کله چي الحاج مولوي جلال الدین حقاني د سردار داود د صدارت په مهال په کال ۱۳۵۴ هـ ش کي هجرت وکړ، په شمالي وزیرستان کي یې هستوګنه پیل کړه ، څه موده وروسته يې د منبع العلوم په نوم دیني مدرسه جوړه کړه ورسره په څنګ کي يي د آنجمن القران په نوم لیسه هم پرانستله .

1دې مدرسه کي تقریبا ۱۰۰ کوټي ، یو دارالحدیث، یو لوی خوړنځاى (مطعم) او یو لنګر وو چي طالبانو ته به يي پکې ډوډۍ ورکوله . هغه مهال دې مدرسه کي تقریبا ۸۰۰ تنه طالبانو زده کړه کوله، د طالبانو خوراک او نور ټول مصارف د مدرسي له لوري ورکول کیدل .

د مولوي جلال الدین حقاني صاحب د زوي انس حقاني په وينا، منبع العلوم مدرسه هغه مهال له دې امله پیل کړل شوه چي پاکستاني مدرسو کي به افغاني طالبانو ته داخله نه ورکول کیدله، د پاکستاني مدرسو له لوري  به ورته ویل کیدل چي تاسو د درسونو په وخت کي جهاد ته  ځي او درسونه نیمايي کي پریږدئ .

1کله چي به محاذونو کي ضرورت شو، مدرسه به رخصت کیدله، طالبان او استادان ټول به محاذ ته تلل .

د ګردیز له فتحي څخه لیږ مخکي یو ځل د منبع العلوم مدرسي شاګردان او استادان ټول ګردیز کي سنګرونو ته ولاړل،  په استاذانو کي شیخ علي شاه صاحب چي هغه مهال يي په مدرسه کي لویه دوره تدریس کوله او نور استاذان لکه مولوي وارث خان صاحب، مولوي عزیز خان صاحب هم وو، کله چي جګړه پیل شوه د دښمن طیارو سخت بمبار وکړ، له امله يي د مولوي وارث خان صاحب په ګډون د مدرسې په لسګونو طالبان د شهادت لوړ مقام ته ورسید ل.

1شیخ جلال الدین حقاني حفظه الله د رسول الله صلی الله علیه وسلم په نقش قدم روان وو ، په دارالهجرت کي يي د نبوي مسجد په څیر  لومړۍ مدرسه او جومات جوړ کړل.

د اسلامي امارت د واکمني په مهال  شیخ جلال الدین حقاني (حفظه الله )، په خوست ښار کي یو ستر جامع جومات د حضرت ابوبکر صدیق(رضي الله تعالی عنه ) په نوم باندي جوړ کړ ، کله چي د حضرت ابوبکر صدیق رضي الله تعالی عنه د مسجد د جوړیدلو کار بشپړ شو حقاني صاحب د دارالهجرت لور ته توجه وکړله او د شمالی وزیرستان په میران شاه سیمه کي منبع العلوم مدرسي ته مخامخ د یوه لوی مسجد اساس کيښود ، هغه مهال په مسجد په ډېره تیزي سره کار پیل شو ، خو کار يي لا نیمايي ته نه وو رسیدلى چي امریکایانو په افغانستان یرغل وکړ ،  د مسجد کار هم  په نیمايي کي پاتي شو .

1د انس حقاني له قوله، له نورو مشکلاتو سره – سره هغه وخت مالي مشکلات هم زیات وو ، ځکه د مسجد کار په نیمايي کي په ټپه ودریده .

د لوی الله په فضل ۹ کاله وروسته بیا د مسجد د جوړولو چاري پیل شوې .

د مسجد د کار له پیل کیدلو سره سم حقاني صاحب له ډیرو خلکو سره د مسجد د نوم په اړه مشورې وکړې خو د نامه په اړه يې کومي پایلي ته و نه رسیدل، بلاخره حقاني صاحب ته الله تعالي د استخارې دخوب په ترڅ کي د مسجد نوم وښود هغه نوم (جامع مسجد حضرت محمد صلی الله علیه وسلم ) وو .

د تېر لوی اختر په ورځ مسجد د لمونځ کوونکو په مخ پرانستل شو، د اختر د لمانځه لپاره ګڼ شمیر وګړي راغلي وو،د اختر وینا شهید مولوي احمدجان (مخلص) وکړه، نوموړي د شیخ جلال الدین حقاني صاحب پیغام هم انصارو او مهاجرو وروڼو  ته ولوست او  وویل چي د مسجد نوم شیخ جلال الدین حقاني صاحب انتخاب کړی دی . د مولوي احمد جان صاحب له تقریر څخه وروسته د اختر لمونځ وشو له لمانځه څخه وروسته شیخ احمد شاه حقاني صاحب دعا وکړله. د نوموړي د دعا په مهال ګڼ شمیر خلکو په چیغو چیغو ژړل  .

له دعا څخه وروسته اختر مبارکي وشوه ، له مبارکي څخه وروسته د افغانستان اسلامي امارت تکړه ترانه ویونکو الحاج ملا فقیرمحمد درویش او مولوي محمدالدین شاه مخبت په خپلو خوږو اوازونو کي دا ترانه :  په تا روښانه د تاریخ د پاڼي باب دی – غږ د انقلاب دی ، غږ د انقلاب دي زمزمه کړله .

د یادلو وړ ده اوس د مسجد دننه کار خلاص شوی، کاریګر د باندي د برنډې په جوړولو اخته دي .

د مسجد انځورونه !

One thought on “شیخ جلال الدین حقاني په ميران شاه کي جامع مسجد جوړ کړ/ مصطفی احمدي”
  1. وروره تبلیغ خو دی ورته زیات کری خو دا دی نه دی ویلی چی مدرسی دا دومره مصارف د کومه کول. دا د ای ایس ای مصرفونه وه چی د دی بی تبلکه ملایانو لخوا یی افغانستان توتی توتی کر

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *