په سالون کې نازکه وریښمینه غالي غوړیدلې وه، شپیته انچه تلویزیون په یوه کونج کې ایښی و.

د کلونیا بوی شو. رییس کوټې ته راننوت، له لټیدو سره سم مې ورته وویل:

– صاحب ښایسته کور مو دی

ګونځې ګونځي تندی یې د سترګو له وروستو سره نور هم ګونځې شو:

– له دفتره لرې دی سهار چې تر دفتره ځم په لاره کې مو په موټر کې زړه شین شي دلته برک هلته برک

رییس سګریټ ولګاوه. بیا یې په ګوتو کې نیولي سګریت ته وکتل:

-خوند پکې نه دی پاتې

ما د رییس پر سر راځوړند انځور ته سترګې ونیولې. رییس د رسامۍ لور ته سګریټ ورپوف کړ:

-دغه پر ښویه کاڼي ولاړ پړانګ ته ګوره داسې حیرانه ښکارې

-هو صاحب خو هاغه هوسۍ یې هم ښه رسم کړې داسې بیغمه واښه خوري او له پړانګه نه ده خبره

دباندې د ماشومانو غږ شو. رییس میز پر څپیړه وواهه او ناره یې کړه:

-غلي شئ

ما له کړکۍ دباندې شنه چمن ته وکتل. رییس وپوښتلم:

-ته چیرته اوسې

-په خوشال مېنه کې

-ستاسو کور خو له دفتره ډیر لرې دی

-بسونه شته سیده ورته راځم

رییس پښه پر پښه واړوله. ما غاړې تازه کړې:

-صاحب دا زموږ موسسه تر کله بودیجه لري؟

-همدې زړه راوخوړ

-وئ بودیجه نه شته

-دوه کاله خو بودیجه لرو له هغه وروسته

ژوره ساه مې واخیسته:

-شکر

-د څه شکر دې وایست.

-هسې.

                                  پای

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *