کلي کې ويرونکي خاموشي خپره وه. آسمان په تورو وريځو پوښلې و, داسې فضا وه لکه دې کلي کې چې هيڅ ژوندې سرى شتون ونه لري.
لويه او شنه دښته هم تشه او خاموشه وه, نن رمې نه پکې ليدل کيدې.
يوناڅاپه شور شو, له يو کوره د ښځوچيغو او نارو د کلي چوپتيا ماته کړه, مړی يې انګړه ته راننويست, پيغله ښځه د مړي په ټتر ورپريوته, سره بنګړي يې مات کړل, يوې بوډۍ ښځې خپل ويښتان شکول, د مړي خواکې يو کوچني ماشوم سلګۍ وهلې، مازيګر يې مړي خاورو ته وسپارل.
د کلي رمه بې صاحبه پاتې شوه، زمونږ کلي کې به نور د شپېلۍ اواز وانه اورېدل شي.
زمونږ د کلي شپونکی يې شهيد کړ.
کابل کې خلکو ويل يو طالب يې مردار کړ.
یوه رشتیانې کیسه ده ، دلته خبره په پښتوده۰ کابل کې څه، چې په ټوله نړۍ کې پښتون ته د طالب ګوته نیول شوې۰
داټولې زمونږد بې دینواوبې ایمانو ګاونډیانواودهغوئ د نوکرو دسیسې دي چې په مونږ ئې قیامت جوړ کړئ۰خودسیلاب مخه څوک نشي نیولائ۰
بل شپونګئ به بیا پیدا شي ـ ٬٫٬٫٬٫ ـ زمونږ رمه به په څرا شي
ژوندئ اوپیاوړئ د وي دافغان ملت،مړه دوي دافغان دښمن۰
شپونكى خو شهد شو مگر چا شهيدكر يوه ناپوه اوجاهل په لاشعورى توگه يي پنجابى ته خدمت تَر سره كر افسوس دبيسواده پشتنو په حال.
د شپونکی کردار اوس یوازی تر شپنتوب نہ دی پاتی، بلکی لہ دغو شپنو اوس دیری کیسی راخرابی دی، پہ دیری بخشنی سرہ باید تا یو داسی کردار ورتہ غورہ کڑی وای چی د کیسی د لوستونکی ذھن تہ واقعی د یوہ داسی چا چیرہ ذھن تہ راتلہ چی ھغہ واقعی د طالب لہ وایرسو پاک وی، پہ دیر درنشت.