خليل تسل –
د المان څارګرې ادارې بهرنۍ سرچينې وايي، داسې معلومات يې تر لاسه کړي، چې له مخې يې ثابتېږي، چې په سوريه کي وروستى اتومي بريد د ولسشمر بشار اسد رژيم کړى او دهغه وسله وال مخالفين په کې لاس نه لري .
دالمان په مشهوري ورځپانې شپيګل کې يو خپور شوى راپور څرګندوي، چې د المان دڅارګرې ادارې بهرني څانګې دلبنان د “حزب الله ” ډلې، چې غړي يې همدا اوس په سوريه کې دبشار اسد په ملاتړ جنګېږي، له يوه لوړ پوړي غړي سره په خبرو کې موندلې ، چې دغه غړى دايران سفير ته اشاره کوي او وايي، چې په دغه بريد کې له هغه اړخه بشار اسد ته ګوته نيول کېږي.
ددغه راپور پر بنسټ د حزب الله دغه غړى وايي، چې “اسد سخت عصبي شوى و او ديوه داسې حکم په ورکولو يې ستره تېره وتنه کړې ده.”
دغه راپور په ورته وخت کې د شپيګل د ليکنې له مخې وايي، حکومت څخه د دمشق په څندو کې ددغه وسلې کارېدو ته اجازه ورکړه، چې هېواد د پلازمينې دساتلو له پاره په يوه مهمه جګړه کړې راګير و او دغه وسلې کولاى شوى، چې وسله وال مخالفين وځپي، خو پوځ په تېروتنې سره د اتومي يا کيمياوي وسلو زياته برخه وکاروله .
تر دې وړاندې لوديځو دولتونو هم دسوريې حکومت د خلکو پر وړاندې د کېمياوي وسلو په کارونه تورن کړى دى.
خو دمشق بيا ددې چارې پړه پر خپلو وسله والو مخالفينو ور اچوي.
په ورته وخت کې بيا پاريس هم تېره ورځ د بشار اسد رژيم رسما په دې تورن کړ، چې دمشق ته څېرمه يې د کيمياوي وسلو په پراخه بريد کې يې لاس درلود، خو خپله بشار اسد ګواښ وکړ، چې دسوريې پر وړاندې به هر ډول هڅه ديوې سيمه ييزې جګړې سبب شي .
د فرانسې تور
فرانسې د روانې مياشتې په يوولسم اعلان وګړ، چې داسې معلومات په لاس کې لري، چې د سوريې په څنډو کې په کارېدلو اتومي وسلې کې د سوريې ددولتي ځواکونو څخه پرته دبل چا لاس درلودل نه شي ثابتول او ددوى معلومات هم دومره کره دي، چې سوريه بې ترې انکار ونه شي کړى.
ددغه هېواد لومړي وزير ژان مارک ايرو په دې اړه دفرانسې دڅارګرې ادارې له خوا چمتو شوى ٩ مخيز راپور دخپل هېواد پارلمان ته تسليم کړ.
تر دې وړاندې لومړي وزير او استازو هم په خپله ناسته کې په دې اړه دوه نيم ساعته خبرې وکړې او له دې خبرو يوه ورځ وروسته د سوريې رژيم د فرانسې له خوا رسما دکيمياوي وسلو په پراخه کارونه تورن شو.
په دغه راپور کې دسوريې دولت دمرګونو ګازونو په کارونه، چې يو په کې داعصابو ضد ګاز(سارين) دى، په بېلابېلو مواردو کې د ملکي يا ناپوځي وګړو تر منځ دوېرې په خورولو تورن شوى دى.
دفرانسې لومړي وزير وويل، چې ددغه هېواد څارګرو څانګو دويديويي فلمونو له پارې نږدې ٢٧١ مړي شمارلي او ددوى معلومات هم دهغو راپورونو سره چې ګني ١٥٠٠کسه ددغه کيمياوي وسلې په پراخه کارونه کې وژل شوي؛ سمون لري .
تر دې وړاندې دامريکا دبهرنيو چارو وزير جان کيري دکيمياوي وسلې دکارونې له امله دوژل شوو شمېر نږدې ١٤٢٩ تنه ښودلى و.
په راپور کې راغلي، چې ياد بريدونه د توغونديو په کارونه شوي او مخالفين د دا ډول کار وړتيا نه لري.
خو د روسيې او سوريې دولتونه وايي، چې ددغه کيمياوي توکو لرونکو څخه يو يې له داسې ځاى نه توغول شوى، چې دمخالفينو په واک کې دى . دا ددغه دواړو هېوادونو يو له هغو دليلونو څخه دى، چې ګني داسد دحکومت مخالفين دلس ورځې مخکې بريد په تر سره کولو کې ښکېل دي.
ټاکل شوې، چې نن ( چهارشنبه) دفرانسې پارلمان دسوريې پر وړاندې دخپل دولت دريځ وڅېړي.
لکه څرنګه چې د فرانسې لومړي وزير ويلي، د فرانسې ولسمشر فرانسو اولاند غواړي، چې هېواد يې په هغه ټلواله کې شامل شي،چې دسوريې پر وړاندې پوځي اقدام ته چمتو والى نيسي.
پاريس اوس دخپل دغه تصميم له پاره دخپل پارلمان دپرېکړې انتظار باسي.
تر دې وړاندې بيا دامريکا متحده ايالاتو ولسمشر خپله غوسه څرګنده کړې او اعلان يې کړى، چې په سوريه بريد ته چمتو دى او له خپل پارلمان يې وغوښتل، چې په دې اړه دده دپرېکړې په نهايي کېدو کې زر تر زره مرسته وکړي او دده مخه د سوريې په لور ور خلاصه کړي.
په دغه دواړو مورادو کې د دواړو هېوادونو ولسمشران ددې صلاحيت لري، چې د پارلمان له اجازې پرته مخامخ پر نورو هېوادونو دپوځي يرغل تصميم ونيسي .
د بشار اسد ګواښ
د سوريې ولسمشر د پاريس له ورته تورونو سره په يوه وخت کې دفرانسوي ورځپاڼې فيګارو سره خبرې کړې او ګواښ يې کړى، چې په سوريه به هر ډول بريد به دسيمه ييزې جګړې سبب او دفرانسې ګټې به له خورا خطرونو سره مخ کړي.
اسد په خپل لاس د کيمياوي وسلو کارونه غير منطقي وبلله او ويې ويل، هغه دولتونه چى دى په دې ډول هڅه تورنوي ، نو بايد خپل لاسوندونه وړاندې کړي .
اسد فيګارو ورځپاڼې ته ويلي :” فرض کړى،چې زما اردو د ډليزې وژنې له وسلو کار اخلي، نو دا امکان لري، چې په داسې ځاى کې يې وکاروي، چېرته چې خپله دوى اوسي، چېرته چې زموږ سرتېري ټپيان دي، نو دملګرو ملتونو مرسته رسوونکو خپله ليدلي، له هغو روغتونونو يې ليدنه کړې، چې دوى په کې تر درملنه لاندې دي.”
دسوريې ولسمشر وايي، چې په سوريه باندې احتمالي بريد” دباروتو په ډېرۍ کې د اور مانا لري “
دا هغه بېلګه او اصطلاح ده، چې تر دې وړاندې د ايران مذهبي مشر هم، چې هېواد يې د دمشق د اوسني نظام او شعيه اييزم له سختو پلويانو دى، کارولې ده .
دسوريې جګړه له تېرو دوو نيم کلونو راهيسې دوام لري او تر اوسه په کې له سلو زرو زيات کسان وژل شوي او اوه ميليونه نور بې کوره دي.
په شپيګل کې دايران څارګرې ادارې او ددې ادارې فعاليتونو او ددې ادارې له لارې د حزب الله رول ته هم اشاره شوې، چې دغه دواړو اړخونو اسد اړ ويستى چې داسې يوه کار ته لاس واچوي، چې ده په کې خپله بريا ليده او فکر يې کاوه، چې له دى لارې به کړکيچ غلى او دجګړې لورى بدل کړي .
سياسي شننونکي تر اوسه لا سوريې ته د ” عرب پسرلي” نا غوړېدلي ګل په سترګه ګوري، ځکه چې پايلې هم د عربي نړۍ او هم د امريکا او لوديځو هېوادونو له پاره دتوقع خلاف وې.
له باور ورځپاڼې په مننه