که حقیقت ته ځیر شو سترګې پرې پټې نه کړو دا ځل د افغانستان د کریکټ په شل کلن تاریخ کې د لید وړ بریاوې او نوښتونه تر سترګو کیږي.

دا هر څه مدیریت او وړتیا غواړي زه د اشخاصو ملاتړ نه کوم یعنې د افغانستان کریکټ بورډ عمومي مشر نسیم الله دانش او د هغه اجرایوي رائیس شفیق الله ستانکزي بلکې زه د هغوی لخوا د ترسره شویو کارونو او لاسته راوړنو ملاتړ کوم.

تاسو وګورئ د کورني کریکټ تر ټولو سترې شپږیزه شل اوریزې سیالۍ چې په ټوله نړۍ کې د تلویزیون په پرده هم ښکاره کیږي دا دریم ځل یې څومره له نوښتونو ډکې دي چې پخوا په داسې رنګ او شکل چا نه وې لیدلې.

پخوا به نندارچیان د چوکیو د نه شتون له امله د لوبې د لیدو لپاره په سمنټي پتاکو کیناستل اوس یې وګورئ د چوکیو په نصبولو او د ځینو معاري کارونو په ترسره کولو سره د کابل نړیوال کریکټ لوبعالي ښکلا څو چنده زیاته شوي زه وایم هر مثبت بدلون پرمختګ را منځته کوي.

د ولسمشر اشرف غني په امر سره افغان کریکټ بورډ ته د دانش صیب او ستانکزي صیب په ټاکل کیدو سره ځینې بدلونونه رامنځته شول چې یو هم د کریکټ ملي لوبډلې لپاره د نوي کپتان اضغر ستانکزي ټاکل او د لوبډلې لپاره د نوي روزنکي انضمام الحق په دنده ګمارل دي.

چې په پایله کې افغانستان په لومړي ځل د نړۍ ۱۰ لومړی درجه هیوادونو له ډلې د کوربه زمبابوې سره د ۵ پنځه پنځوس اوریزو او د ۲ دوه شل اوریزو سیالیو سیریزونه یا لړۍ ترسره کړې او هم دواړه لړۍ یا سیریزنه د افغانستان په بریا پای ته ورسیدې.

نتیجه دا ده چې په دې بریاوو کې د لوبغاړو وړتیا لومړی ښکارندوی دی او دا وړتیا د کریکټ نړۍ ته هم ښکاره ده چې له امله یې افغانستان په نړیوال کریکټ کې د ځان او هم د نړۍ لپاره تاریخي او ریکارډ لروونکي پاڼه د بشپړ عضویت لرونکي هیواد زمبابوې پر وړاندې پرانسته.

ورپسې د کریکټ بورډ د مشرتابه هڅې او مدریت دی چې د لوبغاړو لپاره لازمې اسنتیاوې برابروي یو ښه نړیوال روزنکی یې ورته د روزنې په برخه کې په دنده وګماره دوی لپاره د نړۍ غټو لوبډلو سره سیالی برابرې کړې دا ټولې لاسته راوړنې دي یارانو.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *