تاند- د جنوبي کوریا یوې ۶ کلنې ماشومې، چې په یوټیوب کې یې تر ۳۰ ملیونه زیات کسان تعقیبوي، په پلازمېنه سیول کې په ۸ ملیون ډالرو کور واخیست.

دې ماشومې، چې بورام (Boram) نومېږي، د پلازمېنې سیول په ګانګنم (Gangnam) سیمه کې په ۹ ملیونه او ۵ لکه وون، چې د ۸ ملیونه امریکايي ډالرو برابر دي، ۵ منزله کور اخیستی دی.

بورام په یوټیوب کې دوه چاینلونه لري او دواړه ډېر لیدونکي لري.

دا په خپلو چاینلونو کې راز راز ویدیوګانې خپروي. خو په هغه چاینل کې، چې د لوبو وسایل ښيی، شاوخوا ۱۳ ملیونه او ۶ لکه ګډونوال (Subscribers) لري؛ په بل یوه کې، چې د ویدیوګانو ویبلاګ دی، ۱۷ ملیونه او ۶ لکه تنه یې فالو (تعقیب) کوي.

د دې ماشومې ځینې ویدیوګانو په جنوبي کوریا کې جنجالونه جوړ کړي. په ۲۰۱۷ کې د ماشومانو د ژغورنې ناحکومتي ټولنې د کوریاوالو شکایتونه مطرح کړل او ویې ویل چې خلک شکایت لري چې دا ویدیوګانې پر ماشومو لیدونکو منفي اخلاقي او احساسي اغېز لري.

که زموږ په هیواد کې سوله وشي او انترنیت نور هم عام شي، ممکن ډېر خلک په داسې پنځونو (تخلیقاتو) د ډېرو پیسو خاوندان شي. ابتکار وکړئ چې په انترنیټ کې خریدار ولرئ.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *