«تیر په هیره»
د «تیر په هیره» منفي اړخ تر مثبت دا ډیر دی. هغه څوک چې غواړي له مسولیت نه ځان وژغوري، نو د «تیر په هیره» توري سمدلاسه مقابل لوري ته مخکې ږدي. پر شپږ کلنې باندې جنسي تیری او اوس د «تیر په هیره» د مفهوم په رڼا کې هر څه باندې خاورې اړول شوي دي.
زه نه پوهیږم چې زموږ له هیواد، ټولنې او خلکو نه څه شی جوړ شوي دي، هغه څه تر سره کیږي چې باید و نه شي، هغه څه تر سره کیږي چې په اوریدو یا لیدو یې د انسان پر بدن ویښتان دریږي، هغه څه تر سره کیږي چې په هیح دین او قانون کې نه شته او نه باید وې؛ خو زموږ په ټولنه کې تر سره کیږي. او له هغه نه هم جالبه دا چې د څو ورځو په تیریدو سره هغه موضوع داسې هیره شي، یا داسې هیره کړای شي، لکه هیڅ شی چې لا پیښ شوي هم نه وي، که دولت لږ څه شرم او حیا مخ ته ودروي نو د موضوع د څییړلو تر عنوان لاندې یو هیأت و ټاکي، څه موده وروسته پلاوی هم ورک شي، موضوع هم پسې هیره شي، داسې لکه چې پاڼه هم نه وي ښوریدلې، لکه د چا خبره:«نه خر وهلی، نه لښته ماته»
څه موده مخکې په میډیا که لکه نا څاپي باران یو دم د یو خبر باران وشو چې پر یوې کم سنې ماشومې باندې کوم جګ سني عام سړي که کوم ملا جنسي تیری کړی که یې نکاح کړې او تر ټولو ژړونکې او خندونکې یې لا دا چې د دې کار عامل ادعا کړې چې دا جلۍ ده ته د ډالۍ په توګه د دم و دعا په مقابل کې د هغې د مور پلار له خوا ور بښل شوې ده. پر دې ماشومې باندې جنسي تیری تر هر نامه لاندې چې وي د بښلو او توجې وړ نه دی.
جنسي تیری له ماشومانو او کوچنیانو سره د تاو تریخوالي تر ټولو منفي او لویه برخه جوړوي او له بده مرغه چې د ټوپکي واکدارۍ په دایره او موده کې دا په یو عام دود باندې بدل شوی دی.
به دې برخه کې له بیلابیلو منابعو څخه دغو څو خبرونو ته پام وکړئ:
ــ له یوې ۶ کلنې ماشومې سره د ۴۰ یا ۵۰ کلنسړي نکاح،
ــ ازدواج ملای 50 سالۀ هراتی با دختر 5سالهغوری،
ــ افغان ملا د ۶ کلنې نجلۍ سره د واده پهتور نيول شوی،
ــ ملایی که با کودک شش ساله ازدواجکردهبود بازداشت شد،
ــ بازداشت یک ملا دعاخوان به جرمروابط جنسی با دختر شش ساله،
ــ محکومیت مرد ۴۲ ساله به هفت سال زندان بهجرمازدواج با دختر ۶ ساله افغان،
په میډیا کې د همدې خبرونو له خپریدو سره هممهاله یو فرهنګي په خپلهفیسبوکپاڼه کې په ډانګ پیلي ډول ولیکل:
«معذرت غواړم ژورنالستو حضراتو، په هرات کې له شپږ کلنې ماشومې سره د شپېته کلن سپین ږیري نکاح خبر نه بلکې دود دی. د خبر وړتیا هغه حادثه لري چې یو ځل، استثنائي، یا غیرعادي پېښېږي. ښکاره او مشهور مثال یې هماغه دی چې وایي که سپی انسان وداړي، خبر نه دی، ځکه سپی انسان داړي، خو که انسان سپی وداړه، خبر دی، ځکه چې دا کار غیر معمولي دی.
له بده مرغه، د کم سنو نجونو واده زموږ د فرهنګ عادي برخه او زموږ د قانون د تایید وړ دی او زموږ ملا صاحبان خو یې نکاح هم په خپله تړي او خون یې هم اخلي.
