د لفت دروازه چې خلاصه شوه، یوه نجلۍ چې لنډه لمن یې اغوستی وه په خندا شاته شوه او زه ورننوتم. د شپږم پوړ بټنې ته مې چې ګوته ورنژدې کوله، پام مې شو چې مخکې تر مخکې لګیدلې ده. ورته ومې ویل:
– شپږم منزل ښه منظره لري
زرغونې سترګې یې پټې کړې. ما ورته وویل:
-ښه هوټل نه دی؟
د لفت دروازه خلاصه شوه، دې په خندا راته وویل:
– سهارنۍ ډوډۍ یې ښه وي.
دا ۶۵۵ کوټې ته ستنه شوه او ما د ۶۶۶ کوټې ورپرانیست. پر تخت وغځیدم. د نجلۍ شین کمیس، شنې سترګې او خندانه څيره مې سترګو ته ودریده. راپاڅیدم، سپينه پرده مې کش کړه. اسمان وریځ و. د هوټل شاته غولی تش و، یوه چوکۍ پکې ایښې وه.
فیسبوک ته ورغلم:
« کاشکې مې د نوم پوښتنه کړې وای اوس به مې کتلې وای»
پرته له دې چې له کمپیوټره ووځم سر مې راکش کړ او بند مې کړ، له کوټې راووتم. د ۶۵۵ کوټې مخې ته ودریدم. غوږ مې ونیو. لکه څوک چې په کوټه کې نه وي. د لفت لور ته ولاړم:
« که لاندې په رستورانت کې وه د کافي بلنه به ورکړم»
په رستورانت کې نه وه، بیرته پورته وختم او څملاستم. سهار په شپږ بجو چای ته ورغلم او تر لسو هلته ناست وم خو دا رانغله. د هوټل د معلوماتو میرمنې ته مې وویل:
– غواړم چې ۶۵۵ کوټې ته زنګ ووهم
-نوم یې څه شی دی؟
-نوم مې هیر شو خو ملګرې مې ده
ښځې ټیلفون بیرته کیښود او راته ویې ویل:
-څوک زنګ نه اخلي
دباندې ووتم. مازدیګر چې راغلم، پورته وختم. د ۶۵۵ کوټې ور مې وټکاوه. یو سړی راووت. ورته ومې ویل:
-وبښه دلته یوه میرمن نه اوسیده؟
-نه پوهیږم زه دا یو ساعت وشو چې دې کوټې ته راغلی یم.
په کوټه کې مې لپ ټاپ پرانیست، په ګوګل کې مې عکسونه وکتل یوه نجلۍ د دې په څیر راته ښکاره شوه، سره بارخوګان، سپینې مټې، خرمایي ویښتان، خندانه څیره…
دا عکس مې په فیسبوک کې شریک کړ.
پای
ښکلې کیسه ده، خو که داسې یوه کیسه یوه ښځینه پښتنه لیکونکې ولیکي، هغه به څنګه وي؟
دا یواځې یوه پو،ښتنه وه، چې زړه کې مې داسې توکلي راغله.
فکر کوم چې داسې پوښتنه به هم لږ عجیبه غوندې وي که څنګه؟
ښه قصه وه خو په اخرکی چی فیسبوک ته عکس پورته شو نو په پوه نشوم!
ديره شكلي قصه وه گرانه چی بیا سه وشول دبیا په انتظار یم
ديره شكلي قصه وه گرانه چی بیا سه وشول دبیا په انتظار یم
shukalai kesa ,, che da cha sara mena peda se noo na da hagha sara related har shai sare ta da qadar war se .