تاند، چهار شنبه، د دلوې ۲۳مه: د ولسي جرګې پخوانۍ فعالې غړې او په ناروې کې د افغانستان سفیرې شکریه بارکزۍ ویلي، اوسنی نسل د طالبانو د وخت نسل نه دی او ۱۰۰ زره طالبان نه شي کولی چې ۳۰ میلیونه وګړو باندې خپلې غوښتنې تحمیل کړي.

نوموړې له یوې افغاني رسنۍ افغانستان رو سره په تازه مرکه کې وايي، لا هم د طالبانو، مجاهدینو او یو شمېر خلکو ذهنیت د میرمنو پر وړاندې یو شان دی.

نوموړې وايي، طالبان د ښځو په اړه محدودیتونه غواړي او په دې هکله یې باورونو کې تغییر نه دی راغلی، خو د نظر په څرګندولو کې یې یو څه تغییرات لیدل کېږي: (( افغانستان د ۱۹۹۶ نه تر ۲۰۲۰ پورې ډیر بدلون کړی دی، که طالبان وغواړي که ونه غواړي دا بدلونونه باید ومني، چې ښځې ښوونځي ته ځي، پارلمان شته، دیموکراسي ده او نورمثبت تغییرات))

نوموړې وايي، هیڅکله داسې نه شي کېدای چې ۳۰ میلیونه نفوس د ۱۰۰ زره طالبانو لخوا اداره شي: (( د خلکو زور د خدای زور دی، موږ باید طالبانو ته د بشري حقونو، سیاسي مشارکت او د بیان د ازادۍ لپاره سوال زارۍ ونه کړو، بلکې قضیه باید بل ډول وي.))

نوموړې وايي، طالبان باید د نظر بدلون ته چمتو واوسي، ځکه مجاهدینو هم پخوا د دوی په څېر نظر درلود، اما نن هر څه بدل شوي دي: (( کله چې طالبانو کابل ونیو ټول کابل کې ۵۰۰ زره خلک وو، خلک له جنګه ستړي وو، طالبان یې ومنل، خو کله چې ارامي راغله، طالبانو له دوی څخه ازادي اخیستې وه.))

هغې له افغانستانه د امریکايي ځواکونو په مسوولانه خروج ټینګار وکړ او زیاته یې کړه باید هر څه په داسې سنجیده ډول ترسره شي چې د افغانستان د نظام د ګډوډۍ سبب ونه ګرځي.

3 thoughts on “شکریه بارکزۍ: سل زره طالبان نه شي کولی په ۳۰ میلیونه وګړو بیا خپلې غوښتنې ومني”
  1. ځه!
    دا خو يې منلې ده چي سل زره طالبان!
    سل زره طالبان کورنۍ لري، د جمع عمليه دي اجراء کړي.

    بیا دي د طالبانو خواخوږي او ملاتړي هم جمع کړي، البته د ماشین حساب په ذريعه….

    د دې سياستوالو هم عجايبي وي، یو وخت يې ویل چي ۵ زره طالبان، بیا يې ویل تاوتريخوالی ډېر سوی دی، ۱۰ زره طالبان، بیا شلو ته ورسېدل، اوس يې سلو خبره کیږي.

  2. دا ځل به یې فرق دا وي چې قدرت به د ټالیبانو په انحصار کې نه وي. دوی به اساسي قانون او نور قوانین ، د بشریت او انسانیت حقوق ، د ماشومانو د زده کړې او تعلیم حقوق ، پارلمان او د دولت د قواوو تفکیک او د دموکراسي اصول مني.
    که یو دوه ځلې مسکو ، جرمني ، ناروي او چین ته سفرونه وکړي په ټالیبانو کې به هم ستر تغییر راشي .

  3. اسلام علیکم

    انشاءالله چی سوله راتلونکښي ده، غرب وهلي، ددیموکراسۍ او انساني قانون پلویان او نور ټول منفي فکرونو او سوچونو والا خلک که سیاسون، حکومتي چارواکي او عوام هره ډله ده باید دا تسلیم کړي او ومني چی افغانان سنتي او اسلامي عنعناتو، دودونو، کلتورونو، رواجونو ته ژمن، متعهد او وفادار دي او له یو څو کسانو پرته ټول عوام سره یو خوله، یو سوچ، یو نظر او د یو فکر خاوندان چی اسلامي او شرعي نظام به راځي او هر چاته به خپل، خپل حقونه ورکول کیږي، فسادونه، تکلیفونه، ستونزي، مشکلات او اداري فساد له منځه ځي، لخیره سره

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *