کله چې ستونزه بیانوو ور سره سم باید حللارې هم وښیو او کله چې د یوه وراسته یا فاسد سیسټم د له منځه وړو خبره كوو نو باید بدیل یې هم وړاندې کړو که نه نو تش له مشکل څخه شکایت او پرته له الټرناټیف څخه د موجود حالت بدلون نه یوازې ګټوره چاره نه ده چې لا د نورو زیانو زېږنده هڅه هم ده.
مثلاً: ډېر شمېر افغانان د افغانستان له ملي وحدت حکومت څخه ناراضه دي؛ هم د ډاکتر اشرف غني په مشرۍ د تحول او تداوم بلاک غړي و پلویان له خپل چارجوب څخه ښکاره د ناخوښۍ ښودنه کوي او هم د ډاکتر عبدالله عبدالله په رهبري د اصلاحات و همپالنې کمپ منسوبین و حامیان له خپل ټاکلي قلمرو څخه متنفر دي؛ د دغو دواړو متضادو سیاسي لورو یاران، چې اوس یې د ملي وحدت حکومت په نوم یو نوی مشترک سیاسي سیسټم را منځته کړی دی، له خپل مشرتابه څخه سخت ګیله من دي چې پر خپلو پخو او مکررو ژمنو ونه درېدل او هر څه یې د دوی د توقع او اساسي قانون خلاف سمبال یا پایمال کړل.
دغه ټولې ګیلې، نیوکې او کو کې خپل منطقې وزن او مدلل اړخونه لري او ودان افغانستان ګوند هم ور سره ټولې قانوني او حقوقي کمزورۍ مني او که دا هر څه په موجوده بڼه نه بلکې تر دې په غوره قانوني شکل غوښتل شوي او را نغښتل شوي وای ډېر به ښه وای خو چې هغسې و نه شوه او پر اوسنې میکانیزم یې هم نړیوال او هم د دوو ډاکترانو رقیب لوري موافق او یوه سیاسي تفاهم ته سره ورسېدل نو موږ فکر کوو چې له منلو او زغم پرته یې بله لار نشته ځکه:
یو- له دې سره– سره چې د موجود حکومت وجود کوم مشخص قانوني اساس نه لري مګر بیا یې هم په نړیوالو او کورنیو مطرحو سیاسي- اجتماعي کړیو کې د مشروعیت په باب جدي اعتراض نشته.
دوه- که غواړو یا نه، دا حکومت باید په یو ډول د ډولو خپل قانوني زمانې پړاو بشپړ کړې؛ که پر ځای یې هر بدیل را مخې ته کېږي، نه یوازې سیاسي، اجتماعي او اقتصادي وضعیت د ښېرازۍ خوا ته ځې چې لا بحراني کېږي.
درې- د روان کال د حمل د شپارسمې ټاکنو څخه وروسته چې انتخابات دوهم دور ته واووښتل نو ټول سیاسي لوی و واړه بهیرونه یا د یوه او یا هم بل ډاکتر د کمپاین برخه شول او چې تر دوهم راونډ رایه اچونې وروسته له سلو و زرو جنجالو سره د نړیوالې ټولنې خاصتاً امریکې د مخامخ مداخلې په نتیجه کې د حکومت روان جریان ډیزاین او تطبیق شو نو له حکومتي فریم څخه دباندې کوم مطرح او موثر سیاسي شخص یا ډله پاته نه شوه ځکه نو د دولت له وسلوالو دښمنانو پرته بل سردردوونکي قوت نشته چې د حکومت پښې ولړزولای شي، البته یو شمېر سور سترګې جنګسالاران چې د جهاد په ډنګ و ډونګ سره یو وار بیا د نامشروع واکمنۍ لپاره چیغې وهي او رنګارنګ ګواښونه کوي نو په ښکاره یې هوا ختلې ایسي.
څلور- د موجود سیاسي جوړښت د وهلو او کمزورولو ګټه مستقیماً د پردیو ترهګرو او کورنیو غلو، مفسدو، غاصبانو،توپکیانو او زورورو جېبو ته ځې او د بحران ټول ګرد و غبار یې د افغان انسان سترګې ور ړندوي.
نو، زموږ انتقادونه باید د څو هدفو لپاره وي:
یو- چې په روانو سیاسي حالاتو کې سمون راشي، د نور او نور فساد مخه ونیول شي.
دوه- راتلونکی سیاسي نسل مو د ضعف او قوت ټکو د پېژندلو لپاره مناسب تمرین وکړي، له حالاتو او جریاناتو څخه سمه زدکړه وکړي او د خپل سیاسي شعور د ودې لپاره لازمه زمېنه ومومي.
درې- ځوان سیاسي قشر مو د راتلونکو مسؤلیتو منلو ته ملا تړلی چمتو اوسي او ننني مشکلات، شکایات آن جنایات د دې سبب شي چې په راتلونکې حکومتي دوره کې د سیاسي وضعیت د بهترۍ او ښېرازې لپاره افغانان له نوې فکر او ځواکمنې ارادې سره د سراسرافغانستان سیاسي میدان پر قانوني او ډیموکراټیک بنسټ په بېساري بریالیتوب سره فتح کړي.
مخ د روښانتیا، ويښتیا او اساسي بدلون پر لور!
بدلون اوونيزه\لومړی کال\(۲۰) ګڼه\ چارشنبه\دلوه ۱۵\ ۱۳۹۳