لیکوال محمداکبر حقمل
په ذهن کې د ډول ډول باورونو را ګرځېدو ته یا د یو څه پر وړاندې د واقعیت ډاډ نه لرلو ته شک وايي یعنې په لنډ ډول ویلای شو، چې شک د هغې بدمرغۍ پیلامه ده، چې تل د ريښتينتوب او واقعیت پر مخ پرده اچوي او د هر څه په اړه د دروغو پیغام رسوي. شک لرونکي وګړي هېڅکله خپلو موخو ته نه شي رسېدلای ځکه دوی هر څه ته د شک په سترګه ګوري، خپلې ټاکلې موخې ته رسېدل هم ورته شک ښکاري او د حقیقت یا ريښتينولۍ د باور کچه یې کمه وي. د دوی د نابریالیتوب تر ټولو ستر لامل په دې کې دی، چې دوی تل د ټولو شونو یا ممکنو څیزونو پر وړاندې د ناشونتیا فکر لري یعنې دوی شک لري او شک په خپله د هر شوني څیز په اړه د ناشونتیا پیغام رسونه کوي. د خپل ځان په اړه، چې هر ډول فکر ولرو همغه ډول به جوړښت اخلو، که مو د یو کار کولو باور ودرلود، نو وبه یې کولای شو او که مو شک ودرلود نو کول به یې راته ناشوني وي. باور هغه څه دی، چې په شتون سره کولای شو هر کار ترسره کړو او هر ډول، چې وغواړو همغه ډول ځان جوړ کړو یعنې که چېرې داسې یو کار د ځان لپاره موخه وګرځوو، چې نور وګړي یې نه شي تر سره کولای یا د ترسره کولو په اړه یې بې باوره وي، خو یواځې موږ یې د ترسره کولو باور ولرو، نو په ډېره آسانۍ سره به وکولای شو، چې دا کار تر ټولو په غوره توګه ترسره کړو. که چېرې د داسې څه په اړه بې باوره وو، چې هر کس یې د تر سره کولو وړتیا او باور ولري یعنې ډېر آسانه وي، نو موږ به یې هېڅکله ترسره نه شو کړی ځکه بې باوري یا شک هغه څه دی، چې په شتون سره نه شو کولای تر ټولو آسانه او کېدونکی کار ترسره کړو. حل لاره یې یواځې باور درلودل دي ځکه باور هغه څه دی، چې ټول شکونه له منځه وړي او د هر کار کولو وړتیا راکوي او شک هغه بې غرته کلیمه ده، چې ټولې وړتیاوې مو له خاورو سره خاورې کوي او تر ټولو مو کمزوري کوي. پرته له شکه غوره باور ولرئ تر څو د هر کار کولو وړتیاوې خپلې کړئ! محمداکبر حقمل د فسبوک پته M Akbar Haqmal