سید اصغر هاشمي

د ژوند پر تکلیفونو شکر ویستل ډېر ثواب لري.په دنیا کې د هر مالداره نه بل مالداره پیدا کیدای شي او د هر بیچاره نه بل بتر بیچاره پیدا کیدای شي.

په نړۍ کې د هر ښه نه ښه، بد نه بد، خوشحال نه خوشحاله، خفه نه خفه پیدا کېږي، چې په هر حال شکر ویستل د الله تعالی حق ادا کول دي.

که ته د دې لپاره خفه یې چې یو لاس نه لرې، هغه بل دوه لاسونه نه لري، داسې انسانان هم شته چې دوه لاسونه او یوه پښه نه لري او داسې خلک مې هم ولیدل چې دواړه لاسونه او دواړه پښې نه لري، خو له دې بتر انسانان هم شته.

فریاد مه کوه! که ستا یو اولاد مړ شوی، د هغه بل ټوله کورنۍ له منځه ولاړه.

مه خفه کېږه! که ته مال او دولت نه لرې، هغه بل کورنۍ نه لري او د اولاد غریب دی. افلاطون وایي: په دنیا کې له ټولو غریبو او بیچاروو نه غریب انسان د عقل غریب دی.

رښتیا ځینې داسې انسانان شته، چې د IQ درجه یې ډېره ټيټه ده او د ژوند لپاره هیڅ یو ښه تصمیم نه شي نیولی، خو زما په نظر د دې نړۍ له ټولو حقیر او غریب انسان هغه دی، چې له مرګ وروسته ورسره د عاقبت توښه نه وي.

رحمان بابا وایي:

ښه ده ښه ده دا دنیا

چې توښه ده د عقبا

د دنیا په بازار کېږي

د هغه دنیا سودا

د نړۍ مشهور فوټبالر ذین الدین ذیدان وایي: په ژوند کې مې یو ورځ ځکه وژړل چې د فوټبال کولو لپاره مې بوټونه نه درلودل، مګر یوه ورځ مې یو څوک ولیده، چې پښې یې نه درلودې، نو ژر مې د الله تعالی شکر ادا کړ او ومې ویل زه څومره خان یم.

انسان باید هر وخت له ځانه ښکته خلکوته وګوري او شکر وباسي.

یو انسان بایدپوهې او علم د ارزښت په نظر کې نیولو سره له ځانه پورته خلکو ته وګوري او له هغه سره سالم رقابت وکړي او دا هڅه وکړي، چې ځان دهغه نه لوړو پوړیو ته ورسوي، ځکه په علم کې له ځانه لوړو خلکوته کتل او له هغو سره مثبت رقابت کول، د انسان د په شخصیت جوړولو کې اساسي لامل کیدای شي.

که چېرې هر وخت اسمان ته وګورواو مځکې ته ونه ګورو، پښه به مو بنده او په داسې کندې کې به ولویږو، چې د وتلو توان به یې نه لرو.

د لوړو لوړو مقامونو، لوړو ماڼیو ارمان مه کوئ، ځکه ډېر لوړ شیان دي، چې تاسوته به لوړ ښکاري، خوپه حقیقت کې به هغه ډېر ټیټ وي.

ډېرې لوړې ونې مې بې میوې او بې حاصله ولیدې، د ډېرو لوړو مقامو خاوندان مې د نورو مخکې سرکوزې، سرټیټې او د چاپلوسي په حال کې ولیدل او ډېرې لوړې ماڼۍ مې په وینو ککړې ولیدې.

د داسې مال او دولت ارمان مه کوئ، چې پر حرامو پیدا شوې وي، نه د داسې کورونو او موټرو ارمان وکړئ، چې هره روپۍ یې د نورو حق وي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *