که سړى فکر وکړي له هر ليکوال او شاعر نه د سپيۍ غوندې يو خول تاو وي او ليکوال يا شاعر د مرغلرې غوندې د همدې خول په دننه مونداى شې.
د دې شپاله دېوالونه د فکر له خټې او د ژبې له اوبو جوړ دي، چې وروسته وروسته يې فکر په پخو خښتو او ژبه په سمټو اوړي.
دا شپول له ليکوال و شاعر سره له اوله خال خال مل وي، خو چې څومره د ليکوال او شاعر فکر وتجربه پخېږي، هغومره د دې شپاله دېوالونه هم پخېږي او کانکريټي کېږي. هله نو بيا يو ليکوال يا شاعر د يوه سبک خاوند شي او په لويو ليکوالو او شاعرانو کې شمېر شي.
دا رښتيا هم لويه ترلاسينه ده، چې ليکوال/شاعر دې د سبک خاوند شي، خو لوى ناورين هم دى، ځکه چې په دې وخت کې پنځګر ځان بشپړ احساسوي.
خام ليکوال او شاعر هڅه کوي، چې د افکارو او الفاظو له محدودې ووځي او په نوي طرز کې نوې خبره وکړي، همدا هڅه يې د سبک خاوند کوي، خو همدا هڅه ترې بالاخره د کانکريټي شپول دېوالونه راتاو کړي؛ نو سړى ويلاى شي، چې په لومړيو کې د پرمختګ او پخوالي شونتيا ډېره وي؛ خو وروسته سړى لکه ولاړ ډنډ ودرېږي.
دا ځکه چې د ده سبک د شپاله دېوالونه دومره دنګ، پاخه او زورور شوي وي چې ده غريب ته ترې دانګل سخت وي. ځکه چې د خپل تمايل له مخې يې ځان ته د يوه ټاکلي فکر و طرز لاره راښکلې وي او له دې لارې ورته چپېدل يا نوې لار ايستل سخت شوي وي.
بس داسې يې وګڼئ، چې دا د ليکوال يا شاعر مجبوري ګرځېدلې وي، چې يو ډول ژبه او يو ډول موضوعات انتخابوي. مثلا: د رحمان بابا مجبوري سادګي او اخلاق دي، د کاظم خان شيدا پېچلتيا، د کنايو، پېچلو او مرموزو الفاظو کارونه او عشق دى، د حمزه بابا مجبوري د الهي او پښتني مينې امتزاج او وروځې، لېمې، جرګې، غشي(چې ډېر يې کاروي) او…ده. د شپون صاحب مجبوري ټولنيز موضوعات، طنز او ظرافت ده، د استاد اۤصف صميم مجبوري احساساتي موضوعات او له کليوالي کلمو احساساتي استفاده ده او د غضنفر صاحب مجبوري په مسايلو کې د نوې زاويې موندل او قطعيت او سادګۍ ته تمايل دى؛ نو دوى په اسانه د دې فکري او سبکي مجبورۍ له شپاله نه شي وتلاى. داسې د ليکوال او شاعر دې مجبورۍ ته د دوى کمزوري ويلاى شو، چې چندان زور يې پرې نه رسي.
پاخه ليکوال او شاعران چې د مشخص سبک د شپاله پاخه دېوالونه ترې تاو وي، د علم و ادب څلي وي او د هر نوي پنځګر هڅه وي، چې دې څلو ته وخېژي يا يې په سيالۍ کې خپل څلى لوړ کړي. مطلب نوي شاعران او ليکوال د دوى د سبک تقليد کوي او غواړي د دوى شپاله ورته ورواوړي. له دې ځايه يو سبک په څو واوړي او له همدغو همرنګو سبکونو يو مکتب جوړ شي، چې په پښتو کې يې مثالونه ډېر وي.
موخه دا ده، چې لوى ليکوال او شاعرانو يواځې خپل ځان نه، نور خلک هم د خپل شپاله د لوړو دېوالونو تر سيورو لاندې راولي او چې نور يې تر سيوري لاندې راشي، نو د يوه ادب ډله ييز خدمت ته راودانګي او دا خدمت ډېر موثر وي، ځکه چې اشر په يوه کس نه کېږي. ادب ته د يوه سبک ګټه دومره نه رسي، څومره چې د څو همرنګو سبکونو اوړي. په يوه ميدان کې چې يو مشال بل وي رڼا يې محدوده وي، خو چې له همدې مشاله نور هم بل شي، نو ميدان ټول چراغان شي. په پښتو ادب کې موږ د دې خدمت بېلګې ليداى شو. که هندى سبک ، يواځې د حميد بابا سبک پاتې شوى واى، پښتو به د کاظم خان شيدا، حنان بارکزي، کامګار خټک او…غوندې له پياوړو شاعرانو بې برخې واى او په پلو کې به يې ايله يو ګل واى.
يو سبک فردي وي، خو يو مکتب د يوې ژبې او ادب په کچ وي. په مکتب پورې د يوه ادب ژوند تړلى وي.
مخکې مو وويل، چې د سبک خاوندېدل ښه کار دى، خو ناورين هم دى، دغسې له همرنګو سبکونو د مکتب د يوې ژبې او ادب نېکمرغي ده، خو غميزه هم ده.
ځکه چې د لويو شاعرانو او ليکوالو د سبکونو زوروره رڼا د نويو ليکوالو او شاعرانو سترګې نيسي او نوي ليکوال او شاعرانو چې هر لور ته خپله لار وباسي، د دوى د سبکونو اسمانڅکې ماڼۍ يې مخې ته کېږي؛ نو دوى ته د خپل انساني فطرت له مخې دا عاليشانۍ ماڼۍ خوند ورکوي او زړه يې غواړي، چې پکې واوسي. داسې نو د نوښتونو لار ډب کېږي.
بل دا چې، د سبک ماتول ښايي دومره سخت نه وي يا يو نوى پنځګر له لوى پنځګر نه په اسانه اغېزمن نه شي او ځان ته بېله لار وباسي، خو کله چې ىو سبک په مکتب اوړي؛ نو ټول ادب تر وزرو لاندې کوي، چې بيا يې د طلسم ماتول ډېر وخت او اوسپنيز هوډ غواړي.
سبک چې د يوه کس زېږنده وي، عمر يې هم لنډ ګنډ وي، خو مکتب چې د يوې ژبې په کچ مطرح وي، نو په لسيزو ژوندى وي او سا يې هم په ورځ نيمه کې نه خېژي، کلونه اخلي.
تر ټولنيزو، سياسي، اقتصادي، کولتوري او ژبنيو بدلونونو وروسته چېرته يو کس راپيدا شي، د سبک دا جمود مات کړي او نوې لار جوړه کړي. يعنې مکتبونه پخپله هم د ادب د پرمختګ مخه نيسي.
هوښيار ليکوال او شاعر هغه دى چې ځان بشپړ ونه ګڼي او د پخو دېوالونو شپول له ځانه تاو نه کړي، بلکې د خپل فکر و طرز پر نيمګړتياوو او محدوديتونو غور وکړي او همېشه يو ډول شاعري يا ليکوالي ونه کړي، چېرته چې د دې شپول په دېوالونو کې کوږوالى او کنډو وي، هغه سم کړي، ځکه چې د پخو دېوالونو شپول لوى ليکوال او شاعر محدود کړي، پوخ ليکوال چې ليکنه او پوخ شاعر چې شاعرى کوي، نو همېشه له همغو خپلو تکراري الفاظو او افکارو نه وځي.