تاند- په امریکا کې د یوې ښځې داسي ماشوم زېږېدلی چې تر اوسه پوري د دومره زیات وزن درلودونکی ماشوم نه و زېږېدلی.
د دغه ماشوم وزن ۶ کیلو او ۵۰۰ ګرامه دی او ویل کېږي چې تراوسه پوري د دومره ډېر وزن ماشوم نه و پیدا شوی.
البته تر دې مخکې څلور میاشتې پخوا یو ماشوم زېږېدلی و چې وزن یې شپږ کیلو او سل ګرامه و. هغه هم د دنیا تر ټولو دروند ماشوم ګڼل شوی و خو دې یوه یې ریکارډ ورمات کړ.