تاند – پاکستانی سیاستوال او د دغه هېواد د ولسي جرګې غړی شیخ رشید احمد وایي چې له امریکا سره باید د خبرو اترو لپاره پسې شا چینل پرانستل شي.
په یوه ۱۰ دقیقه یي ویډیو کلېپ کې چې ټولنیزو رسنیو ته راوتلی د پاکستان د اطلاعاتو پخوانی وزیر شیخ رشید د پاکستان ولسي جرګې ته وایي چې له امریکا سره یې زور نه رسېږي او په کار دی چې هېواد یې امریکا له لاسه ورنه کړي.
نوموړی د اتومي هېواد په توګه د پاکستان د ذکر په هکله وایي، دا څه ډول اتومي ځواک دی چې واکمنان یې خپلې غلا کړې پیسې په بهرنیو بانکونو کې پټوي.
شیخ رشید وایي، چې له امریکا سره دښمني یوازې له امریکا سره نه بلکې له ټولو هغو ۴۰ هېوادونو سره دښمني ده چې دا مهال په افغانستان کې پوځونه لري.
د پاکستان دغه پخواني وزیر او په ولسي جرګه کې د راولپنډۍ د خلکو استازی وایي، چې په روسانو زړه تړل نه دي په کار، او وایي چې د مولانا فضل الرحمان او نورو خبرې هسې احساسات دي او د امریکا په وړاندې هېڅ نشي کولی.
د عوامي مسلم لیګ ډلې دغه لارښود په چین د حساب کولو په هکله وایي، چې دغه هېواد په بلوچستان کې د اوبو په یوه پروژه کار شروع کړ خو چې دوه کسان یې ووژل شول بیا څلور که پنځه کاله پسې ورک شول او پروژه وځنډېده.
شیخ رشید وایي چې نور نو د نړیوالو په سترګو کې خاورې شیندل نه دي په کار او زیاتوي چې د نړۍ تر ټولو غټ ترهګر، چې ښایي هدف یې اسامه بن لادن وي، په پاکستان کې راووت، د نړۍ ډېر ترهګران په پاکستان کې ووژل شول او د نړۍ په هره برخه کې چې هره ترهګریزه پېښه کېږي ریښې یې په پاکستان کې وي.
https://www.facebook.com/AzadPakhtoonQabayel/videos/1300084423433807/
رشید د خپل هېواد ولسي جرګې ته په خطاب کې وایي، چې په ۲۰۱۶ کال کې چې په ترکیه کې انقلاب وشو د هغه هېواد حکومت خپل ۶۸۰ مخالف پیلوټان بندیان کړل او له پاکستان نه یې وغوښتل چې یوازې ۳ تنه د اېف ۱۶ الوتکو پیلوټان ورولېږي چې د هغوی نویو کسانو ته روزنه ورکړي خو امریکا ورته وویل چې خبردار، او هماغه وو چې پاکستان په خپل ځای کېناست.
شیخ رشید وایي چې ډېر اسلامي هېوادونه د هند لومړي وزیر مودي ته ډېر درناوی لري په داسې حال کې چې اکثر یې له پاکستان نه فاصله نیسي.
امریکایي چارواکي وایي، پاکستان ترې په وروستیو ۱۶ کالونو کې د ترهګرو پر ضد د مبارزې لپاره لسګونه بیلیونه ډالر اخیستي دي، په داسې حال کې چې په دې برخه کې یې صادقانه همکاري نه ده کړې.
په ورته وخت کې افغان او هندي چارواکي وایي چې د پاکستان د نظامي استخباراتو اداره (آی اېس آي) او پوځ په دغه هېواد کې د موجودو دیني مدرسو او د ترهګرۍ د روزنیزو کمپونو له لارې په عمر کم ماشومانو ته د افراطیت او کرکې روزنه ورکوي او بیا یې د خپلو سیاسي هدفونو د ترلاسه کولو لپاره کاروي، او دا هغه څه دي چې د امریکا د ولسمشر ټرمپ په ستراتیژۍ کې یې هم یاده شوې او اوس یې پاکستان وارخطا کړی دی.
Thank you Shikh Rashid,its is true story.Very soon USA wil take action agniest Pakistan.Love you Trump.
thank you/shikh zaheed/you a good man /you said trUE.