خوشحالتیا هغه څه دي چې ترلاسه کېږي، خو یوازې پر دې ځان پوه کړئ چې چېرته او څنګه یې ولټوئ.

باور دا دی چې کولای شئ په ژوند کې خپلو ټولو غوښتنو ته ورسېږئ، خو یوازېنۍ لاره یې دا ده چې له نورو کسانو سره هم مرسته وکړئ، څو خپلو غوښتنو ته ورسېږي؛ ځکه ټول خلک غواړي یو ښکلی او بریالی ژوند ولري.

حدیث شریف دی، رسول الله ص فرمايي: ((هغه څه چې د ځان لپاره یې خوښوئ، د نورو لپاره یې هم خوښ کړئ.))

کېدای شي تاسو پوه شئ چې څه مو د خوښۍ او خوشحالۍ لامل ګرځي او څنګه کولای شئ خپلو موخو ته ورسېږئ، خو پر دې هم باید پوه شئ، کله چې په ژوند کې د هغه څه په اړه چې تاسو یې نه لرئ او ځورېږئ، پوهېږئ ستونزه چېرته ده؟ ستونزه دا ده چې تاسو د پاک خدای «ج» په هغه څه چې تاسو ته یې درکړي دي، شکر نه دی ایستلی. که تاسو قدر پېژندونکي ونه اوسئ، نو هېڅکله به هم په ژوند کې خوښي ونه ګورئ او خوشاله به نه شئ.

ګرانه لوستونکیه: پوه شه چې په ژوند کې د خوښیو، بریاوو او وړتیاوو تر ټولو ستره سرچینه پر درکړ شوو څیزونو شکر ایستل او د هغو قدر پېژندل دي او بس.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *