تاند، یکشنبه، د چنګاښ ۳۰مه: د کابل ښاریان له بریښناشرکت څخه سر ټکوي چې وروستیو کې له یوې خوا ګرمي ډېره شوې، له بلې خوا په ښار کې د بریښنا پارچاوي زیاته شوې ده.
پلازمېنوال په زغرده وايي چې بریښنا شرکت خلکو ته د هغوی د پیسو په بدل کې لازم خدمات نه دي برابر کړي، بلکې دا شرکت د خپلو مسولیتونو په اداینه کې پاتې راغلی دی.
د کابل د ګڼو برخو اوسېدونکي وايي، یو شواروز کې یوازې څو ساعته برېښنا لري او د شپې له مخې بیا د لاټین رڼا ته ناست وي.
اجمل د ۱۳مې ناحیې اوسېدونکی دی او وايي: ((په ۲۴ ساعتونو کې ایله ۲ ساعته برق لرو.))
د کابل ښاریان دغه راز شکایت کوي چې بریښنا شرکت په ناعادلانه ډول بریښنا ویشلې ده.
کابل ښاري محمود همدا خبره کوي: (( زورواکان او پيسه دار خلک بریښنا لري، هغوی بېل هم نه ورکوي خو غریبان بیا بې برقۍ ته ناست وي.))
خو د بریښنا شرکت ویاند وحیدالله توحیدي وایي، د برېښنا پارچاوي د تولیدي ظرفیت د کموالي او د مصرف زیاتوالي ښکارندويي کوي: (( تاسو به درک کړې وي له پنجشنبې تر شنبې بریښنا نه ځي، ځینې ادارې ډیر زیات مصرف لري، دوی باید د بریښنا په سپما کې موږ سره مرسته وکړي.))
د بریښنا شرکت وایي، دا مهال کابل ۶۰۰ میګاواټه بریښنا ته اړ دی چې له دې منځه یوازې ۳۰۰ میګاواټه بریښنا ورته په وارداتي ډول رارسېدلې ده.
دا په داسې حال کې ده چې د ولسمشر غني په امر دې وروستیو کې هند د کابل پر سیند ۱۲ د بریښنا بندونو سروې روانه کړې چې په جوړېدو سره به یې افغانستان نه بریښنا اضافه او نورو هیوادونو ته هم صادر کړای شي.
ولسمشر ټینګار کړی دی چې د اوبو او انرژۍ د زېرمو مخ به خپل هیواد ته راګرځوي او خپل خلک به پرې هوسا کوي.
بربنیاد آمارهای شرکت برشنا، نیازمندی شهر کابل در روزهای اخیر شبانه روز حتا به شش صد میگاوات برق میرسد، در حالی که بیش از سه صد و هشتاد میگاوات برق در شبکه جریان دارد.