پر چپ لاس مي دتور ساعت سپین مخ ته وکتل ستن پر یوه و پنځوس ولاړه وه خولې را باندي ماتي وې صحت مي ښه نه و ټول ځان مي خوږیدی کتابونه مي پر میز وغورځول له پوهنتونه ستړی راغلم د غبرکو لاسونو په ورغويو مي ټيکونه ټینګ کړل څو شېبې مي دمیز شاته پر چوکۍ له ځانه سره اوښکي تویې کړې یوه هفته کیده چی له کوره مي چا په تلیفون کي دجوړ او ناجوړ پوښتنه هم نه وکړې زړه راته لږ و کپ اخیستی وم ایشېدلې تبي مي ټول بدن رپوۍ له محصلۍ او مسافرۍ یې مي کرکه کیده پر یوازي ځان مي زړه سوځل کیدی دکوټې له څلورو دیوالونو ساه ختلې وه چوپه چوپتیا خوره وه چت ورو ورو راکښتکیدی ژر مي دلستوڼي په پیځکه اوښکي پاکي کړې شاته مي زور کړل پر چوکۍ مي تکیه وکړه له تیرانو مي نظر واړاوه کښته مي دکوټې غولي ته سترګي رډي نیولي وې ښه شېبه وروسته ځنګیدلي ور ولاړ سوم له مخامخ کړکیه مي دشنې وني په سرکي دمرغانو خبرو ته غوږ ونیوی یو له بل سره یې خندل، خبرې کولې له ازاد ژونده یې خوند اخیست ناڅاپه ټک شو دکړکۍ پر اوسپنیزه څنډه مي له سترګو لویه اوښکه وڅڅیده دویمي ته یې ما لاس ونیوي ډنګ سو تلیفون ته پیغام راغی ور منډه مي کړه دمیز له سره مي را واخیست لیکلي ول:
ـ سلام خدای دي وکړي چي ژوند به دي ښه تیرېږي.
نمبر نا اشناه و جواب مي ورکړ
ـ سلام پرتاسو هم، څوک یاست ؟
له لږ ځنډه وروسته یې جواب راغی.
ـ کوردي ودان چي له ازادۍ لېري دیوه زنداني سلام ته علیک وایې.
پیغام مي دوه درې ځله ولوست بیا مي نمبرته وکتل نابلده و فکر مي پکښي بند سو ورته ومي لیکل:
ـ څوک یې ځان خو راوپېژنه؟
لنډه شېبه وروسته یې راته لیکلي وو
ـ انسان یم خو له انسانانو لېري، شپږ کاله کېږي بې ګناه دتورو تیارو شاته ژوند تیروم.
لاندینۍ شونډه مي په غاښو کي ټینګه کړه د راسته لاس په کوتو مي له تندي خولې وچي کړې دکوټې له کړکیه مـي دحویلۍ په منځ کي ولاړي جکي وني ته وکتل مرغۍ الوتې وې.
پای.


لیکوال د ژبو او ادبیاتو د پوهنځي محصل دی.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *