکثریت مشرتابه ترلاسه کړی دی، یواځې لومړی وزیر لي کي کیانګ د پخواني ولسمشر هو جینتاو د لاس د نیالګي په ډول له مخالف سیاسي لوري سره تړلی، شپږ د یوه په مقابل کې نسبت په رښتیا چې د هغه واک او ځواک پیاوړی کړی او دا چانس یې ور کړی دی، چې څه غواړي هغه وکړي.
د شي جنپېنګ خپلسرې خطري پرېکړې
په هانکانګ پوهنتون کې ټولنپوهاند( د ټولنپوهې پوهاند یا پروفېسر) ډېوید زوېګ وايي، شي جنپینګ د لي کي کیانګ په کمزوري کولو سره خطر مني، په لي کیانګ کې داسې څه نشته چې ملامت یې کړي.
خو که له دې اندېښنې شي جنپېنګ ډارېدلی، هغه به په خپلو دولتي همکارانو کې د فساد د له منځه وړلو له هڅو لاس اخیستی و.
مچان او زمریان
څلوېښت زره چارواکي په رشوت کې د لاس لرلو له امله سزا شوي، نور لس زره له دندو ګوښه کړل شوي دي، دې چارې حکومت ته چانس ور کړی دی چې د ۶۵ ملیارد ډالرو زیانمنه پانګه جبران کړي.
بو اېکسلي لوړپوړی چارواکی دی چې د بډو له امله د شي جنپېنګ په ولسمشرۍ کې بندي کیږي. دا ډول ډېری چارواکي مچان دي؛ ټیټ پوړي چارواکي چې لږ ځواک لري، خو یو څو زمریان دي، چې د لوړ پوړو ډلو مشران دي هغه هم د دې هڅو ښکار شوي دي.
داسې ګنګوسې شته چې د شي جنپېګ سیال د کورني امنیت پخوانی مشر ژو یانګ کانګ هم په نښه شوی دی. چې په دې سره کمونېست ګوند هم سیاسي ناټیکاوۍ ته ور شېوه کېدلی شي.
ځپل روان دي
په چین کې د بې ثباتۍ وېره ده. ځکه شي جنپینګ سیاسي اپوزېشن زغملی نه شي. د نوموړي له واکمنېدلو مخکې ډېر لیبرال چینایان هېله من وو چې د ډېرې مناظرې او بیانواکۍ( د بیان ازادي) ډېر زغم به ولري.
په مقابل کې داسې ونه شول، په دې مهال کې ډېر شمېر مخالفان ونیول او وځورول شول.
د نوبل د سولې جایزې د ګټونکي لي شي مېرمن لیو شي بایو په کور کې نظر بند ده، سره له دې چې له روغتیا یې هم ژوره اندېښنه شته. په دې سره د شي جنپېنګ حکومت وښودله چې د مخالفانو په مقابل کې لږ زغم لري.
معزز حقوقپوه شو جیانګ ځکه څلور کاله بندي شو چې له چارواکو یې د خپلو شتمنیو د ښکاره کولو غوښتنه وکړه. په سینکیانګ او تبت کې مذهبي ځپل هم روان دي.
چینګ لي وايي، په دې چټکتيا سره چې شي جنپېنګ واک ترلاسه کوي او په اسانه یې کاروي، دا واک به خپل سیاسي نسب ته په میراث پرېږدي:( ولسمشر شهزاده غوندې دی، د کمونېست ګوند د یو بنسټګر غړي زوی دی. دا شهزاده توب د هیواد د مالکیت روحیه ور کوي.) نوموړی دا هم وايي، چې شي جنپېنګ او نږدې ملګري یې( هو جینتاو او ون جیابایو) چې هیواد یې لس کال وچلاوه له یوې کېمینه یا خاکسارې کورنۍ څخه دي.
د هغه په اند، دوی مدیران اېسېدل، خو د سیستم مالکان دي. دوی ته دا اسانه وه چې د هیواد ځینې ستونزې اوارې کړي. مثلاً دوی له هغو خلکو سره نږدې اړیکي لري چې د چین ټول ستر دولتي شرکتونه چلوي:( ځکه دوی خپل کسان مجبورولی شي چې څه واک پرېږدي، په داسې کولو سره د چین اقتصاد ازاد کړي، په دې ډول په چین کې اقتصادي سمون پرمختګ کولی شي.)
په واک او ځواک کې دویم مشر لومړي وزیر لي کي کیانګ نږدې دوه اونۍ مخکې د روان پارلماني کال په پرانیستونکې دوه ساعته وینا کې د حکومت چارې روښانه کولې، خو یو څوک به دا شک کوي چې د پردې شاته شي جنپینګ دی. بس په یو کال کې یې د چین سیاسي چوړښت بدل کړ، پخوانيو کمونیستي رېښو ته یې ورساوه. یو ځل بیا یو سړی سر واکی دی.