شرعاً ښځه د خپل ځان مالکه ده، او د دې له رضائیت پرته نکاح باطلېـږي او د سمې نکاح په نه شتون کې د داسې ښځې او مېړه هره شپه یوځای کېدل نه یواځې زنا، بلکې زنا بالجبر، او په نننۍ اصطلاح، جنسي تېری دی، خو دا چې خوارې افغانانې له خپل حق څخه ناخبره دي، اکثره دا ډول حالت خپل نصیب ګڼي، نه یواځې دا چې شکایت نه کوي، خپله ژړا او اوښکې پټوي او پر خپلو ارمانونو او خواهشاتو خاورې اړوي، بلکې همدا عقده یې په عقیده هم اوړي او د خپلو لوڼو او اولادونو په برخه کې هم ورته پرېکړې کوي. که په دې اعتبار ووایو، د ناخوښې نکاح هره بستره یوه انحصاري رنډۍ خانه ده، خو څوک د دې خبرې د کولو جرأت نه لري…»
دا زموږ حال دی چې یا یې د غیرت په نامه د کور بندیوانه کوو، یا یې په وهلو ټکولو داسې حد ته رسوو چې نور نه د خبرو وي نه دکار او بیا د لیونتوب نوم پرې ږدو او وایو چې د خدای رضا به همداسې وي، یا جنسي تیری پرې کوو او که بل څه نه، اور خو شته چې په کې وې سوځوو.
داسې ښکاري چې د دې ټیپ خلکو د شهوت تنده اوس په ۱۴ کلنو او اتلس کلنو نه ماتیږي، د هغه له پاره یې اوس تر هغو د ټیټ سن ماشومانو ته مخه کړې ده چې د شهوت تنده ور باندې ماته کړي.
که د دې ماشومې مور پلار او یا په اصطلاح میړه سواد، پوهه او انساني بصیرت درلودلای، د ښوونځي او پوهنځي په دروازه ننوتلي وای دا کار نه کیده.
په دې پیښه کې سړی یا فاعل ادعا کوي چې دا نجلۍ د ده ملکیت دی او د دم او دعا په بدل کې دا نجلۍ ده ته تحفه او ډالۍ شوې ده. کله چې د فاعل ذدلایل واوریدل شي، بیا د ماشومې د مور پلار خبرو ته کینو او بیا د ۲۰۱۶ کال ټولو پرمختګونو او د تکنالوژۍ او انساني ژوند دې پوړیو ته وګورو او بیا یې د دې خلکو له اعمالو او تفکر سره مقایسه کړو؛ د انسان په وجود باندې ویښته دریږي.
زما له نظره له یوې خوا که اصلي ملامت د دې پیښې عاملین د جلۍ کورنۍ او ښاغلی دعا خوان؟ دي؛ نو له بلې خوا باید دا پوښتنه هم په جدي ډول مطرح شي چې پر دغې ټولنې دا حالت چا راوست او دا وحشت چا ور باندې خپوراو حاکم کړ او نور ډیر داسې ولې ولې؟
دا حالت له همدې ځناورو او د دوی له توراو غیر انساني طرز تفکر سره راغی، چې د افغانانو له عقیدوی طرز تفکر یا اسلام سره نیم پاینټ اړخ هم نه لګوي، همدا تنظیمي ټوپکي واکداري وه چې د غنیمت په نامه هر څه په لاس ور تلل، نو خپل یې ګڼل، حتی د خلکو ناموس. په دې ډول دا او دې ته ورته وحشت پر ټولنې باندې د همدې تنظیمي جهادي اوصولو په رڼا کې پر ټولنې باندې حاکمه شو، چې نن یې ثمر ډ ټولو خلکو ستوني او ژوند ور تریخ کړی دی او دا هر څه د بې سوادۍ، نا پوهۍ او پر ټولنه باندې د تیارې د غوړیدو په پایله کې زمو وطن او خلکو ته ور په برخه شوي دي.
کوم چا له ډیر درد نه په خپل فیسبوک کې داسې لیکلي وو:
«این هم عکس سيد عبدالکريم مرد پنجاه ساله که مجرم به ازدواج با دختری شش ساله به نام “سیىد بى بى” است.
به جان عزیزترین هایم قسم اگر من قدرت در صدور حکم مجازات را در دوایر قضایی کشور داشتم، حکم عقیم کردن چنین مرد هایی را صادر می کردم»
په رښتیا له موږ نه قزاقان هم ښه دي، هغوی یو قانون تصویب کړ چې پر ماشومانو متجاوزین باید خصي کړای شي، خو زموږ په هیواد کې د ټوپکي پالیسۍ په دایره کې نازول کیږي.