تاند، پنجشنبه د اسد ۱۰مه: د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون، ولسمشر غني او عبدالله عبدالله ته خبرداری ورکړی چې ټاکنیزو ډلو یې له کمپایني اصولو سرغړونه کړې ده.

د شکایتونو کمېسیون ویاند قاسم الیاسي وايي، دولت ساز او د ثبات و همګرايي دواړو ټیمونو ټاکنیزې سرغړونې کړې دی.

نوموړی وايي، دې سرغړونو کې له دولتي کورونو، تجهیزاتو او موټرو څخه استفاده شامله ده: (( د دولت ساز ټیم په لومړۍ ټاکنیزه غونډه کې دولتي لوړ پوړي چارواکي هم وو چې دا له ټاکنیزو اصولو دویمه سرغړونه ده.))

کمېسیون وايي، څو ویډیوي انځورونو کې د عدلیې وزارت برحال معین قاسم حلیمي او د کابل پوهنتون رئیس حمیدالله فاروقي لیدل شوي چې د دولت ساز ټیم د کمپاین رئیس عمر داوودزي سره څنګ کې ناست دي.

قاسم الیاسي دغه راز د عبدالله ټاکنیزې ډلې سرغړونو ته په اشاره ویأي، دغه ټیم د اساسي قانون خلاف خپل دریم مرستیال او صدراعظم څوکۍ اعلان کړې ده.: (( ټاکنیزو کمپاینونو له پيل سره هم مهاله چې دولت ساز ټیم او همګرايي ټیم کومې سرغړونې کړې دي، زموږ د کمېشنرانو د رایو په اکثریت ټاکنیزو تخلفاتو کې شمېر شوې دي.))

د الیاسي په خبره دواړو ټاکنیزو ډلو ته یې اخطاریه استولې او ورته یې ویلي چې له سرغړونو دې پرهېز وکړي، ګني دویم ګام کې به جریمه شي او که ونه شوه نو دواړه ډلې به له کمپاینونو محرومې کړی.

ولسمشریزو ټاکنو ته کمپاینونه د اسد په ۶مه پیل شول خو ۱۲ ټاکنیزو ډلو ځکه کمپاینونه نه دي پيل کړي چې دوی وایي، واک کې شاملې ډلې له دولتي امکاناتو نه په استفاده کمپاین مخته وړي.

One thought on “شکایتونو کمېسیون غني او عبدالله ته د کمپایني سرغړونو له کبله اخطاریې استولي”
  1. تر کومه ځایه چې ولس ته مالومه ده د عبدالله ټاکنیزې ډلې د خپل اجړاییه ریاست په وخت کې افغانستان ته کوم خدمت ندی کړی ، د دولت له ټولو امکاناتو سم نیمایی د دوی په اختیار کې وو. په هره اونۍ کې یواځې د دوشنبې په ورځ د وزیرانو په کابینه کې لیدل شوي او هره چارشنبه یې دهلي ته د خپلې کورنۍ لیدلو ته او یکشنبه بېرته راستون شوی ، بنا د افغانستان ولس داسې کسانو ته چې ولس ته یې له ضرره اضافه کومه ګټه نه وي رسیېدلي ، رایه نه ورکوي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *