په دولسم صنف کې مې زده کړې کولې . تابيه مې وينوله چې نور زده کړې پريږدم، کوم خليجي هېواد ته د اقتصادي ستونزو د هوارولو لپاره مزدورۍ ته لاړ شم. خو د ملګرو په ډير ټينګار او مينت د دغه تصميم څخه تېر شوم . د دولسم صنف فارغت وروسته د کانکور په ازموينه کې د ژورناليزم پوهنځي ته بريالى شوم. پوهنتون مې هم په داسې حالاتو کې ولوست، چې د ډيرو اقتصادي ستونزو سره لاس او ګريوان وم. پلارمې د خپلوانو سره په لس زره کلدارې مزدوري کوله چې زموږ د کورنۍ ستونزې نه شوې پرې حل کيداى. خو د ټولو ستونزو باوجود مې پوهنتون ولوست، د پوهنتون په دوره کې مې انلګليسي، دري او اردو ژبې زده کړې او ترڅنګ مې د کمپيوټر لازم پروګرامونه هم ولوستل، چې اوس هم راباندې د کمپيوټر کورس مسول نهه زره کلدارې قرضه پاتې ده.

د فارغت وروسته مې په خوست کې په يوه شخصي راډيو کې د دوه زرو کلدارو معاش په بدل کې کار شروع کړ. له هغې وروسته مې په خوست کې د يوې شخصي ورځپاڼې سره دنده پيل کړه. د ورځپاڼې سره د دوه کاله کار پاى ته رسيدو سره مې چې کله له ځان سره محاسبه وکړه، يولک شپيته زره کلدارې قرض راباندې اوښتى و. ځکه چې د کورنۍ ټولې وړې او غټې ستونزې زما په غاړه وې او معاش مې شپږنيم زره افغانۍ و.

خو هغه زما نور ملګري چې د د دولسم صنف په جريان کې يې زده کړې پريښې وې اوس يې کورنۍ حالات ډير ښه دى. کاش چې ما هم د دوى سره يوځاى زده کړې په نیمايي کې پرې ایښې وای، نو اوس به د دې حالاتو سره نه مخ کيدم ځکه چې زده کړې وکړه خو چې واسطه او پيسې نه لرې، که ماسټر هم وې همداسې خوشى چټي به ګرځې . څه وخت وړاندې مې په کابل کې يوه بهرني پروډکشن کې يوه پوسټ ته انټرويو ورکړه ټول مراحل مې طې کړل. حتى چې راته يې وويل چې دوه پوسټونه لرو کوم يو چې ستا خوښ وي په هغه به دې مقرر کړو. او ترڅنګ يې راته وويل چې ته بايد د خوست څخه موږ ته په انګليسي راپور راکړې ما هم داسې کول.خو لږ وخت تېر شو هيڅ خبر يې رانکړ په دې وخت کې مې يو نيمچه دوست ته د واسطې وويل . ده وويل چې بې غمه شه، خو چې ورځې تيرې دې د هغې پروډکشن اډمين چې په نه ليدو مې ورسره لږې اړيکې وې خبر کړم چې کوم پوسټ ته موږ ته انتخاب کړې وې په هغه پوسټ باندې په ډيره قوي واسطه يو خوستي ځان مقرر کړ.

نوموړى هغه شخص و، چې ما ورته د واسطې ويلې و او ده ډاډ راکړى و چې په ما کيږي ما ورته خفه کيږه. خو زه څه خبر وم چې دى به زما په رزق کې ګوتې وهي .اوس مې په دوست څه چې په خپل پلار هم اعتبار نه کيږي .

د هغې وروسته مې له ځان سره پريکړه وکړه، چې راځه چيرته دولتي وظيفه واخله، همداسې مې وکړل په خوست ښار کې مې په يوه دولتي لېسه کې معلمي اشغال کړه، اوه زره افغانۍ معاش يې راکولو ، خو د مياشتې په پاى کې به مې پنځه زره افغانۍ پور اخيست. همداسې د دولت خدمت نه هم په کې تېر شوم ، پو والله که يو کيلو آم هم کور ته په کې يوسې .

نو اوس مهال مې د خپل اطاق لاندې د چپسو، پکوړو او برګرو تيارولو ګاډۍ اخيستې ده. د دريو مياشتو په جريان کې مې شل زره روپۍ هم بچت کړې دي، ژوند مې ښه سور کې روان دى . نه کومې واسطې ته خوشبين يم ، نه راباندې څوک کارلري خپله غريبي کوم.

خو يو ټکى چې ډير مې ځوروي. هغه د مکتب ، پوهنتون، کلي، کوټې او نور شناخته انډيوالان دي ، چې له کومې خوا په ما باندې راځي غږ کړي چې شپاړسم پاس پکوړې.

معراج – خوست

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *