دغه غونډه چې د ۲۰۱۴ م کال د اکتوبر دمیاشتې په ۱مه نیټه د ننګرهار په علمې او فرهنګې مرکز (ننګرهار رسنیز کور میدیوتیک )کې جوړه شوې وه یو شمیر استادانو محصلینو او ځوانانو په کې کډون کړې وه .
غونډه د قران عظیم الشان د څو مبارکو آیاتونو په تلاوت سره پيل شوه چې وروسته د ننګرهاردمیدیوتیک داداری مرستیال صیام الدین (پسرلې) وینا وکړه. نوموړې په خپله وینا کې دانټرنیټ اهمیت ته اشاره وکړه او دايې دویاړ ځاې وباله چې ځوانانو دانټرنیټ په برخه کې زده کړې ترلاسه کړې. له هغه وروسته دنننې افغانستان داخبار مسعول دیدار احمد مایار ګډونوالو ته وینا وکړه او نوموړې دانټرنیټ داهمیت ترڅنګ په ځوانانو غږ وکړچې له انټرنیټ څخه مثبته ګته پورته کړې.همدارنګه د مشال راډيو خبریال او شاعر باز محمد عابد وینا وکړه دی وویل چي تاسو باید نورو ځوانانو ته د انټرنیټ تدریس وکړي او خوانانو وهڅوي چې انټرنیټ او کمپیوټر سره اشانا شې او بیا د انجینر ولي د کمپيوټر د انجینر هم دوی ته خپل ویناوي وکړي چي ځوانان باید تعلیم ته وهڅول شې او باید تعلیم وکړې وروسته ددې کورس زده کوونکي بریالی نورالحق د زده کوونکو په نماینده ګۍ د میدیوتیک له ادارې څخه مننه وکړه، چې هروخت یې ورته آسانتیاوې برابري کړې دې. ددغې دوری روزونکې استاد :ضیاءالدین زلمې و، چي ځوانانو ته یې دانټرنیټ به برخه کې د یوي میاشتي په ترڅ کې عملې او نظری زده کړی ورکړې وې .
دغونډې په پای کې په فارغو شوو ځوانانو د فرغت سندونه وویشل شول.
ريپورټ: (ضيآالدین زلمې)